هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره تاسې څه مشورې او شرتونه وړاندې کوئ؟
2019-04-30 16:00:00
د تلپاتې سولې لپاره ځينې مشورې او شرتونه لاندې کېداى شئ:

١.د متحده ايالاتو پوځونو وتلو لپاره موده وټاکئ او که پاته کېږي شرتونه ورته وړاندې کړئ؟
٢.د کابل حکومت څخه وغواړئ چې داسي ځايناستى ولسمشر ته واک وسپاري چې ټولو لوريو ته د سولې راوستلو لپاره د منلو وړ وي.
٣.اوربند دې وشي، هر لوري چې په کوم ځاى کې واک لري د اړوند ځاى امنيتي چاري دې سمبال کړي، د هر ډول ناوړه پيښي مسوليت به يې تر هغه وخته د هغو په غاړه وي چې ځايناستى حکومت ته د سېمي واک او مسوليت سپاري.
٤.ځايناستى حکومت دې عمومي بخښنه وکړي او پرته له انسان تښتونکو نور ټول بنديان دي وبخښل شي.
٥.ځايناستى حکومت دې ټولمنلې ټاکني ترسره کړي، ترڅو راتلونکى حکومت د ټولو په خوښه جوړ شي.
٦.که چاد ځايناستى حکومت خلاف جګړه ترسره کوله، ټول ملت به يې پر وړاندي دريږي.
ټول حقوق نور رحمان لېوال سره خوندي دي چاپحق ٢٠١٩