https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
محاسب غټه پردهټابليټ او ګرځنده سايز
په هېواد کې سوله د ارګ او بډيالو يا مخالفينو قرباني ته اړتيا لري
سوله د افغان ولس غوښتنه او حق دى، خو دغې غوښتنې او حق ته د ځينو له واک او ځواک سره ليونۍ مينه او ځانغوښتنې خنډ دي، په اوسني وخت کې سوله د ارګ او بډيالو يا مخالفينو قرباني ته سخته اړتيا لري، همدارنګه ټولو ته دا هم په زغرده ويلاى شو چې په افغانستان کې جګړه د پرديو په ګټه ده.

تراوسه د سولې خبرو کې يوه بنسټيزه ستونزه داده چې دلته جګړه مار لوري د امريکا متحده ايالات + ناټو، د کابل حکومتوالو او وسلوالو بډيالو يا تالبانو د سولې غوښتنې سره همغږي شوي نه دي. کله يو لورى او کله دوه د سولې په خبرو کې پرته له دريمګړو چې پرېکړه وروکړي خبرې کوي، پردغه ډول خبرو ډېرى وخت دا شک کېداى شي چې سوله د نورو د سياسي او سټراتيژيکو موخو لپاره قرباني کېږي.

د متحده ايالاتو او تالبانو د سولې په اړه نيغې خبرې خورا مهمې ځکه دي چې دلته جګړه متحده ايالاتو پيل کړې او سوله هم دوى کولاى شي، د جګړې بل لورى د ارګ په مشرۍ د کابل حکومت دى چې د خپل واک او ځواک لپاره له هېڅ روا او ناروا څخه دريغ نه کوي د دوى سوله او جګړه هم د متحده ايالاتو په دريځ او د دوى واک کې پاته کېدو پورې تړلې، که دوى واک کې وي سوله ده او که نه جګړه ده.

رئيس جمهور غني او تالبانو ته مو مشوره ده چې غني بايد د کابل د ادارې د تېرو ١٨ کلونو تش په نوم لاسته راوړنې چې يو ناکاره، غيرعادل او له پساده ډک حکومت دى دوام سولې ته خنډ نه کړي او تالبان هم بايد د امارت له غوښتنې سره دومره مينه ونه کړي چې سولې ته خنډ شي، د هېواد سياسي چارو کې د تالبانو ګډون د دوى حق دى خو ملي بنسټونو او نظام کې سمون بايد د ټولو هېوادولو په خوښه وي او ناوړه تاريخ بايد تکرار نه شي.

همدارنګه په غني او تالبانو غږ کوو چې سوله هغه وخت راتلاى شي چې تاسې او متحده ايالات خپلې د سولې خبرې سره همغږې کړئ، په هېواد يا نړۍ کې د سولې خبرې داسې دريمګړو ته وسپارئ چې په جګړه کې ښکليو لوريو پورې تړلې نه وي، که نه تاريخ به دا ليکي چې تاسې سوله هم د جګړې لپاره کاروله.