https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو ته د نور رحمان لېوال نومليکنې وينا
بسم الله الرحمن الرحيم

محترمو د رسنيو ملګرو، استازو، قدرمنو هېوادوالو چې څوک مې غږ اورئ او څوک مې وينئ. السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

تر ټولو مخکې غواړم مسنونه طريقه وکاروم او تاسو ته خپل ځان لنډ دروپېژنم:
نور رحمان لېوال يم، د ١٣٩٣ ولسمشريزو ټاکنو ته هم نوماند وم، له همدې کمېسيون، په همدې تالار کې مو بيانيه ورکړې وه. څه وعدې مو کړې وې، خو له بدمرغه د ځينو ستونزو له امله چې په کمېسيون کې او د هغه وخت په حکومت کې وې، موږ ونه توانېدلو چې هغه وعدې مو چې تاسو سره کړې وې، پوره کړو.
دا دى پنځه کاله وروسته يوځل بيا د يو داسې نوماند په توګه تاسې ته راڅرګندېږم چې په افغانستان کې يوازنى دى، چې په خپل هوډ ولاړ دى، ستاسو لپاره کار کوي، پروګرامونه جوړوي، او زما پروګرامونه به د نورو نوماندانو نه ځانګړي وي، خاص به وي، او د نننۍ نړۍ په نويو تخنيکونو به ولاړ وي.

تر ټولو وړاندې غواړم چې خپلو هېوادوالو ته دا پيغام واوروم چې موږ او زما ملګري غواړو داسې افغانستان جوړ کړو چې په هغه کې ولس پياوړى شي، نه پياوړى حکومت، دلته ستونزه داده چې حکومتونه دومره پياوړي شوي، او له بدمرغه ځينې يې له بهر نه تپل شوي چې ولس يې تر ننه پورې له ډېرو کړاونو سره لاس او ګرېوان کړى. زموږ پروګرام به دا وي قدرمنه ولسه، که زموږ سره مو تګ وکړو او زه ډاډه يم چې تاسې به يې کوئ ان شاء الله، موږ به د ولس لپاره کار کوو، موږ د حکومت لپاره کار نه کوو.
زموږ لپاره د حکومت نېږدې پنځه لکه تر يو ميليون څوکۍ هېڅ اهميت نه لري، تاسې وليدل چې په روانه دوره کې د اوسني حکومت تقريبا ډېره انرژي په دغه له پنځو لکو نه تر يو ميليونه دولتي او حکومتي پوستونو کې ضايع کېږي. د افغانستان نېږدې پنځه څلوېښت ميليونه نفوس چې شاوخوا تردې به لا ډېر وي او له بدمرغه چې دا هم د حکومت ستونزه ده چې تراوسه د خپل ولس شمېر لا نه پېژني.

زمونږه تېر او ننني حکومتونو دا وړتيا هم نه درلوده چې خپل خلک وشمېري کنې دا خو پرېږده چې د دوى لپاره څه نوښت وکړي يا څه کار وکړي. ترننه پورې د خلکو بچي چې نوي پيدا کېږي د نننۍ نړۍ له کمپيوټرو او تخنيک سره دوى حتا هغه راجستر کولى نشي، او د شرم ځاى خو لا دادى چې ګوره سره له دې چې مونږ او تاسې په تېر حکومت کې دې الکټرونيکي تذکرو لپاره نېږدې په ميليونونو څه چې ميلياردونو افغانيو سيستم واخيسته، هغه سيستمونه هلته پراته دي خلک پراته دي خو خلکو ته په يوه ورقه باندې چې نېږدې څلور سوه، پنځه سوه کاله مخکې هغسې ورقه خلکو ته ورکول کېده زموږ ولس ته نن هم همغه ورقه ورکول کېږي وايي دا ستا پېژندپاڼه ده.

دا يې لا بله بې عدالتي، ددې پرځاى چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د نوي تخنيک، د نوې تکنالوژۍ څخه کار واخلي په هغه څلور سوه کلنو مخکو تذکرو باندې بيا بل زوړ سټيکر ولګاوه. دا ددې حکومت ترټولو ستره نا دوده ده له ټاکنو سره چې موږ يې په کلکو ټکو غندو.

دلته تر ټولو ستره ستونزه د بې عدالتۍ ده، د ټولو ستونزو مور بې عدالتي ده، دلته ځينې واړه واړه پرمختګونه شوي دي، خو د بې عدالتۍ عوج دى، که هغه په حکومت کې دى که هغه له حکومته ديباندې دى. په لکونو هېوادوال شهيدانېږي، ټپيان کېږي، له ستونزو، له بې وزلۍ سره مخ کېږي هېڅ څوک په دې حکومت کې داسې نه وو چې هغه ته وګوري او د هغو غږ واوري، بلکې دا هڅه شوې ده، چا چې دلته جګړه پيل کړې ده هغوى وايي چې موږ جګړه په شپږو مياشتو کې ختموو، خو څوک چې د واک او د قدرت وږي دي هغه وايي موږ پنځه کاله نور د جګړې د اوږدولو لپاره پروګرام لرو. موږ د افغانانو لپاره، د افغانانو په خوښه سوله غواړو، پرمختګ غواړو او سوکاله ژوند غواړو.

که زه د اوسني حکومت يا له دې نه مخکېنيو حکومتونو په ناخوالو باندې بحث کوم، دا به ډېر وخت واخلي او تاسو ټولو ته پته ده ځکه چې تاسې ټول کړېدلي يئ، زما يقين دى چې په دغو ملګرو کې دا دلته چې څوک دي او ما چې څوک اوري، هرومرو د دغو حکومتونو نه په يو نه يو ډول زيانمن شوي دي. او د هغې وجه يوازېنۍ يوه ده چې بې مسوليتي ده. موږ د خپل مسوليت احساس نه دى کړې.

په سياست کې زموږ ترټولو غټه ستونزه داده چې موږ پرديو فلسفو او پرديو تګلارو کې ورک يو، خپل ارزښتونه مو پريښي دي، خپلو ارزښتونو باندې پښې کېږدو د ځينو وړو وړو ګټو لپاره، زما له ټولو خپلو سياستوالو څخه هيله ده چې خپلو ارزښتونو ته پام وکړئ، خپل ولس سره لاړ شئ، زموږ ډېر پتمن ولس دى، دغه تړاکونه چې په دې ولس باندې د هر زبرځواکي لخوا راغلي دي، که بل هر ولس وى، نن به د نړۍ په مخ نه وو، زه خپل ولس ته سلام کوم ســــلام.

ډېره مننه کوم د ګران وياړ صېب نه چې زموږ د ډلې، ټيم يا ملګرو نوم يې واخيست، زموږ نوم دى د مسوليت او عدالت ډله يا ملګري، وياړم پر دوى باندې.

رابه شم ځينو هغه ناخوالو ته چې زموږ په حکومت کې به ورته لومړيتوب ورکول کېږي، ځينو هغه پرمختګونو ته چې زموږ حکومت به ورته لومړيتوب ورکوي. بيا هم ټينګار کوم چې زموږه په حکومت کې هر پروګرام به د ولس سره په مشوره کېږي په خوښه به کېږي. موږ ولس ته، اې د افغانستان قدرمن ولسه موږ تاسو ته غوږ نيسو، موږ ته ووايئ موږ چې هر څه کوو تاسو سره يې په مشوره کوو.
زموږ لومړنى پروګرام به د سولې راتګ وي.

زه اورم چې ځينې ملګري وايي چې خبرې زموږ اوږدېږي، تاسو ټولو نه مننه کوم الله تعالى مو ژوندي لره سرلوړى دې وي افغانستان.