https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
هېواد کې د ناخوالو سرچينه ځانغوښتنې، پرديپالنې، بېعدالتي او توپيريز چلندونه دي
دا منم چې اشرف غني د ګډحکومت نيم مشر دى، خو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته موږ دواړو د يو افغان په توګه نومليکنه کوله، لاندې عکسونو کې ګورئ چې په تالار کې د دوى مخ ته د کمېسيون دريځ او موږ څخه د سپکاوي په موخه د رسنيو د مايکونو انتن جوړول د کمېسيون د غړو ښکاره توپيريز چلند د غندلو وړ دى. ترهغو چې داسې ناوړه چلندونه وي په هېواد کې سوله، درناوى او پرمختګ نشي راتلاى. د کمېسيون پلاوي سره مو سپينې خبرې درلودې چې ناوړه تاريخ بايد تکرار نشي، دوى بايد خپله خپلواکي وساتي او که حکومت له دوى څخه غير قانوني غوښتنې ولري هيله ده خپل ملي مسوليت ادا، او له دندې لاس په سر شي، دوى ته مو يوځل بيا ډاډ ورکړ چې موږ د رڼو ټاکنو لپاره تخنيکي مرستو ته چمتو يو ترڅو کمېسيون د بهرنيو او حکومت د لاس وهنو څخه مخنيوى وکړي.