د شانګهای د همکاريو سازمان په سرمشريزه غونډه کې چې د چين په شينګډاو ښار کې جوړه شوې وه، غړو هېواد د افغانستان ستونزمن حالت څخه ډول ډول انديښنې څرګندې کړي چې د افغانستان د ګډحکومت لپاره بايد ننګ وي. که څه هم حکومت د غونډې پايله داسې انګازه کړه 'سرمشريزه غونډه کې د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره دافغانستان د سولې پروسې او اوربند ملاتړ وکړ'. همدارنګه په غونډه کې جمهوررئيس له پاکستان سره د هغه ناوړه 'د سولې او پيوستون سند' لاسليکولو يادونه وکړه چې موږ يې د ملت سره درغلي بولو. پدغه غونډه کې يې يادونه دپلوماتيکه تېروتنه ځکه بولو چې په تړون کې د پاکستان ګټې خوندي شوي. د تړون لمخې د کابل حکومت دا منلې چې د پاکستان د تېريو په هکله به چپه خوله وي او هېڅ ډول عام شکايت به نه کوي، پداسې وخت کې چې پاکستان د افغانستان په ټولو چارو کې د څرګندو لاسوهنو او تېريو ترشا دى خو د کابل حکومت د خپل ارګ پخوله کې د چاودنو پوښتنه هم نشي کولاى. په غونډه کې د حکومت دا يادونه چې د ولسي جرګې او هغو پسې د جمهوري رياست ټاکنو ته ژمن دی ستايو خو په وينا کې د رڼو، عادلانه او کره ټاکنو يادونه په بشپړ ډول له پامه غورځول شوې. موږ د غونډې پر برخوالو او حکومت غږ کوو چې پروخت سره موږ رڼې، عادلانه او کره ټاکنې غواړو. د حکومت او ټاکنوکميسيون پر اوسنيو تګلارو موږ او ملت نيوکې او انديښنې لرو، بايد له کره او نويو لارو د ټاکنو لپاره کار واخيستل شي او که نه موږ ته د منلو وړ ندي. د افغانستان د پلاوي دا کمزورتيا چې په ملي ژبه خبرې کول له پامه غورځوي او په يوه داسې غونډه کې پر هغه ژبه خبرې کوي چې د غونډې بنسټ د هغې ټولنې پر بډ راڅرخي. دا افغانستان د سيالانو په سيالۍ کې پاتې څرګندوي هغه هم پداسې وخت کې چې د ګاونډيو او سيالو هېوادونو مشران په خپلو ملي ژبو خبري کوي زموږ لپاره شرم دى.