https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
نور رحمان لېوال ١٤٠٠ کال هېواد کې د مورينګه ونې دودولو کال ونوماوه

نور رحمان لېوال ١٤٠٠ کال، هېواد کې د مورينګه ونې دودولو کال ونوماوه #moringa

تړونى کاپي کاپي شو
مورينګه ونې لرګي، پاڼې، دانې او ريښې خوراک او درملو کې کارېږي، سوپر او معجزوي خوړو کې راځي. ښاغلى لېوال ووي ما خپلې لومړۍ قلمې٢٠ ورځې مخکې کېنولې له ٣ قلمو څخه يو شنه شوه خوشاله يم چې د نوي کال په لومړۍ ورځ يې درسره شريکوم. همدارنګه ١٤٠٠کال مو هېواد کې د مورينګه ونې دودولو کال وټاکه.

د نوى کال ډالۍ په ډول مو د نور رحمان لېوال بنسټ لخوا، د لېوال شرکت په پانګونه د مورينګه لارښود خپور چې د لېوال بنسټ ويبځاى کې يې لوستلاى شئ. مورينګه اورګانيک تخم ترلاسه کولو او ويشلو هڅه کې يو، هيله ده دا خبر درسره شريک او د نوي کال په خوشاليو کې د مورينګه ونې له ګټو نور خبر کړئ. مورينګه په اړه لا ډېرو مالوماتو لپاره د نور رحمان لېوال بنسټ ويبځاى کې د مورينګه ځانګړې برخه وګورئ.

له ټولو مو هيله ده چې د مورينګه ونې دودولو په ډول واړه نوښتونه چې هېواد کې د بېوزلۍ لمنځه وړلو او روغتيا رامنځته کولو کې به ستره مرسته وکړي، له نړۍ څخه راوړلو په لټه کې شئ. لېوال بنسټ ددغو نوښتونو، راوړلو او عام کولو کې تاسې سره همکارى ته چمتو دى.

هيله ده ١٤٠٠ کال د سولې او سوکالۍ کال شي

نور رحمان لېوال بنسټ
١ ورى ١٤٠٠
#moringa
پيسبک General Manager
ټويټر General Manager
لينکډېن General Manager
پليکر General Manager
سکايپ General Manager
ويبځاى General Manager
انسټاګرام General Manager
واټساپ
ګرځنده يا موبايل
برېښناليک