https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ سولې هوکړه او د حکومت او متحده ايالاتو د سولې لپاره هوکړې ترټولو سترې لاسته راوړنې ګڼو او ټول ملت ته يې مبارکي وايو، د هوکړو ته خنډ کېدل د هېڅ افغان په ګټه ندي، نور رحمان لېوال
د سولې هوکړې لاسليک د لوى څښتن بختور کړي، مناسبې غوښتنې او د هر لوري د وس سره سمې چارې ورکې ځاى پرځاى شوي، له طالبانو غوښتل شوى چې د متحده ايالاتو او د هغوى د ملګرو پر بډ يا خلاف به جګړه نه کوي، د هغوى له دښمنانو سره به ملګرتيا نه کوي او له خپلو هېوادوالو سره به په ګډه حکومت جوړوي، دا چاره د طالب پر وس پوره ده.

متحده ايالاتو ژمنه ښودلې چې له افغانستانه به خپل او د ملګرو پوځونه وباسي، د افغانستان په سياسي او کورنيو چارو کې به نور لاسوهنه نه کوي او د ملګروملتو د امنيت په شورا به هم مني چې په افغانستان کې سوله راشي، امريکا دا کولاى شي.

همدارنګه ورته هوکړه کې ارګ سره ژمنه ښودل شوې چې متحده ايالات به ورسره تلپاتې مرستې کوي او افغان ځواکونو سره به د ولسواکۍ د پياوړتيا لپاره تلپاتې همکاري کوي، خو ارګ به د ټولو افغانانو په خوښه د سوليزو خبرو اترو له لارې ولسواکه حکومت رامنځته کوي، له بدمرغه، پورتني هرڅه چې د ټولو افغانانو په ګټه دي، ارګ ورڅخه ناسم پوهاوى اخيستى، ځکه يې د هوکړې، ناندريز او ګواښمن شرت/شرط ته ګوتڅنډنه وکړه چې د طالب ترنامه لاندې ٥٠٠٠ يرغمل شوى افغانان چې ډېرى به اوس هم له امريکايانو سره د هغوى په ځانکړو زندانون کې بنديان وي دوى نه خوشي کوي، خو متحده ايالاتو يې د خوشې کولو ژمنه ښودلې. د يادونې وړ دى چې د طالب ترنامه لاندې حکومت سره تر ١٥٠٠٠٠ ډېر بنديان دي چې بهرنيان هم ورکې شته.

دا خورا مهمه ده چې ولس دغه ٥٠٠٠ مجبور افغانان چې د سياسي او جنګيالي طالب ترنامه لاندې امريکا او حکومت سره بنديان دي خبرشي او ١٠٠٠ نور خواران د سرتېري او حکومتي مامور ترنامه لاندې طالب سره بنديان دي ورسره د حکومت په خواخوږۍ پوهه شي. د دوى نه خوشې کول او له دغو سياسي او اقتصادي مجبورو څخه تخنيکي، امنيتي او جينايي مجرين جوړول د ارګ لپاره ساده خو په حقيقت کې د ځان او ولس سره نادوده او د جګړې جاري ساتلو په مانا دى. د دوى خوشي کول ٥٠٠٠ جنګيالي نه ډيروي بلکې ٤٢٠٠٠ نېغ او لکونه نور په لاندې دلايلو له جګړې راګرځوي:

١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو کې د سولې او پرمختګ لپاره د لېوال ١٠ سترو کړنلارو څخه، شپږمه يې امنيت راوستل وو چې عمومي بښنه اعلانول، د اغواګرو پرځاى محاکمه کول او په غلو له سختو چارو ترسره کولو سره بند تېرولو، کړنې يې درلودې. د عمومي بښنې لاندې ټول بنديان بښل وو چې د ټاکنو په موده کې خبرسازه شوه. د بنديانو پرېښودلو په اړه موږ کلونه څېړنه کړې وه چې امنيت راوستلو کې مرسته کوي او ډېرول يې په ناامنۍ کې لوى لاس ځکه لري چې د هېواد شته عدلي سيستم د پسات/فساد، سياسي، قومي، ژبنيو، سيميزو او نور ډول ډول کورنيو او بهرنيو غچ اخيستلو انګيزو لاندې دى.

همدارنګه، د کورنيو او بهرنيو جنګسالارانو اغيزو او د هغوى د موخو لپاره خلک ځورول، رټل او يرغمل شوي چې له امله يې جرم کس يا فرد پورې محدود نه دى پاته شوى، بلکې د مجرم کورنۍ، خپلوان، انډيولان حتا خيل او قوم پورې هم په لوى لاس تړل شوى. هغه کسان چې ترشايې جرمي کړۍ وې هغه په لومړينو شيبو کې د سياست، جګړې او پيسو لپاره معامله شوي، که ترهغه اوښتي نو په عدلي سيستم کې په بډو او رشوت ورکولو يې کېداى شي بېګنا بديل په زندان کې شپې ورځې تېروي. سيستم کې د پورتنيو بېعدالتيو له امله ډېرۍ کسان په بند کې پاته دي چې د هريو ترشا يې کورنۍ، خپلوان او ان قوميان لا ځورول کېږي او دولت سره مخالفت ته هڅول کېږي.

هغوى چې په هېواد کې جګړه او بېعدالتيو کې خپل واک او ځواک ويني نو کله هم نه غواړي چې دغه شپږ زره بنديان خوشي کړي او پر بېځايه ډنډورو ولس تېرباسي چې دوى به بيا وسله واخلي، لومړى خو دا چې که دوى بيا وسله اخلي، څرګندوي چې په زندانونو کې عدالت، روزنه او بيارغاونه نشته. دويم لکه څنګه مو چې مخکې وويل دلته جرم کس محوره (فردي) نه دى نو که يوازې د بنديانو کورنيو غړي وشمېرو، شاوخوا ٤٢٠٠٠ کسان ددغو بنديانو له امله سره جنګېږي يا د جګړې د يو لوري ملاتړ کوي. که پردغه شمېره خپلوان، ملګري او قوميان وراچول شي نو په لکونو خلک ددغو بنديانو ترشا جنګېږي زموږ لپاره دغه جګړه بندول لومړيتوب وو او دي.

بله خورا مهمه دا چې د ٥٠٠٠ طالبانو په بدل کې١٠٠٠ سرتېرى او دولتي مامورين هم پرېښودل کېږي که ارګ سره د خپلو سرتېرو او مامورينو غم واى نو١٠٠٠ خو پرځاى پرېږده د ١٠٠ سرتېرو خوشې کولو لپاره به يې هم پنځه زره طالبانو خوشې کولو ته غاړه ايښې وه. خو مهمه داده چې د تړون په ترسره کولو متحده ايالات ژمن ښکاري، د تړون لپاره يې ځانکړې ويبپاڼه چې عکسونه، لاسليک او نالاسليک تړون له طالبانو او حکومت سره کړي په انګريزي ژبه خپاره کړي دلته يې وګورئ. د تړون پښتو او دري لاسليک او نالاسليک متونونه موږ له کومې کره سرچينې څخه پيدا نه کړل.

همدارنګه متحده ايالاتو څرګنده کړه چې د سولې تړون پټې برخې هم لري؟! د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له ان.سي.بي ټلويزيون سره په خپلو خبرو کې اشاره کړې او ويلي يې دي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ شوى تړون سره دوه پټ ملونه دي چې د هغوی څرګندول د امريکايي ځواکونو امنيت له ګواښ سره مخ کوي نو ځکه هغه پټ ساتل شوي.

ددغو پټو ملونو په اړه نن اسيا ليکي: ويل کېږي چې په يادو ملونو کې په افغانستان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د شمېر، د هغوي ځايونه، د بيرته ايستلو څرنګوالی او مهالويش، پرهغو باندې د بيرته ايستلو پر مهال د طالبانو له لوري د تهاجمي بريدونو توقف، بالمقابل په ټول افغانستان کې د امريکايي بمبارونو توقف، د ډرون او شپنيو عملياتو نه کول او نور شامل دي چې دا ټول په مجموع کې په هيواد کې د اشغال پايته رسولو او جګړې د خاتمې لپاره لارې هواروي.

موږ په ټولو افغانانو غږ کوو چې نړيوالې بيالوژيکي ستونزو سره مخ دى، د کورونا وايرس اغيز ګورئ، نور جګړو لپاره د توپ، ټانګ، الوتکې او پوځوونو اړتيا کمه ليدل کېږي، هېڅوک ستاسې ملګرتيا نشي کولاى، ځانغوښتنو، ځواک او واک څخه تېر شئ، ټول ملت د يو وايرس د مخنيوي توان څه چې د پېژندلو لپاره وړتيا هم نلري. نړيوال نور تيار نه دي چې خپل بچې ستاسې لپاره ووژني، متحده ايالاتو خپل کار وکړ، د خپل بېځايه شتون پاى يې ومانه. ارګ هم خپل دريځ څرګند کړ چې په هر قميت واک ټينګول غواړي. ولس او پاتې افغانانو ته پکار ده چې خپلمنځي زغم څخه کار واخلو او سولې لپاره تابيا ونيسو په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ازمېښت وخت يوځل بيا راغى چې د تېرو څلورو لسيزو د ناخوالو برخه نه وو، راپاڅئ او د هېواد د چارو لپاره ملګري ښئ د ښکيلو ترمنځ منځګړي وکړي ترڅو ټول وژغول شو.

نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند