https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په غوښتنه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د ولسمشرۍ خپلواک نوماند نور رحمان لېوال درې کليدي پوښتنې او د کميسيون له غونډې سره پريکون
١-تاسې د کمېسيون کمشنرانو، تخنيکي او اداري غړو، موږ د ولسمشرۍ نوماندانو ته بيابيا ويل چې کمېسيون د ټاکنو ترسره کولو تخنيکي او اداري وړتيا يا ظرفيت نلري، ورسره په کمېسيون او مرستندويه ادارو کې ځينې پخواني تخنيکي کارکوونکي چې تېرې ټاکنې يې کړکېچنې کړې وې تاسې له دندو ګوښه نه کړاى شول، د ټول هېواد په کچه مو د کمېسيون د کارکوونکو کمبوتات درلودل، پرته له واکمنو ډلو نورو ټولو نوماندانو کمېسيون ته وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډېدلو پرځاى دا غوره ده چې ټاکنې وځنډوئ او سيستم په بېلګيز ډول وړاندې کړئ، خو ٦ د تلې ته دوه اونۍ په پاتې کېدو داسې څه معجزه وشوه چې تاسې ټاکنو ته تيار شو‌ئ؟ موږ کمېسيون ته د وړيا سيسټم درکولو وړانديزونه وکړل، خو تاسې د واکمنو ډلو په خوښه د ملياردونو ملي بوديجې په ضايع کولو له بهرنيانو بايوميټريک سيسټم واخيست، نېږدې ٢ ميليونه رايې چې د ډرمالاګ کمپنۍ د ادعا لمخې ټيکنالوژي يې په يوه ثانيه کې ٣.٦ مليارده بايوميټريکي رايې شمېري، نو ٢ ميليونه رايې شمېرل يوازې ١٩ دقيقې وخت غواړي (2e6x2e6/3.6e9/60=19)، خو کمېسيون دادى نېږدې ٣ مياشتو کې هغه رايې ونشمېرلې، ولې؟ بل هغه نېږدې يو ميليون رايې چې تاسې رد يا باطلې کړلې هغه د کوم نوماند لپاره اچول شوې وې؟ ولې تاسې په دغو درغليو پټه خوله ياست؟

٢-ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر غني د تېرو ټاکنو په ترڅ کې په غيرقانوني ډول د يو سياسي جوړجاړي له مخې شريک حکومت جوړکړ چې په پايله کې يې په لکونو افغانان شهيدان او ميليونونه نور له ډول ډول ناخوالو سره مخ شول! د قانون له مخې هرهغه څوک چې دولتي دنده ولري او استعفا ورنکړي ولسمشرۍ ته نشي نوماند کېداى، تاسې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ډاکټر عبدالله عبدالله په غيرقانوني نوماندۍ ولې غلي ياست؟

٣- د هېواد په دې ټيټ اقتصادي حالت کې تاسې کمېسيون د کمپاين د لګښت لپاره حد ٤٥٠ ميليونه افغانيو ته اوچت کړ، خو ډاکټر غني شاوخوا ٢ مليارده له ملي بوديجې د افغان ولس حق چې شاوخوا ٦٠٪ يې له بېوزلۍ سره مخ او ٣ وخته وچه ډوډۍ نلري په خپل کمپاين کې مصرف کړ، تاسې ولې پردې غلي ياست؟ د ١٣٩٣ ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين بوديجې لګولو بريد شاوخوا ١٠ ميليونه افغانۍ ټاکل شوى وو، تاسې ولې او د چا په مشوره د کمپاين لګښت بريد ٤٥٠ ميليونه افغانيو ته اوچت کړ؟

نورې ډېرې نادودې پرځاى پرېږدو ستاسې د غوښتنې پر بنسټ پورتنۍ درې کليدي پوښتنې درلېږو چې د ملي خيانت تر برېده په کې قوانين ترپښولاندې شوي او دا څرګندوي چې تاسې د حکومت تر اغېز لاندې ياست او خپلواکي نلرى چې عدالت وکړئ، دا توان هم نه لرى چې په کمېسيون کې د ناخوالو له امله استعفا ورکړئ، تاسې موږ ته وواياست چې هغه کوم شرعي، اخلاقي، افغاني، انساني او قانوني ارزښت دى چې له مخې يې موږ ستاسې تر مديريت لاندې د ناوړه او انجينري شوي ټاکنو پايلې ومنو او ولې؟

د کميسيون سمبوليک شتون او غونډې پرته لدې چې بې عدالتيو او غيرقانوني مصلحت ته لارې پرانځي نور څه نه دي، نو ځکه ستاسې له غونډو سره پريکون کوو او د ١٣٩٨ ولسمشرۍ نوماندانو د جرګې/شورا له دريځ سره همغږي يو چې کميسيون نابريالى، ټاکنې ولس رټلې او له درغليو ډکې بولو چې په پايله کې ستاسې هره پريکړه په پورتنيو دلايلو غيرقانوني ګڼو، ټولو ته څرګنده ده چې کميسيون د وصولو او قوانينو پرځاى پر مصلحت روان دى نو مصلحت کې بايد ټول ګډون ولري.

په درناوي

نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند

يادونه:
د ټاکنو کميسيون د يوينۍيکشنبې د 1398-09-17 ننداريزه يا نمايشي غوڼډه کې، زموږ پوښتنو ته ځواب نه درلود، ځکه يې زموږ د پوښتنو يادونه ونکړه چې ٢ ورځې مخکې ورلېږل شوي وي.

کميسيون هڅه کوي چې د بهرنيو سفيرانو په شتون د کميسيون په ناوړه چارو د ولس باور ترلاسه کړي، خو دوى نه پوهېږي چې افغان ولس خپله خپلواکي تر هرڅه لوړه ګڼي! د ولسمشرۍ د هغو نوماندانو ډلې چې د بهرنيوله شتون څخه د افغانانو ګټور دى په ننۍ غونډه کې شتون درلود.