https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
غني زما له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه بله غلا وکړه
غني زما له پروګرامونو او لاسته راوړنو څخه بله غلا وکړه
د ولسمشرۍ ټاکنو له پيل څخه دا زما غوښتنه وه چې د ټاکنو ټوله بوديجه بايد له ملي بوديجې ورکړل شي.
په ١٥، چنګاښ، ١٣٩٨ (٦ جولاى ٢٠١٩) د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ته تر بيا بيا ويلو وروسته په يوه ستره ليکنه کې تر لاندې سرليک:
"افغانستان کې د نابرياليو او لانجمنو ټاکنو ترشا د ملګروملتو د ادارو او ځينو بهرنيو سفارتونو موازي پاچاهۍ دي The parallel kingdoms of the United Nations Agencies and some foreign missions are behind the failures and disputed election in Afghanistan"
کې سپارښتنه وکړه او هغوى اړ شول چې ټاکنو لپاره بوديجه د غني له فساده ډک حکومت ته ورنکړي. په ٢٤، چنګاښ، ١٣٩٨ غني مجبور شو چې له ملي بوديجې يې ورکړي، نن غني زما لاسته راوړنه خپل لاسته راوړنه ګڼي او وايي "وياړم چې ټاکنې مو په خپل لګښت وکړې، نه د نړۍ په پيسو".
په دې سپارښتنه کې مو د بوديجې په هکله داسې وړانديز او غوښتنه کړې وه:
"3-بوديجه او مسوليت هغو ته سپارل چې په پاى کې مسول او حسابورکوونکي وي: موږ د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ته سپارښتنه کوو چې بايد د بېمسوليتيو د مخنيوي لپاره د ټاکنو د داسې بهېر ملاتړ وکړي چې لارښوونه او څښتنولي يې د افغانانو وي ترڅو يو لورى د مسوليت او حساب ورکولو لپاره ولرو، که داسې نشئ کولائ، غوره به وي خپل ملاتړ بند کړئ، ترڅو افغانستان د ټاکنو لپاره خپلي سرچينې پيدا کړي. په اوسنې حالت کې چې د ټاکنو بهېر د ملګروملتو تر واک لاندې دى، د دوى د کارکوونکو خونديتوب يا مصونيت او په ځانګړي ډول د ملګروملتو د ټاکنو د ملاتړ پروژه او نور اړوند لوري چې په پسات، خېښپالنه او بيوروکراسي کې ډوب دي، د ټاکنو ساده بهېر په اسانۍ سره ډېر پيچلې، بې مسؤليته او له پساته ډکوي، ځکه چې د دوى له منځه څوک مسؤل، حساب ورکوونکي او د افغانستان د قانون لاندې نشي مجازات کېداى."
کله چې ما دغه ليکنه د افغانستان د ټاکنو ملاتړ ګروپ ټولو اړند نړيوالو ادارو، هېوادونو او د هغوى اړوندو مشرانو ته واستوله هغوى د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته بوديجه ورکول بند کړل.
دا چې د پخوا په پرتله مو يو څه سوليزې ټاکنې درلودې يو لامل يې د بهرنيو د بوديجې بندېدو له امله د هغوى لاس لانډېدل وو.
بشپړه ليکنه په انګرېزي او يوه برخه يې په پښتو دلته لوستلى شئ.

ما پخوا ويلي، چې لا به زموږ په لارو ځي لا به يې موږ ته پرېږدي.