https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د ولسمشرۍ ټاکنيز کمپاين پاى مبارک، نوررحمان لېوال ته رايه سولې، پرمختګ او ځانبسياينې ته رايه (ټاکنيزه نښه الوتکه يا طياره او ټاکنيزه شمېره ٦)
سلامونه قدرمنو ملاتړو!
دا دى نن څلورنۍ(چهارشنبه) د شپې ١٢ بجې د تلې(ميزان) په ٣، چې د سپټمبر له ٢٥ سره سمون خوري د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاين وخت پاى ته ورسېد. وياړم چې تاسې قدرمنو ملاتړو له خپلو دېرو، حجرو، کورونو، دوکانونو او مېلمستونونو څخه کمپاين وکړ، تاسې ته هېواد کې د خپلواک سياست د بنسټګرو په وياړ ګټلو مبارکي وايم، نړۍ نړۍ مننه له سپېڅلو هلوځلو، وياړ مو ياست، تاريخ به ستاسې هڅې په زرينو کرښو ليکي.
ډېرى نوماندان د هېواد شته ستونزو لکه ناوړه حکومتولي، بې عدالتي، موازي حکومتونه، جګړې/پردۍ لاسوهنې، پسات(فساد)، بېوزلي او بيا بيا وچکاليو د له منځه وړلو او د هېواد د پرمختګ لپاره پروګرامونه نه لري، خو ښارونه او کوڅې يې په عکسونو ولړلې، سوداګريزو خبرتياوو يې رسنۍ په غوغا کړې، دفترونو يې رشوتي دسترخانونه وغوړول، د غونډو ګډونوال او څارونکي يې له ٥٠٠ تر ١٥٠٠٠ افغانيو وګمارل چې ډېر په کمپايني غوڼدو کې ووژل شول، همدارنګه رايې په پيسو اخلي. د دوى دغو ناوړه او ناروا کړنو سپېڅلي وګړي رشوت خوړلو ته مجبور کړي! د ملت ژغورنې او پرمختګ لپاره مو پنځه ځله د غورينې(مناظرې) لپاره ښاغلى غني او ښاغلى عبدالله وننګاول(چېلنج کړل)، خو دوى چمتو نشول! تر ټولو بده لا دا چې د شمشاد ټلوېزيون وياند ښاغلي ميرويس ستانکزي په مرکه کې راته ويل "غني له نوماندانو سره غورينې ته ځکه نه چمتو کېږي چې سيال يې نه ګڼي"، وايي د دروغجن يادښت کمزورى وي، د غني چيغه وه چې "هېڅ افغان له بل نه کم نه دی"، نو نن څنګه يو داسې نابغه افغان چې غني يې ٢٥٪ سلنه مهارتونه نلري او له ده سره قانوني د ولسمشرۍ سيال دى ولې نه مخامخ کېږي؟
له کومې ورځې چې غني واک ته رسېدلى، د افغانانو او افغانستان په سر يې له دښمنانو سره هر ډول سودا کړې چې په ترڅ کې يې په لکونو هېوادوال شهيدان شوي او په ميليونونو نور زيانمن شوي، په ډيورنډ ناولې کرښه "د غني اغزن تار" وغځول شو، نظام لا هم په پسات کې سرکښ دى، د حقوق پوهانو ټولنې د څېړنو لمخې د اساسي قانون له ١٦٢ مادو څخه يې ٩٤ مادې تر پښو لاندې کړي، د هېوادوالو اقتصادي حالت ډېر زيات خراب دى چې شاوخوا ٦٥٪ د لوږې تر کرښې لاندې ژوند ته اړ کړل شوي.

د هېواد اقتصادي حالت دومره خراب دى چې کېداى شي اوس هم په پټه د غني د کمپاين، انډيوالپالنې او خېښپالنې له امله په ميلياردونو پوروړى وي. د ١٣٩٣ ټاکنو پر مهال مو خپلو ملاتړو او مينوالو ته ويل، چې غني د "کاروبار په دوران" نه پوهېږي او د هېواد اقتصاد به سخت خراب کړي، چې نن يې ټول په ځان ويني او مني. دا خبره مو د غني د هغو کړووړو د ارزونو پربنسټ کوله چې کله دى د کرزي په حکومت کې سلاکار، د پوهنتون رئيس او د ماليې وزير وو. کله چې غني د ماليې وزير وو د هغه تره ښاغلي کوچي په لاس مو وړانديز ورولېږه، "د نړيوالو مرستو په شتون کې، که هېواد ته په خامو توکو راوړلو له ٥ تر١٠ کاله ماليه اخيستل بند شي او په پخو توکو له ١٠٠٪ تر ١٠٠٠٪ ماليه واخيستل شي نو پنځه کاله کې به هېواد پخپلو پښو ودرېږي". د غني ځواب وو" چې د بازار عرضه او تقاضا به څنګه پوره کېږي؟ زه پوه شوم چې په صنعت او اقتصاد نه پوهېږي.
اوس ټول يو ځل بيا خبروم، که دا ځل بيا په درغليو غني واک ته ورسېد، دى به له نړيوالو اقتصادي ادارو زښت ډېر پورونه وکړي او د دغو پورنو ٩٠٪ به د پسات ښکار شي، چې راتلونکي کې به هر افغان بچى ان د مور په خېټه کې د نړيوالو اقتصادي ادارو پوروړى وي.
تر ټولو نادوده دا چې غني هيڅ ډول اصولو ته ژمن ندى او د لېونتوب تر کچې د واک حرص لري، بډې او رشوت ورکول يې تر ټولو ستره وړتيا ده، تېرو څو مياشتو کې يې رشوت په خوله څو دولتي مامورين په کاري وخت کې زما دفتر ته رالېږلي "چې هرڅه غواړې غني يې درکوي"، خو له نوماندۍ تېر شه. زه په خداى پاک، تاسې او ځان باور لرم، په پاک نيت او اخلاص سره د ولسمشرۍ سيالۍ ته راوتلى يم او تر پايه به ستاسې لپاره ولاړ يم، دا په وياړ سره وايم چې نه د پرديپالنې برخه وم، نه د جګړو، نه د پسات، نه د هېواد ړنګولو او نه هم د هېوادوالو د ځورولو، تل مې د ولس د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره هلېځلې کړي، اسانتياوې او پيداور مې رامنځته کړي چې د ډېرو په اند ناشوني ول، همدارنګه زما لپاره دا نوې خبره نه ده چې زما د ولسمشرۍ پروګرامونه ځينې ناپوهه ناشوني او خيالي بولي!
راځئ دا ځل د تپلشوي او ناوړه سياست پرځاى خپلواک سياست سره ملت او هېواد وژغورو، زه ستاسې د چوپړ لپاره ولاړ يم او پروګرامونه مې د سولې، پرمختګ او ځانبسياينې لپاره دي، همدا ښه واره يا موقع ده چې پاک څښتن تعالى پر موږ او تاسې لورولې او بايد ګټه ترې پورته کړو، ماته رايه راکړئ چې سوله وکړو، پردۍ جګړې بندې کړو، ٦٠ ورځو کې دوه ميليونه دندې رامنځته کړو، پر ټکنالوژۍ پسات له منځه يوسو او د شته حکومتولۍ ٣٠٪ وړتيا ٨٠٪ ته لوړه کړو. زما ټاکنيزه نښه الوتکه يا طياره ده او ټاکنيزه شمېره ٦ ده.

سرلوړي، خپلواک، ښاد او اباد اوسئ.

په درنښت
نور رحمان لېوال
١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند
www.noorrahmanliwal.com
liwal@nrliwal.com
0786254925