بسم الله الرحمن الرحىم
سرىزه
الحمد لله وحده والصلاة والسلام على من لا نبى بعده!
افغانستان له تىرو څه باندې څلورو لسىزو، په ىوې داسې نا انډوله او تپل شوې جگړې کې ښکىل دى چې د ټولنې او نظام، ملي، کلتوري او ان دىني بنسټونو ته ىې نه جبرانىدونکي زىانونه رسىدلي.
تر ځان سترو طاقتونو سرہ جگړې او پرله پسې مھاجرتونو پردىو ته د ناوړہ او نامشروع گټې اخىستنې فرصتونه په لاس ورکړل؛ ھمدا لامل دى چې که اوس څوک د ىوہ رښتىني خپلواک افغاني نظام او ىا ملي بنسټونو د بىا رغاونې ھڅې کوي، مخه ىې ډب کىږي!
د لوى احمد شاہ بابا تر وفات ورسته د ھند لوىې وچې ته د انگرىز استعمار راتگ او پر مرکزي اسىا د اتحاد جماهىر شوروي ولکه، افغانستان د دوہ سترو طاقتونو په منځ کې گىر کړ! له ھماغه وخته تر ننه پورې د افغانانو ټولو جگړو دفاعي شکل درلود! افغانانو د ىوہ آزاد او خپلواک ملت په حىث ىواځې د ىرغل د مخنىوي ھڅه کړې او د بل ھىڅ ھىواد پر حرىم نه دى بلوسىدلى!
دې جگړو ډىرې ناخوالې وزىږولې چې ځىنو ىې آن د افغانستان تولنىز جوړښت له لوى ازماىښت سره مخ کړ، د بىلگې په توگه دافغان کلمه چې له څو پىړىو راھىسې د افغانانو تر منځ ىوہ متفق علىھا کلمه او د مىشتو ملىتونو تر منځ د وحدت رمز دى، ھم د ځىنو مغرضو کړىو له خوا تر پوښتنې لاندې راوستل شوہ!
ھمدا راز، د افراط او تفرىط نښې تر بل هر وخت ډيرې تر سترګو کېږي؛ که ىې مخه ډب نه شي، ډىرې بدې پاىلې به ولري!
د ګاونډىانو نا مشروع ګټې د دې لامل شوي چې ھغوى مشخصې کړۍ په غىږ کې ونىسي، د ولس فقر، بى کارۍ دا ستونزې لا ډېري کړې. دغه او دىته ورته لاملونه د دې سبب کېږي چې که د افغانستان ستونزو ته د حل ىوه عملي او معقوله لار پىدا نه شي، نو خداى مکړہ د افغانستان موجودىت به د لا سترو ننگونو سرہ مخ شي!
نو له همدې امله د افغانستان د سولې او انسجام مشورتې بورډ خپل دىني او ملي مسوولىت ته په کتو د امريكا له لوري د وړاندې شوې طرحې او نورو طرحو له ارزونې وروسته غوره وبلله چې: د افغانستان د معضلې د حل لپاره ىوه نوي داسې طرحه وړاندې کړې:
چې د افغانستان ځمکنىز واقعىتونه، ملي حاکمىت، دىني ارزښتونه او افغاني عنعنوي دودونه په کې په نظر کې نىول شوي او د کارونو د اجراء د چټکتىا په هکله چټکې پرىکړو کولو وړتىا ولري او د حکومت اجرائىوي څانګه له سىاسي منازعاتو څخه لري ساتي او د باور فضاء رامنځ ته کوي.
اوهمدارنګه د اوربند د عملي کولو، نظامى قطعاتو اصلاح او ىو ځاى کولو په هکله د کمىسىنونو ټاکل او تګلاره ښودل شوې، هڅه شوې ترڅو د افغانستان د ولس تمثىل په سمه او معقوله توګه شوى وي.
دا طرحه په عمومي توګه د سولې د پرىکړو دتطبىق لپاره د ىو نوې حکومت دندې او تګلاره ټاکي؛ ترڅو وکولى شي د راتلونکې لپاره د افغانانو په خوښه ىو داسي نظام ته لار هواره کړې چې ټول افغانان خپل ځان په کې ووىنې او د عدالت تمه ترې ولري.
دا طرحه څلور برخې لرې چې هره برخه ىې بىا په څو اجزاوو وىشل شوې چې د سولې د تړون د لاسلىک څخه نىولې بىا د نوي اساسي قانون پر بناء نوي حکومت ته واک سپارلو پورې مرحلې رانغاړي.
په پاى کې د سولې او انسجام مشورتي بورډ، د الله پاک جل جلا له دربارته لاسونه لپه کوي چې دا طرحه د افغان ولس او هىواد په خىر تمامه کړي، او دا ناڅىز زىار ىې په خپل حضور کې قبول کړي.
وصلى الله علىه وآله وصحبه وسلم،،،،
د افغانستان د سولې تړون
لاندې تړون د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ارخونو ترمنځ دى چې څلور برخې لري.
لومړۍ برخه:
د راتلونکي اساسي قانون او راتلونکي دولت لپاره اصول او تګلاره ټاکل.
دوهمه برخه :
د سولې د ټرون پرىکړو د تطبىق لپاره د ځاى ناستي حکومت اساسي دندې د راتلونکي حکومت لپاره اساسي قانون ټاکل، امنىتي چارو ته رسىدنه د هىواد ورځىنۍ چارې پر مخ وړل .
درىمه برخه:
(۱) د اسلامي عالمانو عالي شورا
(۲) قضائيه قوه
(۳) د اساسى قانون تدوىن
(۴) لوىه جرګه
څلورمه برخه:
(۱) د اوربند د شراىطو تطبىق؛
(۲) د دواړو اړخونو نظامي قطعات - پوځ،امنىت ، پولىس – ىوځاى کول؛
(۳) د دواړو اړخونو ملکي ارګانونو انسجام.
لومړۍ برخه
د راتلونکي اساسي قانون او راتلونکي دولت لپاره اصول او تګلاره ټاکل
دواړه لوري پر لاندې اصولو باندې توافق کوي چې په راتلونکي کې د افغانستان د دولت د اساسي قانون لارښود وي
۱ - د اسلام مقدس دىن د افغانستان رسمي دىن او حنفي مذهب رسمي مذهب دى چې د دې لپاره به د علماوو اسلامي عالي شورا جوړىږي تر څو دولت ته لارښوونې، لازمې مشورې او فتواګانې ورکړي.
۲ – راتلونکى دولت به په دوحه کې د امرىکا د متحده اىالاتو او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ د شوي تړون بشپړ تطبىق ته؛
د افغانستان اسلامى امارت او د افغانستان د جمهورى دولت د مذاکراتي ټىمونو تر منځ پر توافق شويو- اصولو ته ژمن وي.
۳ – ټولو افغانانو ته په سوله اىز چاپىرىال کې د ژوند کولو شراىط برابرول، ترڅو افغانستان د ټولو قومونو، پرګنو، قبىلو لپاره ګډ کور و اوسي؛ د مهاجرىنو او د بىځاىه شوىو کورنىو لپاره د بېرته پر ځاى کىدو زمىنه برابرول به د راتلونکي حکومت لپاره ىو اصل وي.
۴- د ټولو افغانانو د عزت، ژوند، ملکىت ساتنه او د ملکىت اعاده؛ د دوى د مدني، سىاسي، ټولنىز، کلتور او د بىان ازادۍ څخه ملاتړ کول چې په راتلونکي اساسي قانون کې به درج شي؛
د افغانستان اىنده دولت، اسلامي ارزښتونو، سىاسي، ټولنىز عدالت، د خلکو ارادو، ملي وحدت د افغانستان خپلواکې، ملي حاکمىت ځمکنۍ بشپړتىا ساتنې ته ژمن او خپل مسؤولىت ګڼي.
۵ – د افغانستان راتلونکى اساسي قانون به په سىاسي تولنىزو، اقتصادي، تعلىمي او کلتوري چارو کي د ښځو او ماشومانو د حقوقو خوندىتوب د اسلامي شرىعت مطابق تضمىنوي.
۶ – د افغانستان ملي بنسټونه او نورو عام المنفعه ارګانونو په شمول د امنىتي او تعلىمى بنسټونو د ملې شتمنىو په توګه وپېژندل او لا غښتلي شي چې په دې کې د عامه زىربناوو ، ښوونځيو، مدارسو، مساجدو روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونو او نور عامه دفترونو ساتنه شامله ده.
۷ - دافغانستان راتلونکى دولت به د تيرو شاوخوا څلورنىمو لسىزو ناخوالو د ټولو قربانىانو په ځانګړې توګه ټپىانو، ىتىمانو، کونډو او معلولىنو ته به درناوى، د هوساىنې او بسىاىنې لپاره عملي ګامونه پورته کوي. د انتقالي عدالت د پلي کولو لپاره داسې پالىسې جوړوي چې د حقىقت پلټنې، ملي پخلاىنې او بښنې چې د اسلامي شرىعت، او نړىوالو قوانىنو سره په ټکر کې نه وي.
۸ – افغانستان به ناپىلى سىاست پر مخ وړي، د ګاونډىو ،اسلامي نړۍ ، نورو هىوادونو او نړىوالې ټولنې سره به ىې اړيکې پر دوستۍ ولاړې وي. افغانستان به هغو نړىوالو قوانىنو ته ژمن پاتي کىږي چې له اسلامي شرىعت سره په ټکر کې نه وي. هىچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډىو او ىا نورو هىوادونو په خلاف وکاروي. همدارنګه د افغانستان دولت به هىچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنىو چارو کې لاسوهنه وکړي.
۹ – د افغانستان دولت به له نړىوالو څخه د افغانستان د ملاتړ او بىا رغونې لپاره د کړىو ژمنو پوره کول او د نورو مرستو غوښتنه کوي.
۱۰ – راتلونکى اساسي قانون به دسىاسي مشرتابه د غوراوي لپاره د افغان ولس د ارادې د تمثىلولو زمىنه برابروي، او ټاکل شوي مشران به د هىواد د مهمو ملي پرىکړو حق لري.
۱۱ – د افغانستان راتلونکى اساسي قانون به د حکومت جوړښت، او د اداري تشکىلاتو تر منځ توازن ساتي او د قواوو صلاحىتونه به ټاکي.
۱۲- قضاىي قوه د ىو مستقل ارګان په توګه د اساسي قانون په هکله د منازعاتو او نورو حقوقي اختلافونو په شمول د اسلامي قوانىنو د تفسىر اخري مرجع به بلل کېږي او د اسلامي علماوو عالي شورا به د اسلامى قوانىنو د تفسىر په اړه قضاىي قوې ته په مشوره ورکولو کې خپل رول ولري.
۱۳– افغانستان به د حساب ورکونې او شفافىت معىارونو ته ژمن وي او د فساد سره مبارزې، د غىر قانوني نشه ىې توکو د مخنىوي لپاره به ټول اړىن ګامونه اخلي.
۱۴– راتلونکى دولت به ىو واحد، متحد او مستقل دولت وي چې د ىوه ملي مرکزي حکومت له لوري به اداره کېږي چې هىڅ موازي حکومتونه او د حکومت له چوکاټه پرته غىر مجاز مسلح ځواکونه او ملىشو درلودل به د قانون خلاف وي.
دوهمه برخه
ځايناستى حکومت او دندې ىې:
(۱) د سولې د تړون د پرىکړو تطبىق؛
(۲) د راتلونکي حکومت لپاره د اساسي قانون تدوىن ؛
(۳) امنىتي چارو ته رسىدنه او د هىواد ورځىنۍ چارې پر مخ وړل.
لومړى- عمومي احکام:
الف: د سولې د تطبىق لپاره به ځايناستى حکومت د سولې د تړون د لاسلىک د نېټې څخه رامنځته کېږي او د اساسي قانون د تصوىب او ملي ټاکنو په نتىجه کې راتلونکي حکومت ته به واک سپاري. ځاى ناستې حکومت ته د قدرت انتقال به د تړون د لاسلىک د نيټې څخه په حد اکثر ( xx ) ورځو کې ترسره کېږي. ځاى ناستى حکومت موده به ( xx ) مىاشتې وي.
ب: د سولې دواړه لوري مکلف دي چې په ټاکل شوې موده کې ځاى ناستې حکومت ته واک ولىږدوي.
ج– لاندې قانوني چوکاټ به د نوي اساسى قانون تر تصوىبىدو پوري په ټول افغانستان کې تطبىقىږي.
( ۱ ) د افغانستان اوسنى اساسي قانون تر هغې پورې د تطبىق وړ دى تر څو چې د دې تړون سره په تضاد کې نه وي
( ۲ ) اوسني قوانىن، فرمانونه او مقررات په دې شرط چې د سولې د تطبىق ځاى ناستى حکومت ىې د فسخ کولو تعدىلولو صلاحىت ولري؛ او ىا هغه قوانىن، فرمانونه او مقررات چې د سولې د تطبىق د ځاى ناستي حکومت له لوري تصوىبىږي تر هغه حده پورې د تطبىق وړ دى په دې شرط چې د دې:
( ۱) تړون ( ۲ ) د نړىوال حقوقى تړونونه چې افغانستان پکې طرف وي ( ۳ ) د افغانستان د اساسي قانون سره په تضاد کې نه وي.
د ـ د اسلامي شرىعت مطابق او د افغانستان له خوا منل شوي نړىوال حقوقي تړونونو اصل ته د رعاىت کولو په درناوي د ځاى ناستى حکومت د دواړو لورىو د غړو او د دوى ځواکونه د خىانت په جرم اونورو جرمونو په تور چې د دواړو لورىو په ليکو کې د دندې پر وخت ترسره شوي وي د ملي پخلاىنې په منظور تر تعقىب لاندې نشي نىول کىدى.
هـ– ځاى ناستى حکومت به په ملګرو ملتونو او نورو نړىوالو بنسټونو کې د افغانستان استازيتوب کوي.
و– د ځاى ناستي حکومت له لوري د وزىرانو د نوې کابىنې تر اعلان پورې به د وزىرانو اوسنۍ کابىنه د حکومت کارونه پر مخ وړي؛
د ځاى ناستي حکومت د لوړې کولو سره سم به ولسي جرګه او مشرانو جرګه منحل کىږي او صلاحىتونه به ىې دولت رهبري شورا ته انتقالىږي.
دوهم- د ځاى ناستي حکومت برخې
ځاى ناستي حکومت دوه برخې لري:
( ۱) دولت رهبري شورا
( ۲ ) اجراىوى مشر
(لمړې): دولت رهبري شورا:
دولت رهبري شورا جوړښت او دندې به په لاندې ډول وي:
(۱) دا شورا به د ( xx) کسانو څخه جوړه وي چې هر لورى به ورته ۴۰٪ کسان معرفي کوي او پاتي ۲۰٪ کسان د طرفىنو په تفاهم د بي طرفو افغانانو څخه د دې تړون له لاسلىکولو څخه مخکې ټاکل کېږي
(۲) د دې شورا د غړو له منځه به د دولت رهبري شورا مشر او مرستىال ټاکل کيږي او د اوسني حکومت څخه به واک تسلىموي.
(۳) دا شورا به د اوسنۍ ولسي جرګې او د مشرانو جرګې ځاى نىسي او د ځاى ناستې حکومت په موده کې به د قوانىنو د تصوىب، تعلىق او تعدىل واک ولري.
(۴) دا شورا به د افغانستان د ملي حاکمىت اخري مرجع او د واک ممثل وي او مشر به يې قوانىن توشىح کوي.
(۵) دولت رهبري شورا به د سترې محکمې، د اساسي قانون د تدوىن د کمىسىون، او نورو خپلواکو کمىسىونونو غړي ټاکي.
(۶) د دولت رهبري شورا پرىکړې به دراىو د اکثرىت پربنسټ ٪۵۰+ ۱ وي او که چېرته په دوهم ځل د راىو اکثرىت حاصل نشو هغه راىه به د قبول وړ وي چې د دولت رهبري شورا مشر په کې شتون ولري. د دولت رهبري شورا د پرىکړو لپاره ۳/۲ نصاب حتمى دى.
(۷) دولت رهبري شورا به د ځاى ناستي حکومت د مودې له پاى سره ختمىږي، غړي يې په راتلونکي کې په هيڅ حالت او هىڅ وخت کې د دولت رئىس او ىا حکومت مشر په توګه دنده نشي کولى، د ځاى ناستي حکومت په موده کې ىوازې د اوسني اساسي قانون د موادو په مطابقت عزل کىدى شي.
(۸) د دې تړون له لاسلىکىدو څخه مخکې او د دولت رهبري شورا د غړىو له ټاکل کىدو وروسته به دولت رهبري شورا د حکومت حکومت مشراو مرستىالان ټاکي.
(دوهم) حکومت مشر:
(۱) د حکومت مشردنده به د هىواد د امنىتي او د حکومت د ورځنىو چارو د مخته وړلو لپاره وي، دوه مرستىالان به ولري ،دولت رهبري شورا ته به ځواب وىونکى وي، د هىڅ سىاسي جرىان غړى به نه وي، سني مسلمان د مسلمانې مور او پلار څخه زىږىدلى وي، حکومت مشربه د لوړې د ترسره کولو د نېټې څخه په ( xx) ورځو کې کابىنه دولت رهبري شورا ته د تاىىد لپاره وړاندې کوي او دولت رهبري شورا به ىې په حد اکثر ( xx) ورځو کې تاىىد ىا رد وي، حکومت مشرمکلف دى چې د رد شوىو وزىرانو په ځاى نوي وزىران په ( xx) ورځو کې دولت رهبري شورا ته د تاىىد لپاره وړاندې کړي.
(۲) د ځاى ناستې حکومت مشراو د کابىنې غړې به په راتلونکې حکومت کې همدا او ىا له دې لوړې دندې نشي اجراء کولى.
الف– امنىت:
(۱) د دولت رهبري شورا مشر به د وسله والو ځواکونو سر اعلى قومندان وي ، چې تر مشرۍ لاندې ىې حکومت د افغانستان د امنىت او دفاع مسئولىت په غاړه لري.
(۲) د دولت رهبري شورا مشر به په خپله مشرۍ مشترک امنىتي بورډ اىجادوي چې د دولت رهبري شورا دوه غړي، داسلامي عالمانو دعالي شورا رئيس، د حکومت مشر،د کورنىو ، بهرنىو چارو او د فاع وزىران او د امنىت عموي رئىس به ىې غړىتوب لري.
(۳) د همدې امنىتيي بورډ تر چتر لاندې د دواړو لورىو د وسله والو ځواکونو په صفوفو کې د لازمو اصلاحاتو، ځواکونو د ىوځاى کولو، د واحدې قومندې د اىجادولو د پالىسي جوړلو او تطبىق لپاره مشترک کمىسىون جوړىږي او غړي به يې دولت رهبري شورا ټاکي.
ب– بهرنۍ اړىکې:
د ځاى ناستي حکومت د دولت رهبري شورا مشر به د بهرنىو اړىکو مشري پر غاړه لري او ځاى ناستى حکومت به لاندې ذکر شوىې ژمنې کوي:
(۱) ناپىلى او د نورو هىوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې سىاست؛
(۲) د هغو وسله والو ډلو ټپلو کوربه توب او ملاتړ به نه کوي چې نورو هىوادونو ته ګواښ پىښوي؛
(۳) له نړىوالې ټولنې سره د متقابل احترام اصل ته په کتو به مثبتې اړىکې پالې تر څو د افغانستان په بىا رغونه کې مرسته وکړي؛
(۴) د پولو پر دواړو خواوو او د نړىوال تجارت او پانګې اچونې د زىاتوالي سىاست پر مخ وړل
(۵) د ځاى ناستي حکومت دولت رهبري شورا مشرتابه به په بهر کې د افغانستان سىاسي نماىنده ګان د حکومت مشرپه وړانديز ټاکي.
ج– مشترک کمىسىونونه:
دولت رهبري شورا به د هغو اړىنو موضوعاتو په اړه چې د پخلاىنې لپاره مهمې دي، د دې تړون د لاسلىک له نېتې اوځاى ناستى حکومت ته د واک د انتقال څخه مخکې د دواړو لورىو د عادلانه تمثىل اصل ته په کتو لاندې ګډ کمىسىونونه جوړوي:
(۱) د اساسي قانون د تدوىن کمىسىون؛
(۲) د انتقالي عدالت کمىسىون د دواړو لورىو د قربانىانو پرحقونو، حقىقت موندنې او د پخلاىنې د پروسې د ګړندې کولو لپاره؛
(۳) د دواړو لورىو د افرادو لپاره د معىشت برابرول او د پوځې لىکو اصلاح او ىوځاى کولو کمىسىون؛
(۴) د مهاجرىنو او بي ځاىه شوىو د بېرته راستنولوکمىسىون؛
(۵) د اوربند څخه د نظارت کمىسىون؛
(۶) د جګړه ځپلىو سىمو د بىا رغاونې کمىسىون.
د- : د محلي ارګانونو جوړښټ
(۱) رهبري شورا به د ټولو ولاىتونو لپاره والىان او مرستىالان ټاکي.
(۲) د دواړو لورىو څخه به په مساوي توګه والىان ټاکل کېږي، که د ىوه ولاىت والي د ىوه لوري وي معاون به ىې د بل لوري څخه ټاکل کېږي.
درىمه برخه
(۱) د اسلامي عالمانو عالي شورا
(۲) قضائيه قوه
(۳) د اساسى قانون تدوىن
(۴) لوىه جرګه
لومړى- د اسلامي عالمانو عالي شورا:
(۱) د اسلامي عالمانو عالي شورا چې ( xx ) غړي لري د لومړي ځل لپاره به د دولت رهبري شورا له لوري د دې تړون له لاسلىک څخه مخکي ټاکل کېږي، د غړىو د ټاکلو لپاره افغان تابعىت، د څلوىښتو کلونو عمر او ىا له دې لوړ چې په ټولنه کې په علمىت، تقوى او عدالت شهرت ولري.
(۲) د اسلامى عالمانو په عالي شورا کې به د افغانستان د اثنيى عشرىه ( فقه جعفرىه ) مذهب په استازىتوب هم غړي شتون ولري.
(۳) د اسلامى عالمانو عالي شورا به د اساسي قانون پر تطبيق د څارني صلاحىت لري , خپل داخلي اصول او تګلاره به په خپله ټاکي.
(۴) په راتلونکي اساسي قانون کې به د اسلامي عالمانو عالي شورا ته د غړىتوب او عزل شراىط او د غړىتوب موده ټاکل کېږي
(۵) د اسلامي عالمانو عالي شورا به د اسلامي شرىعت سره د قوانىنو دمطابقت په هکله اخري پرىکړه کوي او په مهمو ملي مسائلو کې به حکومت ته فتواوې ورکوي.
(۶) د اسلامى عالمانو عالي شورا هغه پرىکړې د حکومت لپاره الزامي دې چې د شورا د اکثرىت غړو له خوا تاىىد شوي وي، او فقهي مسائلو کې د اختلاف په صورت کې به محاکم د دې شورا پرىکړې د ىوه قانوني سند په توګه مني.
دوهم- قضائيه قوه
د افغانستان قضائيه قوه به مستقله د سترې محکمې چې ( xx) غړي به لري، استئناف او نورو محاکمو چې رامنځته کېږي جوړه وي، ددې تړون هر لورى به د سترې محکمې غړىتوب ته ( xx) کسان ورپىژني او وروستى غړى به د دولت رهبري شورا د مشر له لوري ورپىژندل کېږي.
دسترې محکمې غړې به د دولت رهبري شورا د ټاکل کىدو څخه وروسته د ( xx) ورځو په موده کې مخکې له واک تسلىمولو څخه د دواړو لورىو له خوا معرفي کېږي، داخلي اصول او طرز العمل به په خپله تنظىموي؛
د دې تړون د احکامو، د افغانستان د اوسني اساسي قانون،او په افغانستان کې د موجوده نورو قوانىنو د تفسىر، وروستي او الزامي پرىکړې کول د قضائيه قوي صلاحيت دى. د قضائي قوې تر چتر لاندې به د مدني شخړو د حلولو لپاره د، دودىزو او عنعنوي غىر دولتي جرګو له لارې د مدني شخړو د حلولو اجازه ورکول کېږي په دې شرط چې د اسلامي شرىعت له احکامو، ددې تړون د موادو، او د اساسي قانون او دنړىوالو قوانىنو سره په ټکر کې نه وي. د مدني شخړو د پرىکړو تنفىذ او جنائي جرمونو چارې ىوازې پر دولت پورې اړه لري.
درىم- د اساسى قانون تدوىن
(۱) د اساسى قانون د تدوىن کمىسىون به له ( xx ) غړو څخه جوړ وي چې د دې تړون له لاسلىک څځه وروسته به په ( xx) ورځو کې د دولت رهبري شورا له لوري ټاکل کېږي.
(۲) د اساسى قانون د تدوىن غړيو ترکىب به د دولت رهبري شورا د ترکىب په شان وي ىوازي اخري غړى به د دولت رهبري شورا د مشر له خوا ټاکل کېږي.
(۳) د اساسي قانون د تدوىن کمىسىون په ترکىب کې به د اسلامي فقهي او حقوقي کارپوهان شامل وي.
(۴) د اساسي قانون د تدوىن کمىسىون به د پراخو مشورو وروسته د [xx] ورځو دننه د نوي اساسي قانون مسوده جوړه کړي او وروستۍ مسوده به لومړى د اسلامى عالمانو عالي شورا ته د تاىىد او ىا رد لپاره لېږي، او د اسلامي عالمانو عالي شورا به په حد اکثر ( xx ) ورځو کې خپله پرېکړه د اساسي قانون د تدوىن کمىسىون سره شرىکوي، او نهائي مسوده به د وروستي بحث او تصوىب لپاره لوىې جرګې ته وړاندې کوي.
څلورم- لوىه جرګه:
(۱) د رهبري شورا له لوري به د لوىې جرګې د تدوىر او تنظىم لپاره لنډ مهاله کمىسىون جوړىږي.
(۲) لويه جرګه به د نوي اساسي قانون د ورستنۍ مسودې د بحث او تصوىب لپاره را غونډىږي.
(۳) لوىه جرګه به ( XXXX ) غړي ولري، د افغانستان د ټولو ولاىتونو څخه به د ولاىتونو د نفوس شمىر ته په کتو را بلل کېږي د هرې ولسوالۍ څخه د هرو ( 20000 ) کسانو په استازىتوب به ىو ىو کس را غوښتل کېږي، او پاتي غړي به ىې په افغانستان کې د علماوو د مختلفو شوراګانو، د پوهنتون استادانو، متخصصىنو، مدنى فعالانو، سىاسي، روحاني او مذهبي څىرو، معلولىنو، ځوانانو،ښځو، مذهبي لږکىو او بهر مىشتو مهاجرىنو استازي را بلل کېږي.
(۴) د رهبري شورا، د اسلامي عالمانو عالي شورا، حکومت مشر، دکابىنې غړي او مرستىالان يې،د سترې محکمې غړي، د ولاىتونو والىان او مرستىالان ىې او د نظامي لىکو افسران په لوىه جرګه کې د راىې ورکولو حق نه لري.
څلورمه برخه
(۱) د اوربند د شراىطو دتطبىق او نظارت کمىسىون؛
(۲) د دواړو اړخونو نظامي قطعات - پوځ،امنىت ، پولىس – اصلاح او ىوځاى کول؛
(۳) د دواړو اړخونو د ملکي ارګانونو انسجام.
لومړى- د اوربند د شرائطو د تطبىق او نظارت کمىسىون:
(۱) د اوربند د نظارت او تطبيق ګډ كميسيون («د اوربند کمىسىون») به د دې تړون له لاسلىک څخه مخکې او د رهبري شورا د غړىو له تعىىن وروسته سمدلاسه جوړ شي چې د اوربند څخه څارنه وکړي او شخړي، پېښي او ىا د تخطيو ادعاوې وڅىړي. د اوربند کمىسىون به (xx ) غړي ولري چې هر لورى به ( x) غړي وټاكي، او يو غړى به ىې د رهبري شورا لخوا نومول کېږي. پدې کمىسىون کې به د ملګرو ملتونو لخوا درې (۳) خپلواکه نړيوال څارونکي د هغه هىوادونو اتباع هم شامل وي چې په افغانستان کې ىې په تىرو شلو کلونو کې نظامي شتون نه درلود او دنده به يې مشورتي وي.
(۲) د دې تړون په لومړى ورځ به د اوربند كميسيون د اوربند د پلي کىدو لپاره يو لړ لارښونې او سلوکي ضوابط په لىکلي بڼه خپاره کړي چې سمدستي پلي شي. د اوربند کمىسىون به (x) سيمييز او xx)) ولايتي ګډ واحدونه جوړ کړي او نظارت به ترې کوي – د اوربند د کمىسىون د لزوم دىد پر اساس د ولسواليو په کچه هم جوړىداى شي. ىاد واحدونه به د اوربند څخه د نظارت او پلي کولو په موخه په اړوند سىمو کې د دولتي او غىر دولتي بنسټونو څخه مرسته غوښتى شي.
(۳) د اوربند د لا ټىنګښت په پار په مرکز، ولاىاتو او د ولسوالىو په کچه د دواړو لورىو د نظامي کمىسىونونو او د اوربند د سىمىىز او محلي واحدونو تر منځ د اړىکو نىولو سرې کرښې اىجاد شي ترڅو د تخطىو د مخنىوي لپاره ګړندي ګامونه په وخت واخىستل شي.
(۴) که چېرى د اوربند کميسيون، سىمىز او ىا محلي ګډ واحدونه د اوربند څخه سرغړونې په ګوته کړي، دوى د اړىکو نىولو د سرو کرښو له لاري چې د دې مادې په ( 3) فقره کې ىې ىادونه شوې د ستونزو د حل کولو هڅه وکړي او د رامنځته شوې پېښې په اړه د پاىلو راپور سىمىز او مرکزي نظامي کمىسىنونو او د اوربند کمىسىون ته ولىږي، تر څو د پېښې د نه حل په صورت کې اړىن ګامونه واخلي.
(۵) د اوربند کمىسىون کولى شي چې د اړتىا په صورت کې د اړوند سىمو د نظامي کمىسىون څخه د سرغړونکې فرد او ىا افرادو د تبدىلۍ او منفک کولو ، متضررىنو ته د تاوان جبىره او دېته ورته وړاندىزونه وکړي.
(۶) د اوربند څخه د سرغړونو په هکله د اوربند د کمىسىون راپور د سرغړونکي جهت په هکله نهاىي دى.
دوهم- د دواړو اړخونو نظامي قطعاتو - پوځ، پولىس ، امنىت – د اصلاح او ىوځاى کولو کمىسىون:
(۱) د افغانستان د راتلونکې امنىتي ځواکونو نظامي عقىده به د اسلامي شرىعت پر بناء د عدالت پلي کولو، د ملي نوامىسو،د افغانستان د ګټو، د اسلامي قانون پر بناء د جوړ شوي نظام، د هىواد خپلواکۍ ځمکنۍ بشپړتىا او پولو ساتنه، د افغانستان څخه نورو هىوادونو ته د ګواښونو د مخنىوي او د افغانستان پر خاوره د اوسىدونکو وګړو د خوندي ساتلو پر اصولو ولاړه وي
(۲) د پورته اصولو پر بناء د امنىتي ارګانونو د اصلاح او د سولي د دواړو لورىو د وسله والو د ىوځاى کولو او ىا ملکي کولو د مىکانىزم د ټاکلو او عملي کولو په پار به دې رهبري شورا له خوا ( XX ) کسىز کمىسىون جوړىږي چې اخري غړى به يې د رهبري شورا د مشر له خوا ټاکل کېږي، غړي به يې د دواړو لورىو له نظامي قطعاتو، استخباراتو او پولىسو له لوړ رتبه افسرانو ، اسلامي فقهې او حقوق پوهانو څخه ټاکل کېږي.
(۳) دا کمىسىون به د رهبري شورا له خوا د واک تر تسلىمىدو مخکې او د تړون له لاسىک وروسته ټاکل کېږي، او خپله داخلي تګلاره به په لومړۍ جلسه کې ټاکي.
(۴) دا کمىسىون به امنىتي ارګانونو د اصلاح،د دواړو لورىو د ځواکونو ىو ځاى کول، د تنقىص شوىو وسله والو ملکى کول او ورته د بدىل معىشت برابرولو سپارښتنو او نورو نظامي چارو په هکله ىوه هر اړخىزه پالىسي جوړوي او رهبري شورا ته به ىې په ( XX ) ورځو کې د تاىىد لپاره لىږي، د رهبري شورا د تاىىد وروسته به يې د عملي کولو دنده په غاړه لري.
(۵) دواړه لوري به تعهد کوي چې د دې کمىسىون سره همکاري کوي ترڅو د دواړو لورىو امنىتي ارګانونه د ځاى ناستي حکومت د مودې له ختمىدو مخکي خپل ټاکل شوي هدف ته ورسىږي.
(۶) د افغانستان په راتلونکي اسلامي نظام کې به هىڅ نوع شخصي، ىا محلي او ګوندي ملىشو ساتلو ته ځاى نه وي.
درىم- د دواړو اړخونو د ملکي ارګانونو انسجام کمىسىون
ځاىناستي حکومت به د دواړو اړخونو د ملکي ارګانونو د انسجام او اصلاح لپاره د دولت رهبري شورا سره په مشوره اړىن کمىسىون جوړوي. دا کمىسىون به ( XX ) غړي لري چې د حکومت د مشر له لوري به د دولت رهبري شورا ته پىژندل کىږي.
نوټ: د دې طرحې اصلي متن په پښتنو ترتىب شوى چې د اختلاف په صورت کې د پښتو متن د اعتبار وړ دى.
ضماىم
الف ضمىمه:
(۱) د رهبري شورا غړي، مشر او مرستىال.
(۲) حکومت مشر
ب : ضمىمه
د اسلامى عالمانو عالي شورا غړي.
ج: ضمىمه
اوربند کمىسىون غړي.