٢٠ کلنه تپلشوې توده جګړه چې هره ورځ يې په زرګونو هېوادوال شهيدان او ميليونونه نور کړول پاى ته رسيدو يو کال پوره شو، ددغې ناولې جګړې پاى، زموږ د غوڅ ډېرکي د ډول ډول مبارزو پايله کې ستره ملي لاسته راوړنه ده. خو د مبارزې بېشمېره خوځښتونو څخه يوه خوځښت د هېواد په چارو په يکتاز ډول نيواک وکړ او د جګړې پاى يې د ملت د مبارزې پايله نه بلکې يوازې د يوې ډلې غنيمت ګڼلو سره يوځل بيا هغه تاريخ تکرار کړ چې په جګړه يې ګټو خو پر ميز يې بايلو.

د تودې جګړې پاى موندل د خوښۍ خبره ده خو موږ د يرغلګرو تپلشوي سياست او هم د سيمې او نړۍ استخباراتي او شتمنيزو جګړو سره لاهم لاس او ګريوان يو. وايي له يوه لاسه ټک نه خېږي، استخباراتي او شتمنيزو جګړو څخه وتل د ټولو هېوادوالو همکاري ته اړتيا لري. خو همکاري هله کېداى شي چې ترمنځ قانون او عدالت وي. ناليکلي قوانين چې د ځينو په زړونو او مغزو کې پراته وي په زور منلو ته اړتيا لري، دغه ډول قوانين که په هېواد کې پلي هم شي د نه منلو ستر نړيوال او څه ناڅه کورنيو کړکېچونو سره به مخ وي. د حکومت په رسميت د نه پېژندلو ستونزه له منځه وړل هرومرو د وخت د حکومت ستر لومړيتوب او پاى ته رسول يې د ملي بوديجې، سرچينو او پرمختګ ستره برخه خوري. همدارنګه مالي لګښتونو او نورو ګواښونو سره ستر زيان يې د حکومتي ماشين وخت دى چې هېوادوالو ته د اسانتياوو برابرولو پرځاى د رسميت پېژندلو او جوړجاړيو په چارو لګول کېږي او حکومت د ملت په زيان راکړوورکړو ته اړ کېږي. دغه حالت بېوزلي چې زموږ د ناوړه سياست تلپاتې رنځ دى لا ډېروي.

داسې برېښي چې د حکومت په رسميت نه پېژندلو غچ کې پر ښځينه چارو او زدکړو بنديزونه په سياسي تړ يا شرط بدل شوي، خو اولس لپاره لومړى ښځينه بنديزونه، حجابي اړخ او بيا د ښووندود يا نصاب شرعي کولو سره وتړل شول. خو کله چې ښوونيز بنديز پوښتنو سره مخ شول، چې ښووندود خو د نارينوو لپاره هم بايد په شرع برابر وي؟ که نورڅه نشئ کولائ له کتابونو هغه پاڼې وشکوئ چې په شرعيت برابرې نه دي يا نور شرعي کتابونه ور ډېر کړئ او نورې ډېرې پوښتنې! دغو پوښتنو ته، د حکومت بېځوابه کېدو، د حکومت ارزښت زيانمن او اړ شول چې د انجونو د زدکړو په اړه بنديزونو لامل د ټولنې کلتوري اړخ پورې وتړي. دا تړاو ملت په نړيواله کچه ننګوي او د افغانستان د دښمنانو ډنډورې لا پياوړې کوي. دا ځکه کېږي چې ځينې کسان د خپلو تېرو سياسي تېروتنو له امله يرغمل دي.

د استخباراتي او شتمنيزو يرغلونو د لمنځه وړلو لپاره اړتيا ده چې د خوراک، هستوګنې او زدکړو نويو او زغرده پايلو راوړنکو لارو کې ملي پانګونې شوې واى او وشي، ترڅو د ټولنې متوازن پرمختګ رامنځته شي. که داسې ونشي، اوسنى حالت د تېر حکومت په ډول ناانډوله پرمختګ رامنځته کوي چې پايله کې يې لږ کسان ډېر شتمن او نور ټول ډېر بېوزله کېږي. دا ټولنيزه ناانډولي تاوتريخوالي او ټولنه کې ګډوډيو ته لار پرانيځي، د خواشينۍ خبره ده چې د يو کال تېريدو سره که څه هم په وړه کچه وې خو په کور، جومات، سړک، ښارونو او کليو کې هېوادوال د هغو سختدريځو ناخوالو ښکار شول چې تېره جګړه کې دود وې، دغه دود بدلول غواړي.

حل دداى چې هېوادوال په ټولنيزو، سياسي، قانوني او شتمنيزو برخو کې د نړۍ پرمختګونو خپلولو سره د يو بل زغملو ته لارې ولټوي. اوس وخت کې افغانانو لپاره له ځانګړې اندپالنې يا ايډيالوژۍ پاللو څخه ځکه تېرېدل غوره دي چې زموږ جغسياسي او جغټولنيز جوړښت دوديز دى او ورسره د نالوستو او بېوزلو کچه ډېره لوړه ده. دغه ډول دوديز هېواد کې د ځانګړې اندپالنې لپاره ډېرې اوږدې مبارزې، پوهې او سترو مالي لګښتونو ته اړتيا وي چې موږ سره نشته. له پرديو سرچينو دغه لګښتونه په بيړه پيدا کول مو د هغوى د دسيسو ښکار کوي. نو په ساده ټکو بايد ووايم چې افغانان بايد نړيوالو اندپالنو سوچونه هېر او خپله بېوزلي او نالوستيا لمنځه وړلو لپاره له خپل ګيلم سره پښې وغځوي.

د سوکاله او پرمختللي هېواد په هيله.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
2021-07-23 00:00:00 لمريز 1400-05-01 00:00:00
په اختر کې د ملګروملتو، لويديځوالو او افغان ولس د اوربند غوښتنه په بشپړ ډول د حکومت او امارت لخوا له پامه غورځولو کره کړه چې افغانستان کې د دولتي واک او ملي سرچينو ترلاسي لپاره په هېواد کې د جګړې کورنى اړخ تر بهرني پياوړی وو او دی چې بهرنيو لاسوهنو ته يې لار پرانيستې.

دغه جګړه يوازې افغانان کولای شي په عدالت کولو او عدالت ته غاړه کېښـودلو سره پای ته ورسوي. د عدالت لپاره بايد مسوليت واخستل شي، دولتي واک او شتمنيو کې خپل او د بل افغان د حق پوهاوی رامنځته کړل شي. لومړی ددغې لارې مبارزين بايد خپل حق وپېژني او د ناوړه سياسي جوړجاړيو برخه نشي، او بيا د نورو افغانانو پاملرنه راواړوي.

هېواد کې د قدرت سرچينې د وګړو د تناسب پر بنسټ د پرانيستي حکومتولۍ د نويو تخنيکونو او ټکنالوژيو په مرسته وړ کسان ترلاسه کولو هڅه وکړي، نو د افغانستان جګړه پای موندلای شي. پر دغه بنسټ کمپيوټري حکومتولۍ لپاره موږ کار کوو، هيله ده ملګرتيا مو وکړئ.

د حکومت او امارت لخوا د ملګروملتو او لويديځوالو د اوربند غږ ردولو وښودله چې د افغانستان په لانجه کې، نور، د ملګروملتو په ګډون نړيوالو هم خپل اعتبار له لاسه ورکړئ او اوس يوازې افغان ولس کولاى شي سوله راولي. د لويديځوالو د اوربند وړانديز که امارتوالو نه منلاى نو حکومت خو يې بايد هرکلي سره يو اړخيز اوربند اعلان کړاى واى. همدارنګه، حکومت او امارت ته نور د ملګروملتو دريمګړيتوب هم اهميت نه لري، دواړه لوري يوازې په جګړه ګټلو باور لري چې ستره تېروتنه او د افغان وژنې او بېوزله کولو پرته بله پايله نه لري.

دې کې هېڅ شک نشته چې اوسني حکومت او امارت کې راغونډ زموږ جګړيز اتلان دي. خو دوى بايد دا منلو سره اخلاقي همت ولري چې ملت جوړونې، سياست او مديريت کې دوى نابريالي ول او دي.

د ولس د ويښتيا، يو ښېګڼيز او سوليز افغانستان په هيله.

په درنښت

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
2021-08-15 00:00:00 لمريز 1400-05-24 00:00:00
١- يو کس چې د تېرو څلورو لسيزو ناخوالو کې په ښکيلتيا او بهرنيو تړاونو تورن نه وي، د هېواد سياسي مديريت لپاره خپلواک هوډ ولري د #ځايناستى_حکومت يا #موقت_حکومت مشرتابه سپارل.
٢-تر هغو چې د امارتوالو لخوا په #ځايناستى_حکومت هوکړه نه وي شوي ولسمشر غني استعفا نه کول او د امارتوالو لخوا پلازمينې کابل نيولو څخه ډډه کول.
٣- امارتوالو ته د هېواد د خپلواکۍ اعزاز ورکولو سره دغه جوړښت په يو پياوړي سياسي جوړښت بدلول چې د هېواد سياسي برخليک کې پراخه ونډه ولري او د خپلې خوښې شريعتي مديريت(نظام) له جمهوري لارو رامنځته کړي.
٤- لکه څنګه چې تر اوسه پرمختګ شوى د امارتوالو لخوا د عمومي بخښنې دريځ ساتل او تاوتريخوالى نه کول.

په دغه ډول افغانان او لويديځوال کولاى شي افغانستان کې د يوې بلې جګړې مخنيوى وکړي او هم په سيمه کې د يوبل ګټې خوندي کړي.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#nrliwal