د ودانۍ مربع جوړښت د ځلځلې پروخت ټينګ وي    English
تړاو کاپي کاپي شو
2022-06-25 00:00:00 لمريز 1401-04-03 00:00:00
ښاغلى مشر لېوال ليکي " له امو تر اباسينه زموږ ټوله سيمه د نړۍ د ځلځلو سيمه يا زون کې شتون لري. هرځاى کې بايد موږ د هستوګنو او ودانيو په جوړولو له سره غور وکړو. د نړيوالو اقليمونو له بدلون سره ځلځلې نورې هم ډېريږي له اوسه وخت دى چې ځينې تدابير ونيول شي او هرڅوک د خپل کور او دپتر ودانيو له سره د ځلځلې په اړه ارزونه وکړي. د ودانيزو چارو ماهر کسان راسره اړيکه وکړئ، چې ځانګړي ډلګۍ کې پردغه حياتي سکالو خبرې وکړو.

په هېواداوالو غږ کوم چې:
که تاسې غواړى چې له ځلځلې ځپلو سره ستره مرسته وکړي، ډوډۍ، پيسې او نور توکي هرڅوک وروړي. راځئ يو تاريخې مرسته له ټولو سره وکړو، دغه څو ورځو کې زما مالومات راټولولو وشودله چې زموږ کليوالې ودانۍ خو هېڅ ډول د ځلځلې تدابير نه پېژنې او نه هم په اړه يې څوک خبرې کوي.
اولس او حکومت ته وړانديز دى چې د ځلځلې ځاى ته نژدې انجينرانو ته د هستوګنې او کار کولو اسانتياوې برابرې کړي ترڅو هلته خلک ورشي او دوى هغوى ته چې له سره کور ابادوي د سم جوړولو لپاره مشوره او نخشه ورکړي دا به ستره او د تل لپاره د ځلځلو زيان کم کړي او هم به هېواد کې دا پوهاوى دود شي"

د ودانيو جوړولو لپاره لاندې تدابير هرڅوک ونيسئ، موږ هڅه کوو چې په دغه اړه مسلکي تدابير ونيسو:
١-څومره چې د خټو ديوال پلن وي هومره به د ځلځلې پروخت ټينګ وي
٢- د بشپړ کور يا کوټې جوړول چې مربع وي د ځلځلې ټينګښت يې ډېر وي، همدارنګه کړکۍ بايد وړې او مربع وي
٣- کړکۍ بايد د خټو ديوال پمنځ کې وي
٤- د لا پياوړتيا لپاره بايد لاندې ترتيب وکارول شي:
-بنست بايد له کاڼو يا تيږو جوړ وي
- د پروړې يا بوسو او خټو څخه د ليو يا کاګل يو لويشت پخڅه که کونجونو ته ورکړل شي نو ستره پياوړتيا ديوال ته ورکوي.
- رنګ بيم يا تر چت وړاندې پرټول دېوال د کانکريټ يوه پخڅه راتاوول

انجينر ميرويس لېوال
#EarthQuakeAfghanistan
#earthquakeproof
#ځلځلې_ته_ټينګ