Home > ولسي او دولتي مشارکت
ولسي او دولتي مشارکت بريالي کول او نړيوالو پانګونو ته پياز په ګنډه نه وهلولسي او دولتي مشارکت بريالي کول او نړيوالو پانګونو ته پياز په ګنډه نه وهلولسي او دولتي مشارکت بريالي کول او نړيوالو پانګونو ته پياز په ګنډه نه وهلولسي او دولتي مشارکت بريالي کول او نړيوالو پانګونو ته پياز په ګنډه نه وهل
ولسي او دولتي مشارکت بريالي کول او نړيوالو پانګونو ته پياز په ګنډه نه وهل
ولسي او دولتي مشارکت PPP چې د ماليې وزارت خصوصي او عامه مشارکت ورته وايي هغه شراکت ته ويل کېږي چې يوه يا څو دولتي ادارې او کاروباريان په شريکه د يوې ولسي چارې ترسره کولو يا اسانتيا رامنځته کولو لپاره د ګټې پربنسټ پانګونه کوي.

دوبۍ کې ماليې وزارت، د حرکت خيريه موسيسې او سوداګرۍ خونو ټولنو په شريکه، د بهرنيو په ملاتړ، افغانستان کې "ولسي او دولتي مشارکت" پربنسټ پروژو لپاره د پانګوالو پيداکولو غونډه په ١٣-١٤ سپټمبر د ٢٠٢٠ ز جوړه کړې وه. ورته غونډه ٤ کاله وړاندې، دوبۍ کې د امريکايي کاروباري کونسل لخوا "رڼا پر افغانستان" کې د سوداګرۍ وزارت او د ماليې وزارت سره په شريکه جوړه شوې وه. هغې غونډې ته ما وويل:
"د افغانستان حکومت بايد په خپلو ادارو کې پسات/فساد له منځه يوسي، تګلارې د ولس له ګټو سره همغاړي کړي. بهرني پانګوال له ولس او کورنيو پانګوالو سره په همکارۍ مجبور کړي، که داسې ونشي بهرنيو پانګوالو ته لومړيتوبونه ورکول به په افغانستان کې پسات او جګړه توده وساتي. ترڅو چې حکومت په پسات ککړ وي يوازې په پسات کې ښکيلې کمپنۍ به په افغانستان کې پانګونه کوي چې پايلې به يې د ټولو لپاره ناوړه وي.
دادى د ولسي او دولتي مشارکت نژدي ٨ کاله تېريدو سره حکومت ددې پرځاى چې ګټه وکړي يا کومه د برياکيسه ( سکسس سټوري) او لاسته راوړنه ولري، څو کمپينو ته يې له ملي بوديجې ملياردونه افغانۍ د زيان او ژمنو په نوم ورکړي او ملياردونه نورې يې له ٢٠١٤ز/ ١٣٩٢ز څخه راپديخوا تېرو ٧ کلونو کې د نړيوال بانک، پيسو نړيوالې پانګې او نورو بهرنيو مشاورينو په مشورو بې پايلې لګولي. همدا پوښتنه مې په غونډه کې وکړه: ويل يې زموږ ستره لاسته راوړنه داده چې تړونونه مو لاسليک کړي؟
افغانستان کې د ملي سوداګر، تخنيکپوهه، پانګوال، جوړونکي/صنعتګر، رسنيوال، شتمنيز/وټيز/اقتصادي سمونپال او سياستوال په توګه د خپل ملي رسالت لمخې مې هڅه وکړه چې د پوښتنو او سپارښتنو له لارې د غوندې ګډونوالو سره شريک کړل او تاسې سره يې د پرمختګ لپاره په لاندې ډول شريک کوم:
ولسي او دولتي مشارکت بريالي کول او نړيوالو پانګونوته پياز په ګنډه نه وهل
د ولسي او دولتي مشارکت د نابرياليتوب بنسټيزه ستونزه د حکومتي او اړوند ادارو مشرتابه کې يې ده. د نړيوالو ادارو لکه نړيوال بانک، پيسو نړيوالې پانګې، اسيايي پرمختګ بانک او نورو مرستندويه ادارو هغه "تخميپانګونه/سيدمني" د دوى سترګې پټې کړي چې دغه ادارې يې د خپلو ترشا ګټو لپاره دوى ته د مرستې په ډول ورکوي او بيا په غيرمستقيم ډول له دغو مرستو بېشانه ګټه پورته کوي، که دا ګټې تشريح کوم ليکه به ډېره اوږده شي نو ځکه ورڅخه تېرېږم. که د بهرنيو د مرستو په بنسټ د مشرانو تپل نه وي د ولسي او دولتي مشارکت افغان کارکوونکو چې ما غونډه کې وليدل، واوريدل او وپوښتل دوى بشپړه وړتيا لري چې دغې برخې ته پرمختګ ورکړي.
د ولسي او دولتي مشارکت افغان کارکوونکو ته مشوره
ددغې برخې مامورينو ته مو مشوره ده چې پروژې د هېواد سياسي، امنيتي او اقتصادى حالت ته په کتو بايد وړې او په دوه برخو وويشي، لومړى برخه د کورنۍ پانګونې لپاره او دويمه برخه د بهرنيو پانګونو لپاره. کورنيو پانګونو لپاره بايد "جوړول، چلول، څښتنولي يا BOO” او د بهرنيو لپاره په "جوړول، چلول، لېږدول يا BOT” تمرکز وکړئ. د افغانستان اوسنيو حالاتو کې کورنۍ کمپنۍ د ملکيت پربنسټ او اسانه تګلارو کولاى شئ پانګونه وکړي، بهرنۍ پانګونې يا اپ ډي اى ته حالات برابر نه دي. داسې خو کله هم ونکړئ لکه د شبرغان د ګازو ٨٠ ميليوني پروژه چې کمپنۍ شپيته ميليونه ډالر نړيوال بانک څخه پور واخلي او د پور واپس کولو ژمنه دولت وکړئ، دا ولس او ملي شتمنۍ سره خيانت دى.
د افغانستان سوداګرو، پانګوالو او ولس ته مشوره
د افغانستان سوداګر او پانګوال تل له سياستوالو شکايت او ګيلې کوي. دوى ته مې غونډه کې وويل چې پرمختګ لپاره امنيت، عدالت او مديريت پکار دى، په هره کچه د غوره مديريت لپاره ښه حکومتولي پکار ده چې عدالت راولي، کله چې عدالت راشي هلته امنيت پخپله راځي او د ټولو پرمختګ لپاره لار پرانستل کېږي. خو له بدمرغه زموږ سوداګر او پانګوال سياست کې پانګونه نه کوي، ګوري چې پردي يې په سياستوالو پانګونې کوي او پراشوټي يې ورته راکوزوي او بيا له هغو تپلشويو سياستوال څخه د خپلو ستونزو حل غواړي، خو سياستوال يې د هغو بهرنيو مني چاچې پانګونه ورباندې کړي وي. تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې ما په شتمنو افغانانو او سوداګرو غږ وکړ ډېرو راته مخامخ ويل چې څه جومات خو نه جوړوي چې موږ چنده درکړو، ما ورته ويل چې جومات نه خپلواک سياست سره د ټولو هېواد جوماتونه جوړېږي او ناوړه سياست به يې ورانوي لکه دا څولر لسيزې. سوداګرو ته مو مشوره ده چې خپلواک سياست کې پانګونه وکړي چې سياستوال ستاسې واوري.
د افغانستان حکومت او سوداګرو ته مشوره
خپلو او د هېواد اړتياوو پخپله پوره کولو لپاره همکاري وکړئ، د کرونا څخه وروسته له يوې تر درې لسيزو يا کېداى شي لا ډېر وخت واخلي چې بهرنيو پانګونو ته لاره هواره شي، ډېرو پانګوالو په بهرنيو هېوادو کې د پانګونې له امله ستر زيانونه ګاللي او په اسانه نوي پانګونې نه کوي. نو خپل وخت د بهرنيو پانګونو د راجبولو لپاره له لاسه مه ورکوئ.
حکومت، ولس، پانګوالو او مرسته کوونکو ته مشوره
افغانستان کې د پانګونې او کاروبار د ناوړه حالت اندازه له دغې غونډې څخه څرګندېږي چې د يو خيريه بنسټ لخوا د بهرنيو په مرسته راغوښتل کېږي، ددې مانا داده لکه حکيم چې جراحي کوي، دغه غونډې مديريت او راغوښتل بايد د پانګونې اړوند دولتي او کاروبارونو کولاى. بهرنيو مرستو غوښنه برخه په شعوري يا لاشعوري ډول نوښتونه وژني، کاروبارونو سره نا انډوله سيالۍ رامنځته کولو له امله کاروبارونه ورشکست کوي او ځاى يې د مرستو پر بنسټ خيريه کورنۍ او نړيوالې ادارې په لنډمحاله ډول نيسي چې اوږدمهاله نوښت او پرمختګونه ټکني کوي. د افغانستان شتمنيز سيستم د پړسيدلو مرستو ښکار دى چې حکومت کې يې بې پروايي او بې مسوليتي رامنځته کړې او ولسي برخه يا خصوصي سکتور يې د خيريه موسيسو د ناوړه سيالۍ ښکار کړى، حل په لاندې ليکنه کې ولولئ:
مرستندويه او پور ورکونکو څخه غوښتنه: افغانستان د پورونو/قرضو او مرستو په دام کې ښکيل کول بند کړ‌ئ. په لنډ ډول وايم چې پور ورکول او مرستې ورکول بند کړئ يا د نړيوالو ادارو او حکومت سره په مساويانه ډول افغان مدني ټولنو او ولسي برخه (خصوصي سکټور)ته د پرانستې حکومتوالۍ پر بنسټ د پانګو په مديريت، لګښت، کارونې اوڅارنې کې برخمن کړى.د نورو مالومات لپاره #افغانستان_دپورله_دامه_وژغورئ، #StopTheAfghanistanDebtTrap هشټګونه وګورئ.

نور رحمان لېوال