د اقتصاد وزارت پردۍ شوروا ته پياز په ګنډه
د ځينو رسنيو لخوا ويل شوي چې: د اقتصاد وزارت وايي، د کانونو سپړل، د انرژۍ توليدول او د زېربناوو جوړول د افغانستان د نوي اقتصادي سياست په سر کې ځاى لري، ددغه وزارت چارواکي وايي چې د دغو پروګرامونو پلي کېدل د نړيوالو مرستو پرته ناشوني دي. د دوى په وينا، تګلاره کې يو پنځه کلن پراختيايي پروګرام په پام کې نيول شوى چې په پلي کېدو سره به يې د هېواد اقتصاد وده وکړي او د بېکارۍ ستونزه به هم تر ډېره حل شي.
زه وايم تر څو چې افغانستان کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ ته پاملرنه ونکړي او د خپل اقتصادى تګلارې بنسټ يې نکړى، ځکه پرمختګ نشى کيداى چې په کانونو سپړلو، انرژۍ توليدولو او زېربناوو جوړولو کې زموږ د هېودوالو ډېره وړه برخه تجربه، زدهکړې او د پانګونې توان لرى.
د کانونو سپړل، د ډېرې انرژۍ توليدول او د زېربناوو جوړول هغه هم د نړيوالې پانګونې پربنسټ، پرديو کمپنيو ګټې، فساد او د جګړو دوام څخه پرته بل څه نشي کيداى.
که څه هم ما د وزارت ويبپاڼه کې د دوي تګلاره پيدا نکړه، خو زه وړانديز کوم چې د متوازن پرمختګ رامنځتکولو لپاره په هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ پرمختګ خوښه نه، اړتيا بللو سره يې په سر کې راولي، ورپسې د لارو پراختيا سره انرژۍ ته پاملرنه وکړئ.
د کانونو سپړلو اوسنۍ تګلاره ډېرې ستونزې لري چې د هېواد روان ناورين ترشا هم ده، ډيموکراسي، تروريزم او نور وسيلې دي، پدغه اړه خپل وړانديز په بله ليکنه کې درسره شريکوم.
د هوسا او بسيا هېواد پهيله
نور رحمان لېوال