Former Finance Minister ′′ We have appointed international rules of budget consumption, did not allow us to build electricity dams and factory ′′
In 2004, we + Microsoft Company made a commitment for 2.5 dollars and ten years but AdamSmithInt @ English Bearingpoint @ American Companies Consultants and Time Minister with Beringpoint on 45 Millions of dollars agreed by American aid. With the help of FreeBalance Canadian and other companies, they have built the Afghanistan Financial Administration system. In the name of this help, many of the costs of this process have been looted from the budget of the international bank which has been given to other countries for Afghanistan.
Hundreds of advisors of portano companies who were retired from the old members of intelligence agencies were entered in the Ministry of Finance for wealth / Vatiz / economic water.
د ولسي جرګې ستاينه او ملاتړ کوو چې "د پيسو نړيوالې پانګې (IMF) " څخه يې د ارګ ١٧ ميلياره افغانيو پور غوښتل په غوڅ ډول رد کړل، په ولس غږ کوو چې خپل راتلونکي نسلونه له پوروړيکيدو څخه وژغوري، نور رحمان لېوال
ولسي جرګې د ارګ له لوري "د پيسو نړيوالې پانګې" يا "د پيسو نړيوال وجهي صندوق" څخه د کرونا سره د مبارزې په موخه د ۱۷ ميليارده افغانيو پور په غوڅو رايو رد کړ چې موږ يې هرکلى او ملاتړ کوو. د يادونې وړ ده چې تېرو شلو کلونو کې له ميليادرونو نړيوالو مرستو سره چې د کابل حکومتي ادارو يې لا د نيمو لګولو وړتيا نه درلوده او ډېرى مرستې بېرته مرستندويو هېواد ته واپس شوي، خو نادوده داده چې په ٢٠١٨ز کال کې افغانستان ١٣٥٣مليونونه ډالر له نړيوالو څخه پوروړى شوى. هر افغان ناخبره ٤٠ډالر پوروړى دى، په دغه اړه موږ د ماليې وزرات څخه د مالوماتو غوښتنه کړې چې هېواد د چا پورړوى دى، خو دوى دغه ډول مالومات شريکول نه غواړي؟!

په هېوادوالو غږ کوو چې بيدار شي او په نړيوال غږ وکړي، د کابل هغه حکومت چې ټوله نړۍ يې په پسات/فساد کې سرکښ بولي، پور ورکولو مسئوليت افغان ولس نه اخلي، لومړى به ولس پرېنږدي چې دا حکومت پور وکړي. همدارنګه افغان ولس او د هغه په استازيتوب موږ په نړيوالو غږ کوو چې له دغه حکومت څخه وروسته به افغان ولس هېڅ حکومت ته اجازه ورنکړي چې د دوى پور ونه ادا کړي، نړيوال بايد خبر وي.

د ١٣٩٠ کال ولسمشريزو ټاکنو پروخت ما وړاندوينه کړې وه چې ارګ ترشاه نړيوال دسيسګرو لاس دى چې غواړي افغانستان د تل لپاره پوروړى او مات کړي، د کابل حکومت ٥٠٪ وړيا مرستو بوديجې نشې لګولاى د پورونو د پرځاى لګولو توان خو هېڅ نه لري، نور ويډيو کې وګورئ.
افغانان بايد خپل راتلونکي نسلونه له پوروړي کېدو وژغورئ، د ١٣٩٣ ټاکنو پر مهال مو خپلو ملاتړو او مينوالو ته ويل، چې ښاغلى غني د "کاروبار په دوران" نه پوهېږي او د هېواد اقتصاد به سخت خراب کړي، چې نن يې ټول په ځان ويني او مني.
دا خبره مو د غني د کړو وړو په ارزونه کوله چې د هغه وخت حکومت کې يې سلاکارۍ، پوهنتون رياست او ماليې وزارت کې ترسره کول. کله چې غني د ماليې وزير وو د هغه تره ښاغلي کوچي په لاس مو وړانديز ورولېږه، "که هېواد ته په خامو توکو راوړلو له ٥ تر١٠ کاله ماليه وانخيستل شي او په پخو توکو له ١٠٠٪ تر ١٠٠٠٪ ماليه واخيستل شي نو پنځه کاله کې هېواد پخپلو پښو درېږي". کوچي وړانديز ور رسولى وو او د غني ځواب وو" چې د بازار عرضه او تقاضا به څنګه پوره کېږي؟ زه پوه شوم چې ښاغلى غني په اقتصاد نه پوهېږي.
اوس ټول يو ځل بيا خبروم، که دا ځل مو ښاغلى غني بريالى کړ، غني به له نړيوالو ادارو زښت ډېر پورونه وکړي او د دغو پورنو ٩٠٪ به د پسات (فساد) ښکار شي، چې راتلونکي کې به هر افغان بچى ان د مور په خېټه کې د نړيوالو اقتصادي ادارو پوروړى وي.

اوس چې حکومت نړيوالو د خپلو موخو لپاره وتاپه هېوادوال بايد "د پورکول نه پرېښودل د ملت ژغورل" چيغه بدرګه کړي او هم د پړسيدلو مرستو په نوم راغلې پانګه بايد کابو کړل شي.

نور رحمان لېوال
د اقتصاد وزارت پردۍ شوروا ته پياز په ګنډه
د اقتصاد وزارت پردۍ شوروا ته پياز په ګنډه
د ځينو رسنيو لخوا ويل شوي چې: د اقتصاد وزارت وايي، د کانونو سپړل، د انرژۍ توليدول او د زېربناوو جوړول د افغانستان د نوي اقتصادي سياست په سر کې ځاى لري، ددغه وزارت چارواکي وايي چې د دغو پروګرامونو پلي کېدل د نړيوالو مرستو پرته ناشوني دي. د دوى په وينا، تګلاره کې يو پنځه کلن پراختيايي پروګرام په پام کې نيول شوى چې په پلي کېدو سره به يې د هېواد اقتصاد وده وکړي او د بېکارۍ ستونزه به هم تر ډېره حل شي.
زه وايم تر څو چې افغانستان کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ ته پاملرنه ونکړي او د خپل اقتصادى تګلارې بنسټ يې نکړى، ځکه پرمختګ نشى کيداى چې په کانونو سپړلو، انرژۍ توليدولو او زېربناوو جوړولو کې زموږ د هېودوالو ډېره وړه برخه تجربه، زدهکړې او د پانګونې توان لرى.
د کانونو سپړل، د ډېرې انرژۍ توليدول او د زېربناوو جوړول هغه هم د نړيوالې پانګونې پربنسټ، پرديو کمپنيو ګټې، فساد او د جګړو دوام څخه پرته بل څه نشي کيداى.
که څه هم ما د وزارت ويبپاڼه کې د دوي تګلاره پيدا نکړه، خو زه وړانديز کوم چې د متوازن پرمختګ رامنځتکولو لپاره په هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ پرمختګ خوښه نه، اړتيا بللو سره يې په سر کې راولي، ورپسې د لارو پراختيا سره انرژۍ ته پاملرنه وکړئ.
د کانونو سپړلو اوسنۍ تګلاره ډېرې ستونزې لري چې د هېواد روان ناورين ترشا هم ده، ډيموکراسي، تروريزم او نور وسيلې دي، پدغه اړه خپل وړانديز په بله ليکنه کې درسره شريکوم.
د هوسا او بسيا هېواد پهيله
نور رحمان لېوال
د افغانستان په اړه د اقتصادي همکارۍ د شپږم سیمه ییز کانفرانس (ریکا-۶) غونډه او د افغانيت لاريون.
د افغانستان په اړه د اقتصادي همکارۍ د شپږم سیمه ییز کانفرانس (ریکا-۶) غونډه او د افغانيت لاريون.

لاريون کوونکي د ستاينې وړ دي چې د خپلې غوښتنې لپاره راووتل او خپل غږ يې پورته کړ.   پوښتنه داده چې د دوه‌سري حکومت چارواکي به د کانفرانس د مېلمنو پوښتنو ته د لاريون پهکله څه ځواب وايي؟ 

په کانفرانس کې دښمن مېلمانه به د لاريون څخه وېرېدلي وي، چې ګني افغانان پوشوي چې په افغانستان کې دا څو لسيزې موږ چې د مرستو په نوم، کومه جګړه تپلې او هره ورځ په سلګونو افغانان وژني، معيوبوي، يتيمانوي او بېکوره کوي، تنګشوي, راوتلي او د کانفرانس له مغرضو ګډنوالو څخه غوښتنې لري او نور پوهشوي چې موږ ورسره نادوده کوو. 

خو په پاى کې به ع او غ ورته وايي چې دغه سپېڅلي لاريونوال، ځکه راوتلي چې موږ د افغان کليمه په لاس د ملي کارډ يا برېښنايي تذکرو څخه ويستلې او دوى مو پدغه اخته کړي. تاسې غم مه کوئ هېڅ خبره نشته، د سپېڅلو لارينوالو سره د تېر حکومت جمبوريان شته، چې زموږ زاړه ملګري دي، هغوى څو ځله دوى تېرايستي داځل به يې هم د سپېڅلوتوب څخه ګټه پورته کړي، تاسې غم مه کوئ، د ستر مداري ملګري ورسره دي.

په کانفرانس کې د افغانستان دښمنان به وايي چې دا يې لا متفکر دى، شکر دى چې افغانان زموږ پردې غولونکو کانفرانسونو پوهه ندي، که نه هر څه به يې پريښي و، لومړى به يې زموږ سره حساب کتاب کاوه.

د پيسبک تړونى:

د افغانستان په اړه د اقتصادي همکارۍ د شپږم سیمه ییز کانفرانس (ریکا-۶) غونډه او د افغانيت لاريون.