ښاغلې اشرف غنى (احمدزيه) کور دې ړنګېږي چې:
ملت: افغان
دين: اسلام
قوم: هر څوک چې هرڅه غواړي هغه وروليکه، او که څوک ستا پشان پخپل قوم شرمېدل نو څه يې چې خوښه وي هغه په قوم کې وروليکه.
په ملي سرود کې چې قومونه يادولاى شې، نو په ملي پېژند کارت کې يې ولې نشې يادولاى؟.
خو ستونزه غواړې د خلکو ذهنيت د خپلو ناکاميو څخه اړوې، دغه پورتنۍ غوښتنې خو د ولس حق دي، ولې يې نه ورکوې؟
يوه کيسه راياده شوه:
د يوه ملګري سره رستورانت ته لاړو، ميزونه ټول بند ول، يو مامره او زړه راښکونکى سپينږيرى ميز ته يوازې ناست و، اجازه مو وغوښته، موږ هم ورسره کيناستو. مشر چې زه ورته مخامخ ناست وم، وويل: څوک يې؟ ومې ويل: په خټه توتاخيل، په ستره کې سهاک/ساک/سهاکزى او په قوم پښتون يم. ملګري مې چې ځان ملي ملي کاوه، نو يې ورغبرګه کړه، بابا پرېږده همدغو خبرو تبا کړي يو. خيل، پښه او قوم څه کوې؟ بس افغان يم، نور مې څه کوې!. مشر بوډا چې سر خوځاوه وويل: بچيه زموم په سيمه کې چې د چا خيل مالوم نه وي نو ارمونى وي.
هېواد څومره ستونزو سره مخامخ دى تاسې څه کوئ؟