د خوښۍ خبره ده چې لوګر کې د عینکو مسو کان ايستلو چارې ټاکل شوې څو ورځو کې پیل شي. دا چې مالي ګټې او زيان به يې څه وي هغه باندې لاندې ما خپل پخواني اندونه پخوا شريک کړي، کېداى شي حکومتوالو ته سياسي ګټې او زيانونه هم ولري خو ولس ته که ډېره ګټه نه لري خو د ايستلو چارې يې که د ولس لخوا په نېغه ونڅارل شي کېداى شي د لوګر، کابل، ننګرهار او ان پېښور ولسونه له وژونکو پايلو سره مخ کړي، لاندې چارې اړينې ګڼم ترڅو له راتلونکي ناورين څخه مخنيوى وشي:
لومړى: د کان ايستلو تخنيکي لاروچارو په اړه ځانګړي ويبځاى کې ټول مالومات شريکول
حکومت او ايستونکې کمپنۍ بايد ملت سره د عينکو د کان د ايستلو په اړه ټول تخنيکي مالومات شريک کړي او هېڅ ډول چاره بايد پټه او کاروباري پټونې لاندې رانشي او نه هم پټونې بايد د لوګر، کابل او ننګرهار ولس ته د منلو وړ وي.
دويم: لوګر، کابل او ننګرهار ولسي څارونکې جرګګۍ جوړول
د لوګر، کابل او ننګرهار ولس چې د لوګر سيند چې د کابل په سيند ګډېږي او ميليوني پراخ ولس ددغو سيندونو په اوبو هستوګن دي ورڅخه خپله اوبه څښي او هم يې خپلو کروندو او څارويو ته ورکوي، بايد عينکو مسو کان کې ځانګړې ولسي د څارنې جرګګۍ ولري، جرګه بايد مياشتنۍ وي ترڅو د پراخ ولس هرکس ورکې د څارنې وخت ولري او په لاندې چارو بايد کره څار وکړي:
د مسو ايستلو او پاکولو ځينې تګلارې زښتو ډېرو اوبو ته اړتيا لري. که د عينکو کان لپاره د لوګر له اوبو څخه بېدرېغه کار واخيستل شي کېداى شي لوګر له سترې وچکالۍ سره مخ شي، د لوګر ولس بايد په اوبو ځانګړى څار ولري چې د اوبو بېځايه کارونې څخه ژغورنه وشي او هم کان بايد د لوګر خلکو ته د اوبو زېرمه کولو اسانتاوې برابرې کړي. د اوبو زېرمه کولو په اړه
نور رحمان لېوال بنسټ وګورئ
هغه اوبه چې په کان کې کارېږي بايد په هېڅ دول په کان کې يا هم له کان څخه بهر ځمکې يا سيند ته د پرېښودلو اجازه ورنکړل شي. که پرېښودل شي دغه اوه به د ځمکنيو اوبو پوړ او د سيندونو اوبو کې د مسو کچه لوړه کړي چې په څښلو به يې ولسونه په تدريجي ډول مړه کېږي.
د کان ايستلو سترې کندې جوړولو څخه بايد مخنيوى وشي ترڅو هلته باراني او سيلابي اوبه راټولې او ډنډ نشي. که ډنډ شي کېداى شي د اوبو سرچينې ککړې او ولس ته مرګونې پايلې ولري.
د کان ايستلو او کاني توکو وړلو دوړې بايد هوا ته له پرېښودلو مخنيوى وشي، که د کان ايستلو دوړې پرته له چاڼ يا پلټر کولو پرېښودل شي، چاپېريال او اوبه ککړولاى شي چې د ډېرو ولسونو لپاره به وژونکې پايلې ولري.
د عينکو مسو کان شاوخوا کې چې لرغوني ويجاړ شوي کلي او هلته د هستوګنې پاتشوني ګورئ دا بل څه نه دي ويجاړ کړي بلکې دغه خلک د مسو کاروبار وژلي، کلي او پاچاهۍ ورڅخه پاته شوي. تاريخي ډول ويل کېږي چې د مسو ايستل له مېلاد څخه ٨٠٠٠ کاله وړاندې پيل شوي. کېداى شي د زرګونو کلونو په بهير کې د عينکو مسو کان باندې څو ځله ولسونه مېشت، وژل شوي او پاچاهۍ يې کډه کړې وي.
د افغانستان ولس ته ددغه کان د ايستلو د پيل مبارکي وايم او پورتنۍ اندېښنې ورسره شريکوم ترڅو د لوګر، کابل او ننګرهار د ولسونو د ځان وژنې لامل نشي.
#نرلېوال
#کانونه
#کان_ژغورنه_هېواد_ژغورنه