د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د کانو او پتروليم  وزارت
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د کانو او پتروليم وزارت
تړاو کاپي کاپي شو
دلته حکومت او ادارې يې د ملت حريفان دي
تړاو کاپي کاپي شو
هغه حکومتونه بريالي دي چې نوښت، څارنې او لارښونې ته په هغو برخو کې د ملت په پانګه پاملرنه او پانګونه کوي چې عام وګړي يې نشي ترسره کولاى. کمبخته هيوادونه داسې حکومتونه لري لکه زموږ. ولسمشر او ادارې يې دومره بې خبره دي چې د ١٩ پېړۍ انحصارونه او بنديزونه يې لا پرځاى دي او د ملت خبرولو او پياوړي کولو مخه هره ورځ ډب کوي.
نن د هرچا په ګرځنده ټليفون او کمپيوټر کې ArcGIS Earth يا Google Earth او نور د نقشو پروګرامونه شته چې پوره بشپړې ودانۍ عکسونه او ويډيو او يا تر٣٠ سانټي ميټره توکي په کې پېژندلاى شئ، او د نقشو د تناسب کچه يې 1:20 ده. خو ناخبره سکالرشپي کرزى، متفکر اشرف غني، فېشني ډاکټر عبدالله عبدالله او ادارې يې لا په دې نه پوهېږي چې 1:20 نقشې سره له عکسونو او ويډيوګانو وړيا او هرځاى په ګرځنده ټليفون کې وي نو 1:30,000 يا 1:2,000,000 نقشه به څنګه سري، محرم او مهم مالومات ولري؟
د ښاغلي شاه محمد ريس ستونزه د زرګونو نورو ورته ستونزو يو بېګله ده چې حکومت او ناپوهه چارواکي يې د ملت نوښت، علم، پوهې، پرمختګ او کاروبار ته خنډ دي. دلته حکومت او ادارې يې د ملت حريفان دي، دوى نه پرېږدي چې ملت پوهه او مالومات ترلاسى کړي ځکه چې حکومتي چارواکي يې پوهه او مالومات نلري، او ډارېږي چې دا لږ څه د دوى زده دي نو که ملت زده کړل د دوى او ملت به توپير په څه کې پاتې شي؟
افغانستان داسې يو سياسي لارښود ته اړتيا لري چې د نننۍ نړۍ د پرمختګونو پوهه ولري. د ملت د پرمختګ او سيالولو لپاره يې د خپلولو او د کار اخيستلو وړتيا او هوډ ولري، نه چې افغانانو ته ډېر واړه شيان سري او محرم وي او بهرنيو ته هرڅه ازاد وي.