د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د کانو او پتروليم  وزارت
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - د کانو او پتروليم وزارت
تړاو کاپي کاپي شو
ولس بايد بيدار شي کنه د کانونو برخه کې سترې بهرنى کمينۍ کولاى شي د خپلې ګټې لپاره ډېرې ناوړه چاپيريالي او سياسي ستونزې رامنځته کړي، حل لاندې
ولس بايد بيدار شي کنه د کانونو برخه کې سترې بهرنى کمينۍ کولاى شي د خپلې ګټې لپاره ډېرې ناوړه چاپيريالي او سياسي ستونزې رامنځته کړي، حل لاندې دى.
تړاو کاپي کاپي شو
#کان_ژغورنه_هېواد_ژغورنه
لیتیومو پلټنه، کيندنه او بيلونه سترو تخنيکي چارو او ماشينو ته اړتيا نه لري. ولس باندې غږ او حکومت ته مشوره ده چې د پرديو پرځاى خپلو افغانانو سره د ليتيمو د څېړنو، کيندنو او بيلونې برخه کې کار وکړي، هېوادوال پرېږدي چې خپله لار پيدا کړي، حکومت بايد چاپيريال ساتنې، لارښونې، مديريت او عدالت کې پانګونه وکړي.

د کانونو برخه کې بهرنيو سترو کمپينو سره د حکومت لخوا تړون کولو بايد ولس مخنيوى وکړي. قوانين بايد داسې جوړ شي چې افغاني کمپنۍ خپله تخنيکونه پيدا کړي که اړتيا وه چې نشته، دوى به نړيوال شريکان پيدا کوي او شراکت کې هم بايد افغان کمپنۍ له ٥١٪پورته ونډه ولري.

تېرو ٢٠ کلونو کې تجربو وښودله چې سترې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې د لاندې او نورو ډېرو پټو لاملونو له امله نابريالى دي:

١- د کانونو برخه کې قوانين کمزوري او د حکومت لخوا په بيړه د بهرنۍ پانګونې د ترلاسي لپاره تپلشوي.
٢- په هېواد کې اډانه لکه سړکونه، اورګاډى او لېږدرالېږد وسايلو نشتون، د ګاونډيو هېوادو له لارې د ټرانزيټ ستونزې.
٣- د کانونو برخه کې ولسي شخړې، ځايي ولسونه ځمکې او غرونه چېرته چې کانونه دي پلارنى ملکيت ګڼي، استملاک کې بېشانه ستونزې رامنځته کېږي، د کابل نوى ښار او د اينک د مسو کان يې څرګندې بېلګې دي چې لسيزې ځنډېدلي.
٤- د سياسي ټيکاو ځوړند حالت او سياست د ځانکړو ډلو لخوا يرغمل کېدل اوږدمحاله او سم پانګوال تړون ته زړه نه ښه کوي، ځکه ناوړه بهرنيو پانګوالو ته د ناوړه ګټه پورته کولو کړکۍ څرګنديدو سره غواړي له وارې ګټه پورته کولو لپاره راشي چې د ګټې پرځاى ستونزې زېږوي.
٥- پورتني لاملونه د بهرنيو سترو کمپينو ګټه او پرمختګ ننګوي چې د کانونو برخه کې پرمختګ ځکه ټکنى کوي چې بهرنۍ کمپنۍ کار نشي کولاى او کورنيو ته موقع نه ورکول کېږي.

حل دادى چې هرڅه په وړه کچه د افغانانو لخوا ژر پيل او د تجربو لمخې ژر ژر قوانين بدل کړل شي.
#نرلېوال