https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ځان تېروېستنه بنده کړئ زموږ د هغو ځينو ساده ګانو لپاره چې وايي د يورانيمو راويستل خورا سترې ټيکنالوژۍ ته اړتيا لري
تړونى کاپي کاپي شو
دا ويډيو وګورئ چې راويستل يې څومره په اسانه او لاسي وسايلو کېږي.

وسايل نه همت اړين دى، په موږ کې سياسي او تخنيکي همت نه وو ځکه هر څه مو تاراج دي. ځينې سکالرشپي/بورسي غلامان ددې پرځاى چې ولس ته تخنيکي پوهاوى او اسانتياوې راوړي له بهره پردۍ ايډيالوژۍ او کلتورونه راوړي او په لوى لاس اسانه تخنيکي چارې ولس ته ډېرې ستونزمنې ځکه بيانوي چې هلته دوى د بهرنيو په پرانيستي کلتور کې ورک شي او زدکړي ورڅخه پاتې وي.

وبه يې لېږي د تخنيک زدهکړې او پوهاوي لپاره رابه شي د ختيځ يا لوېديځ د ايډيالوژيو سياسي ممثل.د پرمختګ لپاره اړينه ده چې د مغزو د تېښتې بندولو او مريانو کمولو لپاره د بورسونو/سکالرشپونو پرځاى پوهان راوغوښتل شي.

يادونه:
زموږ يو هېوادوال چې د منرالونو په برخه کې پوهه لري زما ليګنه احساساتي بللې خو زما ليکنه احساسات نه ساينس او تخنيک ته هڅونه ده او د پرمختګ لپاره يې زما د تينګ هوډ او سياسي ژمنتيا څرګندونه کوي.

زما د ليکنې موخه هغو مريانو ته دى چې وايي دلته يرغلګر کانونه نشي چور کولاى ځکه چې د کانونو رايستل ډېر اوچت تخنيک ته اړتيا لري او هغه ويډيو مو د يوې بيلګې په ډول وښودله، ستونزه داده چې موږ "څلورم جوړښتيز بدلون" دوره کې ژوند کوو خو خبرې او اندونه مو د ٢ سوه کاله وړاندې دي. يورانيم پرېږده تر هغو ډېر ارزښتمن پلاټينيوم، تيتانيوم، غمي او نور کانونه چور شول.

په هېواد کې هره ورځ په سلګونو خلک د تپلشويو جګړو له امله ځکه مري چې موږ تل د خپلو اړتيا پوره کولو لپاره تخنيکي، اقتصادي او نورو وسيالو په نشتون او د چارو د خطراتو په شتون ځان تېرباسو او لټي کوو. زما په ژوند په ميليونو افغانان په هغو احساساتي جګړو کې زيانمن شول چې نورو د خپل تخنيک او پرمختګ پر بنست پرموږ وتپلې، ايا تاسې دا انګيرئ چې هغو ته بل چا دغه وسايل ورکړي او بيا يې پرموږ يرغلونه کړئ.

که د پرون سياستوال ډارن او پرديپال نه واى نو هغه په ميلونو به نه مړه کېدل او که د نن او سبا سياستوال ډارن او د پرمختګ له زيانو ويره ولري سبا به هم مرو. زه به هغه اتل ته تل سلام کوم چې د ټولو هېوادوالو د ژغورنې لپاره د يورانيمو راويستلو کې قربان شوى وي.

موږ بايد د هېوادپالنې هوډ ولرو، که يو څو کسان په رښتيا د هېوادپلنې لپاره ترمرګه سياست او تخنيک ته مخه کړه نو ميليونونه به وژغورو، وژل کېږو خو هسې هم په کور، بړستن، پټي او لارو کوڅو کې په بمونو، توغنديو، ځانمرګو او نور.

هيله ده ملګرتيا مې وکړئ، ډار مو چې سبا وژنى که نن سياست او تخنيک کې قربانۍ ته تيار شوئ ډار به ووژنئ.
تړاو