تېره مياشت مو د اينکوکان ته نژدې کليوالو سره د ليدنې په وخت وړاندوينه کوله چې د ناوړه قوانينو او ناکاره حکومت لامله به يوه ورځ واورئ چې د اينکو د مسو کمپنۍ به وايي چې که زموږ شرتونه منئ نو په کان کار کوو او کنه ځو او دوستي هم درسره پريږدوو، حکومت به ورته وايي چې جانجان هر څه د ستاسو خو موږ يوازې مه پرېږدي چې خپل ولس مو خوري.
دادي نن هغه خبره ريښتيا شوه، د چين حکومت غوښتنه کړې چې افغانستان ته د اينکو د مسو د کان د ګټې ١٩٫٥ سلنې پرځاى يوازې ١٠ سلنه واخلي او که نه دوى ته کارکول ګټه نکوئ. په ياد لري چې د فساد د شتون لامله به د ١٠ سلنه ګټې څخه ملي بودجې ته له يو سلنې څخه هم وړه برخه ځي، متل دى چې نپوهېږي د هغوى يې دوې.
ګټې کول ماغزه غواړې، اړيکې نه، د کابل حکومت په مغزو نه په اړيکو روان دي.