https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د خوښۍ خبره ده چې لوګر کې د عینکو مسو کان ايستلو چارې ټاکل شوې څو ورځو کې پیل شي. دا چې مالي ګټې او زيان به يې څه وي هغه باندې لاندې ما خپل پخواني اندونه شريک کړل، کېداى شي حکومتوالو ته سياسي ګټې او زيانونه هم ولري خو ولس ته که ډېره ګټه نه لري خو د ايستلو چارې يې که د ولس لخوا په نېغه ونڅارل شي کېداى شي د لوګر، کابل، ننګرهار او ان پېښور ولسونه له وژونکو پايلو سره مخ کړي، لاندې چارې اړينې ګڼم ترڅو له راتلونکي ناورين څخه مخنيوى وشي:
لومړى: د کان ايستلو تخنيکي لاروچارو په اړه ځانګړي ويبځاى کې ټول مالومات شريکول
حکومت او ايستونکې کمپنۍ بايد ملت سره د عينکو د کان د ايستلو په اړه ټول تخنيکي مالومات شريک کړي او هېڅ ډول چار بايد پټه او کاروباري پټونې لاندې رانشي او نه هم بايد د لوګر، کابل او ننګرهار ولس ته د منلو وړ وي.
دويم: لوګر، کابل او ننګرهار ولسي څارونکې جرګګۍ جوړول
د لوګر، کابل او ننګرهار ولس چې د لوګر سيند چې د کابل په سيند ګډېږي او ميليوني پراخ ولس ددغو سيندو په اوبو هستوګن دى ورڅخه خپله اوبه څښي او هم يې خپلو کروندو او څارويو ته ورکوي، بايد عينکو مسو کان کې ځانګړي ولسي د څارنې جرګګي ولري، جګره بايد مياشتنۍ وي ترڅو د پراخ ولس هرکس ورکې د څارنې وخت ولري او په لاندې چارو بايد کره څار وکړي:
د مسو ايستلو او پاکولو ځينې تګلارې زښتو ډېرو اوبو ته اړتيا لري. که د عينکو کان لپاره د لوګر له اوبو څخه بېدريغه کار واخلي شي کېداى شي لوګر له سترې وچکالۍ سره مخ شي د لوګر ولس بايد په اوبو ځانګړى څار ولري چې د اوبو بېځايه کارونې څخه ژغورنه وشي.
هغه اوبه چې په کان کې کارېږي بايد په هېڅ دول په کان کې يا هم له کان څخه بهر ځمکې يا سيند ته د پرېښودلو اجازه ورنه کړل شي. که پرېشودل شي دغه اوه به د ځمکنيو اوبو پوړ او د سيندونو اوبو کې د مسو کچه لوړه کړي چې په څښلو به يې ولسونه په تدريجي ډول مړه کېږي.
د کان ايستلو سترې کندې جوړولو څخه بايد مخنيوى وشي ترڅو هلته باراني او سيلابي اوبه راټولې او ډنډ نشي. که ډنډ شي کېداى شي د اوبو سرچينې ککړې او ولس ته مرګونې پايلې ولري.
د کان ايستلو او کاني توکو وړلو دوړې بايد هوا ته له پرېښودلو مخنيوى وشي، که د کان ايستلو دوړې پرته له چان يا پلټر کولو پرېښول شي، چاپيريال او اوبه ککړولاى شي چې د ډېرو ولسونو لپاره به وژونکې پايلې ولري.
د عينکو مسو کان شاوخوا کې چې لرغوني ويجاړ شوي کلي او هلته د هستوګې پاتشوني ګورئ دا بل څه نه دي ويجاړ کړي بلکې دغه خلک د مسو کاروبار وژلي، کلي او پاچاهۍ ورڅخه پاته شوي. تاريخي ډول ويل کېږي چې د مسو ايستل له مېلاد څخه ٨٠٠٠ کاله وړاندې پيل شوي. کېداى شي د زرګونو کلونو په بهير کې د عينکو مسو کان باندې څو ځله ولسونه مېشت، وژل شوي او پاچاهۍ يې کډه کړي وي.
د افغانستان ولس ته ددغه کان د ايستلو د پيل مبارکي وايم او پورتنۍ انديښنې ورسره شريکوم ترڅو د لوګر، کابل او ننګرهار د ولسونو د ځان وژنې لامل نشي.
#نرلېوال
#کانونه
#کان_ژغورنه_هېواد_ژغورنه
کانونه زموږ د هېواد ترټولو ستره شتمني ده چې شتون يې که په ټولنيز او سياسي ډول د قوانينو لمخې په مناسب ډول د وخت سره سم مديريت شي د پرمختګ لامل کېداى شي او که همداسې پاته شي د تپلشويو جګړو او يرغلونو لامل وو او بيا هم کېداى شي. کانونو برخه کې د پانګونې، تخنيک او ولسي خنډونو ترڅنګ ستره ستونزه د وخت د حکومتونه وو چې د حکومت او ولس ترمنځ ددغو شتمنيو د وېش په برخه کې پاتې ځکه راغلي چې ځايي نوښتونه، وړتياوې او پانګونه يې له پامه غورځولې او د سياست لمخې نړيوالو ته د څېړنو، موندنو، کيندنو او ويستلو په تمه پاته شوي.

حل دادى چې څومره ژر کېداى شي موږ بايددغه برخه کې د ځايي نوښتونو، وړتياوو او پانګونې په رڼا کې لاس پکار شو. د کانونو ولسي کولو برخه کې موږ ډېر ژور پروګرام درلود چې تېر او اوسنى حکومت يې په سياسي ډول د ترسره کولو هوډ نلري نو ځکه مې د هغه له خپرولو تراوسه ډډه کړې. له تېرو څو مياشتو چې د کانونو برخه کې د امارتوالو څرګندونې اورم پرته له کومې لاسته راوړنې يوڅه هيله بښونکې ښکاري نو ځکه لاندې وړانديزونه د کانونو ټولګټي کولو، تالان او ناوړه پايلو مخنيوي لپاره خپرول اړين ګڼم:

١- د کانونو قوانينو کې بايد ژرترژره سمون وشي او بايد داسې جوړ کړل شي چې د کانونو برخه کې افغانان خپله تخنيکي لارېچارې پيدا کړي، که اړتيا وه دوى به نړيوال شريکان پيدا کوي او شراکت کې هم بايد افغانان له ٥١٪ پورته ونډه ولري، دا به د تېرو حکومتونو د ناوړه تړونونو له سره کولو ته لار پرانيځي او هم به د پرديو ناوړه لاسونه لنډ کړي.

٢- د هېواد ډېرى کانونه د پرښې(Ore) تر ويستلو او بهر ته وړلو تر بريده خوځنده دي چې دغه ډول د کانونو ايستل هېواد کې لږ او کانونو سره د بهرنيو ګټې ډېرې تړي. دغه ډول د کانونو ايستل د سرچينو تالان او لنډمهاله ګټې او اوږدمهاله شمتنيزې، تخنيکي، ټولنيزې او سياسي ناخوالې رامنځته کوي چې د مخنيوي لپاره يې اړينه ده، د هرکان ايستونکي تړون کې د وخت پربنسټ له ايستلو تر ځايي کارونې بايد په لاندې ډول پړاونه کېښودل شي:

ا- لومړى پړاو (١ -٢کاله يا اړوند د کان اړوند کمه موده کې) به د کان درلودونکى کولاى شي چې پرښه يا ore يا د کان اومه توکي بهر ته ولېږدوي ترڅو کار يې روان شي.
ب- دويم پړاو ( ٢-٣ کال) کې به کان درلودونکى اړ وي چې ١٠-٥٠ سلنې د کان توکي يا خپله يا هم په نورو، هېواد کې دننه د پلور لارېچاري ومومي.
ج- دريم پړاو (٤-٦ کال) کې به کان درلودونکي اړ وي چې ١٠-٥٠ سلنې د کان اومه توکي پخو توکو ته واړوي.
د- نور پړاونه، د هر کان د اړتيا سره سم بايد کان درلودونکي اړ کړي چې د کان اومه توکي تر ١٠-٨٠٪ هېواد کې دننه په اسانتياوو ياپيداوارو (محصولاتو) واړوي.

په دغه ډول به کانونه ټولګټي شي او هم به يې د ناوړه سياسي، ټولنيزو ناخوالو او تالان مخنيوى وشي.

يادونه: که د کانونو برخه کې پانګوال، کارپوهه، نوښتګر، قانون جوړونکى يا دولتي کس ياست او غواړئ چې د کانونو ټولګټي کولو ځانګړي واټساپ ډلګۍ کې راسره ملګري شئ د اړيکې پروخت خپل لنډ مالومات راسره شريک کړئ چې ملګرى مو کړم.

نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#کانونه
پاکستان ته د ډبرو سکرو وړلو سره هېواد کې د خښتوبټيو لپاره ١ټن سکاره له ٦زره څخه ١٦زره افغانۍ شوي چې زرګونه بټنۍ او لسګونه زره کارګر يې بېکاره کړي."رښتيا څه دي" خپرونه کې يې وګورئ. د پاکستان ماليې وزير په راتګ اغيزمن بايد خپل غږ اوچت او ملت يې بايد بدرګه کړي.
د ډبرو سکرو په اړه حکومتي تګلاره سمون غواړي. دولت ته ماليات ځکه ورکول کېږي چې د هېواد ګټې خوندي او هېوادوال له ناوړه اغيزو وساتي. دغه ډول حالت کې دولتونه له مالياتو د اغيزمنو زيان ګالي چې سبسايډي ورته وايي حکومت ته پکار ده بهر ته د لېږد نرخ نړيوال معيار ته اوچت او کورنى زيان يې لګټې وګالي.
يوازې د خښتو بټۍ نه دي هېواد کې اوسپنو د ويلې کولو سره نور لسکونه کاروبارونه د ډبرو سکرو له لوړ نرخ څخه ناوړه اغېزمن کېږي چې د هېوادوالو بېوزلي لا زياتوي.
#نرلېوال
#ملي_سرچينې
تېره مياشت مو د اينکوکان ته نژدې کليوالو سره د ليدنې په وخت وړاندوينه کوله چې د ناوړه قوانينو او ناکاره حکومت لامله به يوه ورځ واورئ چې د اينکو د مسو کمپنۍ به وايي چې که زموږ شرتونه منئ نو په کان کار کوو او کنه ځو او دوستي هم درسره پريږدوو، حکومت به ورته وايي چې جانجان هر څه د ستاسو خو موږ يوازې مه پرېږدي چې خپل ولس مو خوري.

دادي نن هغه خبره ريښتيا شوه، د چين حکومت غوښتنه کړې چې افغانستان ته د اينکو د مسو د کان د ګټې ١٩٫٥ سلنې پرځاى يوازې ١٠ سلنه واخلي او که نه دوى ته کارکول ګټه نکوئ. په ياد لري چې د فساد د شتون لامله به د  ١٠ سلنه ګټې څخه ملي بودجې ته له يو سلنې څخه هم وړه برخه ځي، متل دى چې نپوهېږي د هغوى يې دوې.

ګټې کول ماغزه غواړې، اړيکې نه، د کابل حکومت په مغزو نه په اړيکو روان دي.
هغه حکومتونه بريالي دي چې نوښت، څارنې او لارښونې ته په هغو برخو کې د ملت په پانګه پاملرنه او پانګونه کوي چې عام وګړي يې نشي ترسره کولاى. کمبخته هيوادونه داسې حکومتونه لري لکه زموږ. ولسمشر او ادارې يې دومره بې خبره دي چې د ١٩ پېړۍ انحصارونه او بنديزونه يې لا پرځاى دي او د ملت خبرولو او پياوړي کولو مخه هره ورځ ډب کوي.
نن د هرچا په ګرځنده ټليفون او کمپيوټر کې ArcGIS Earth يا Google Earth او نور د نقشو پروګرامونه شته چې پوره بشپړې ودانۍ عکسونه او ويډيو او يا تر٣٠ سانټي ميټره توکي په کې پېژندلاى شئ، او د نقشو د تناسب کچه يې 1:20 ده. خو ناخبره سکالرشپي کرزى، متفکر اشرف غني، فېشني ډاکټر عبدالله عبدالله او ادارې يې لا په دې نه پوهېږي چې 1:20 نقشې سره له عکسونو او ويډيوګانو وړيا او هرځاى په ګرځنده ټليفون کې وي نو 1:30,000 يا 1:2,000,000 نقشه به څنګه سري، محرم او مهم مالومات ولري؟
د ښاغلي شاه محمد ريس ستونزه د زرګونو نورو ورته ستونزو يو بېګله ده چې حکومت او ناپوهه چارواکي يې د ملت نوښت، علم، پوهې، پرمختګ او کاروبار ته خنډ دي. دلته حکومت او ادارې يې د ملت حريفان دي، دوى نه پرېږدي چې ملت پوهه او مالومات ترلاسى کړي ځکه چې حکومتي چارواکي يې پوهه او مالومات نلري، او ډارېږي چې دا لږ څه د دوى زده دي نو که ملت زده کړل د دوى او ملت به توپير په څه کې پاتې شي؟
افغانستان داسې يو سياسي لارښود ته اړتيا لري چې د نننۍ نړۍ د پرمختګونو پوهه ولري. د ملت د پرمختګ او سيالولو لپاره يې د خپلولو او د کار اخيستلو وړتيا او هوډ ولري، نه چې افغانانو ته ډېر واړه شيان سري او محرم وي او بهرنيو ته هرڅه ازاد وي.
دا ويډيو وګورئ چې راويستل يې څومره په اسانه او لاسي وسايلو کېږي.

وسايل نه همت اړين دى، په موږ کې سياسي او تخنيکي همت نه وو ځکه هر څه مو تاراج دي. ځينې سکالرشپي/بورسي غلامان ددې پرځاى چې ولس ته تخنيکي پوهاوى او اسانتياوې راوړي له بهره پردۍ ايډيالوژۍ او کلتورونه راوړي او په لوى لاس اسانه تخنيکي چارې ولس ته ډېرې ستونزمنې ځکه بيانوي چې هلته دوى د بهرنيو په پرانيستي کلتور کې ورک شي او زدکړي ورڅخه پاتې وي.

وبه يې لېږي د تخنيک زدهکړې او پوهاوي لپاره رابه شي د ختيځ يا لوېديځ د ايډيالوژيو سياسي ممثل.د پرمختګ لپاره اړينه ده چې د مغزو د تېښتې بندولو او مريانو کمولو لپاره د بورسونو/سکالرشپونو پرځاى پوهان راوغوښتل شي.

يادونه:
زموږ يو هېوادوال چې د منرالونو په برخه کې پوهه لري زما ليګنه احساساتي بللې خو زما ليکنه احساسات نه ساينس او تخنيک ته هڅونه ده او د پرمختګ لپاره يې زما د تينګ هوډ او سياسي ژمنتيا څرګندونه کوي.

زما د ليکنې موخه هغو مريانو ته دى چې وايي دلته يرغلګر کانونه نشي چور کولاى ځکه چې د کانونو رايستل ډېر اوچت تخنيک ته اړتيا لري او هغه ويډيو مو د يوې بيلګې په ډول وښودله، ستونزه داده چې موږ "څلورم جوړښتيز بدلون" دوره کې ژوند کوو خو خبرې او اندونه مو د ٢ سوه کاله وړاندې دي. يورانيم پرېږده تر هغو ډېر ارزښتمن پلاټينيوم، تيتانيوم، غمي او نور کانونه چور شول.

په هېواد کې هره ورځ په سلګونو خلک د تپلشويو جګړو له امله ځکه مري چې موږ تل د خپلو اړتيا پوره کولو لپاره تخنيکي، اقتصادي او نورو وسيالو په نشتون او د چارو د خطراتو په شتون ځان تېرباسو او لټي کوو. زما په ژوند په ميليونو افغانان په هغو احساساتي جګړو کې زيانمن شول چې نورو د خپل تخنيک او پرمختګ پر بنست پرموږ وتپلې، ايا تاسې دا انګيرئ چې هغو ته بل چا دغه وسايل ورکړي او بيا يې پرموږ يرغلونه کړئ.

که د پرون سياستوال ډارن او پرديپال نه واى نو هغه په ميلونو به نه مړه کېدل او که د نن او سبا سياستوال ډارن او د پرمختګ له زيانو ويره ولري سبا به هم مرو. زه به هغه اتل ته تل سلام کوم چې د ټولو هېوادوالو د ژغورنې لپاره د يورانيمو راويستلو کې قربان شوى وي.

موږ بايد د هېوادپالنې هوډ ولرو، که يو څو کسان په رښتيا د هېوادپلنې لپاره ترمرګه سياست او تخنيک ته مخه کړه نو ميليونونه به وژغورو، وژل کېږو خو هسې هم په کور، بړستن، پټي او لارو کوڅو کې په بمونو، توغنديو، ځانمرګو او نور.

هيله ده ملګرتيا مې وکړئ، ډار مو چې سبا وژنى که نن سياست او تخنيک کې قربانۍ ته تيار شوئ ډار به ووژنئ.
#کان_ژغورنه_هېواد_ژغورنه
لیتیومو پلټنه، کيندنه او بيلونه سترو تخنيکي چارو او ماشينو ته اړتيا نه لري. ولس باندې غږ او حکومت ته مشوره ده چې د پرديو پرځاى خپلو افغانانو سره د ليتيمو د څېړنو، کيندنو او بيلونې برخه کې کار وکړي، هېوادوال پرېږدي چې خپله لار پيدا کړي، حکومت بايد چاپيريال ساتنې، لارښونې، مديريت او عدالت کې پانګونه وکړي.

د کانونو برخه کې بهرنيو سترو کمپينو سره د حکومت لخوا تړون کولو بايد ولس مخنيوى وکړي. قوانين بايد داسې جوړ شي چې افغاني کمپنۍ خپله تخنيکونه پيدا کړي که اړتيا وه چې نشته، دوى به نړيوال شريکان پيدا کوي او شراکت کې هم بايد افغان کمپنۍ له ٥١٪پورته ونډه ولري.

تېرو ٢٠ کلونو کې تجربو وښودله چې سترې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې د لاندې او نورو ډېرو پټو لاملونو له امله نابريالى دي:

١- د کانونو برخه کې قوانين کمزوري او د حکومت لخوا په بيړه د بهرنۍ پانګونې د ترلاسي لپاره تپلشوي.
٢- په هېواد کې اډانه لکه سړکونه، اورګاډى او لېږدرالېږد وسايلو نشتون، د ګاونډيو هېوادو له لارې د ټرانزيټ ستونزې.
٣- د کانونو برخه کې ولسي شخړې، ځايي ولسونه ځمکې او غرونه چېرته چې کانونه دي پلارنى ملکيت ګڼي، استملاک کې بېشانه ستونزې رامنځته کېږي، د کابل نوى ښار او د اينک د مسو کان يې څرګندې بېلګې دي چې لسيزې ځنډېدلي.
٤- د سياسي ټيکاو ځوړند حالت او سياست د ځانکړو ډلو لخوا يرغمل کېدل اوږدمحاله او سم پانګوال تړون ته زړه نه ښه کوي، ځکه ناوړه بهرنيو پانګوالو ته د ناوړه ګټه پورته کولو کړکۍ څرګنديدو سره غواړي له وارې ګټه پورته کولو لپاره راشي چې د ګټې پرځاى ستونزې زېږوي.
٥- پورتني لاملونه د بهرنيو سترو کمپينو ګټه او پرمختګ ننګوي چې د کانونو برخه کې پرمختګ ځکه ټکنى کوي چې بهرنۍ کمپنۍ کار نشي کولاى او کورنيو ته موقع نه ورکول کېږي.

حل دادى چې هرڅه په وړه کچه د افغانانو لخوا ژر پيل او د تجربو لمخې ژر ژر قوانين بدل کړل شي.
#نرلېوال
د ليتيمو په اړه د کانونو يو افغان انجنير ليکي:
"ستونزه داده چې لیتیم د ستراتیژیکو عناصرو له جملی ده ،دولت د امنیت او وزیرانو شورا له تصمیم پرته هیڅ لوری سره د لیتیمو د ذخایر په هکله شته مالومات نه شریکویی، زه خبر یم چې د چینایانو هڅی هم تر دا مهاله بی نتجی دی ښکاری چې دولت په دې هکله د قرارداد ظرفیت هم ځان کې نه وینی".
دغه د نه شريکولو بنديز او هغه قوانين چې د ولس د نوښت مخه نيسي بايد موږ افغانان مات کړو، هيله ده د کانونو اړوند چارواکي دا ليکنه ولولي او د تېر حکومت پروخت لاندې اړوند څېړنه لوستل هم ورته اړينه ګڼم. د نخچو(نقشو) په اړه موږ د جيودوزي او کارتوګراپي اداره اړ کړه چې نخچو څخه بنديزونه او انحسار(ص) لېري کړي او ان تردې چې دغه ادره ختمه شوه.
ستونزه داده چې د افغانستان حکومتونه ځان د ولس او د ملت د سرچينو مالکان ګڼي. ښاغليو تاسې څښتنان نه ياست، څښتن ولس دى تاسې کارکوونکي ياست او که د ټاکنو له لارې راغلي ياست نو د ولس استازي ياست بيا هم څښتن ولس دى، ولس سره ټول هغه مالومات شريک کړئ چې تاسې يې لرئ.
ستونزه داده چې د ملي سرچينو او د زموږ د هېواد هرډول پټ مالومات د کمونسټانو يو سازماني هلک سره وو او روسانو ته څرګند وو، بيا د تېر حکومت د پولبراټرانو او سکالشرپيانو سره وو او لويديځوالو ته څرګند وو او اوس به يو چڼي/چړي سره هم وي او پاکستانيانو ته به څرګندي وي، خو يو د کانونو انجنير څخه به پټ وي، دا کيسه بايد نور پاى ومومي، د افغانستان ټول مالومات د افغانستان دښمنانو سره شته، څه چې پټ دي هغه له ولس او افغان ملت څخه پټ دي.
په ولس غږ کوم چې د خپل حق لمخې نوښت او همت وکړئ په هېواد کې د هرڅه په اړه پلټنه او خپله جوړونه وکړئ که هرڅوک د ولس د هڅو مخنيوى کوي او مالومات نه ورکوي خيانت کوي، ولس يې بايد خبرې ته غوږ وو نه نيسئ او خپل کار وکړي. چارواکو ته مو مشوره ده چې خپلو خلکو سره هرډول مالومات چې دوى يې غواړي شريک کړئ، د تېرو حکومتونو نادودې مه تکراروئ، د هېواد دښمان له زرګونو کليومټر لېري د سپوږمکيو له لارې ستاسې په ځمکه پنځه سانتي متره او تر هغه لا کوچني شيان د ډرون له لارې ليدلاى شي. د زرکو په ډول د ولس سر په واورو مه منډئ، چې تاسې څه نه وينى نو نور به يې نه ويني.
#نرلېوال
https://www.facebook.com/n.r.liwal/photos/a.397255503717515/1039382352838157
تړونى کاپي کاپي شو
په هېواد کې له انګازو وروسته دا دى روسيه هم پدې اند ده چې هلمند بهرنيانو ته د ډېرو ارزښتناکو معدني توکو په ځانګړي ډول يورانيمو او مخدره موادو د کاروبار لپاره اړين دى او د جګړې لاملونه يې هم دا دي، چې له کبله يې هلمند په اور کې سوځي.

ترهغو چې افغانان د خپلو شتمنيو د ملکيت څخه پوهه او د خپلولو سياسي هوډ او قوانين ونلري، بهرني به ګوډاګيان په ملت ورتپي او شتمنۍ به لوټي.