د #ځنګلي_اور مخنيوى ملي پروګرام غواړي
تړاو کاپي کاپي شو
د #ځنګلي_اور مخنيوى ملي پروګرام غواړي
2022-06-16 00:00:00 لمريز 1401-03-25 00:00:00
په نړيواله کچه د تودوخې لوړوالي، وچکاليو يا هم ورانکارو او لاپروا خلکو لخوا #ځنګلي_اور رامنځته کېږي. له #کونړ، #نورستان او #خوست څخه وروسته #ننګرهار څلورم ولایت دی چې لسګونه کيلومټره ځنګل چې په ميليونو ونې يې په ميلياردونو ارزښت لري وسوځېدې او لاسوځي. د نړيوالې تودوخې او وچکاليو له امله پاتې ځنګلونه هم د سوځېدو له سترو ګواښونو سره مخ دي.شک دا هم کېداى شي چې ددغو ځنګلي اورونو ترشا استخباراتي يا هم د لرګيو ماپيا وي او يا هم د نړيوالې تودوخې او وچکالۍ پايله وي چې مخنيوى يې د هر هېوادپال دنده ده.
د #ځنګلي_اور مخنيوي لپاره که يو ملي پروګرام لمخې له ځايي اولسونو او ټول هېوادکې د لرګي له کاروباريانو، مهارانو او کارګرو سره په همغږى د ځنګل پوهانو تر ځارنې لاندې د ګڼو ونو څخه ځينې ووهل شي او څنګلونه په ترتيب رنګړي يا يکه کړل شي.
دغه پروګرام لاندې، هر ځنګله ته نژدې ژرترژره واړه ښارګوټي رامنځته، ترکاڼانو او نورو ماهرو کسانو سره په شريکه ودانيزو چارو لپاره د کار لرګيو څخه ور، کړکۍ، ميز، چوکۍ او نور توکي جوړ او بازار ته وړاندې شي. پاتشونو څخه ددې پرځاى چې له نورو هېوادو څخه ګاز او تېل راوړو د سون لپاره توکي چمتو کړل شي . حکومت وايي چې دوى د اور وژنې او ځنګلونو ساتنې لپاره وسايل او بوديجه نه لري. دوى کولاى شي چې پرته له تنخا او هېڅ پانګونې له ملي ځنګلونو څخه لاسته راغلو توکو په ګټه کې کارګر او دولت په شريکه چاره مديريت کړي.
په دغه ډول به هم لکونو خلکو ته دندې پيدا شي، هم به ملي شتمنۍ وژغول شي او هم به د سوځېدو پرځاى ميليونونه نور هېوادوال ورڅخه برخمن کېدو سره هېواد پرمختګ وکړي. خو دا پروګرام هغه وخت بريالى کېداى شي چې هېواد څخه د لرګي لېږد يا صادرول په بشپړ ډول بند کړل شي.
هغه اولسونه چې خپل ځنګلونه لري هرومرو زما په خبرو غور وکړئ او خپل ځنګل د سوځېدو د مخنيوي په موخه دومره رنګړى کړئ چې که څوک يوې ونې اور هم واچوي چې بلې ته نرسي، د سوځېدو پرځاى لرګي څخه يې کار واخلئ، چاپېريال او خپلې شتمنۍ له توى کېدو وژغورئ.
په ياد ولرئ که په پورته يا بل ډول ددغه #ځنګلي_اور مخنيوى ونشي وچکالي سره روغتيايي، سياسي، ماپيايي او نور ناورينونه رامنځته کوي چې اولس او حکومت به داوړه ګواښي.
د ځنګلونو اداره، ساتنه او پراخول يا ترويج د حکومت او اولس شريکه دنده ده، ستره همغږي او همکاري غواړي، د لېوال محاسب اداري سيستم او جغمالوماتي يا جي اى اس پروګرامونو پرمټ حکومت او اولس کولاى شي چې دغه چاره په اسانه مديريت کړي.

#نرلېوال
#لېوال_ملي_مړښت
#لېوال_سل_ورځې