اوس زه په ډاډ سره ويلى شم چې موږ پوره دښتې خړوبولى او کرلى شو.
زما پلاسو کې دغه د کرنې د اوبو پيپ، څڅوبي، پاشوني او مرستندويان د عصرى اوبخور د جوړښت بنسټيز او بشپړ توکي دي.
٨٠-٩٠ سلنه د اوبو سپما راولي.
٨٠-٩٠ سلنه د اوبو راويستلو د تيلو او بريښنا لګښت کې کمښت راولى .
د شنېخونې "ګرين هاوس" سره سروکال کرنه اسانه کوى.
هر ډول ځمکه کې کرلو ته لاره برابروى.
دا ډېر ارزانه خو په کرنه کې ډېر پرمختللى او ساده الات دي.
زه ډېر خوښ يم چې تر دريو مياشتو څېړنو وروسته نن پوره بريالى شوم چې د ټولو توکو سرچينې، پروګرام کول او سيستم جوړول ترتيب بشپړ يا مکمل کولو سره د ډېرو توکو نمونې کابل ته واستوم.
دا زما "د څېړنې او نندارې پارم" تر ټولو مهم او اړين ګام وه. له ننه څخه تاسې پرما د "عصرى اوبخورپوه" باور هم کولاى شي.
د سوکاله او بسيا هېوادوالو په هيله