لېوال وړانديزونه
Copy Link Copied
اختر مو بختور

اختر مو بختور

ستړي مه شى. ځورېدلو او کړېدلو هېوادوالو سږکال بختوره روژو په ټول هېواد کې او په ځانکړې توګه په پکتيکا، کندوز، هلمند، وزيرستان او فارياب کې له ويرنو سره تېره شوه، پاک خداى دې قبوله کړي، ټولو شهیدانو ته د الله پاک له دربار څخه د بښنې غوښتنه کوو.

ټپيانو، کونډو، يتميانو او خپلوانو ته، لاس په دعا د اجر او ښه ژوند غوښتونکي يو. تاسې ته د زړه له کومې د اختر مبارکى سره د پخلايني، ورورولۍ او خوشاليو په هيله مبارکي وايم.

دا منو چې بهرنۍ لاسونه زموږ د ناخوالو ترشا دي، خو تر ډېره موږ هم ګرم يو. موږ ټول غلا، دروغ، جګړې او ناخوالو څخه کرکه کوو، خو د خپلو ګټو لپاره بيا تېروتنې کوو. د تېرو څلورو لسيزو غميزو ته پاى يوازې پدې کې نغښتى چې پرديپال، درغلګر، فسادګر او د پرديو څخه مرستې اخيستونکي وغندئ او خپلو اړتياوو پخپله پوره کولو هڅه وکړئ، لومړيتوب ليکلوست او کرنې ته ورکړئ ځکه چې ستاسې د بېخبرۍ او لوږې څخه دښمنان په ګټې اخيستنې مو خپلواکي ګواښي. د خپلواکي د ګټلو او ساتلو لپار ه توره هم هغه وخت اغيزناکه وي چی د یو موټی ولس په لاس کی وي. په هغه هیواد کی چی د حق او قانون پرځای د پريديو زر او زور حکومت کوی، ولس ازاد نه وي، بلکې زورواکو يرغمل کړي او زورواکي د نورو سیاسی غلامان وي، دوى په غلامۍ کی خوښ او ازادي پسی ځکه نه ګرځي چې د يو څو نورو غلامانو يو ډول د ناوړه باداري احساس لري.

په ګران هیواد، نورو اسلامي او ورسته پاتې هیوادو کې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بدو حالاتو عوامل ټول پدې کې نغښتي چې موږ د خپل ژوند اسانه کولو لپاره، په پاک خداى توکل او د نورو د تجربو څخه زدهکړې او د خپلو هڅو پرځاى د پرديو او د هغو د ګډاګيو څخه د مشکلاتو حل غواړو.

موږ بايد بې غمه نه شو، څرنګه چې د روژې میاشت تیره شوه، همداسې د عمر شپې او ورځې هم د سترګو په رپ کې تیریږي، پکار ده له وخته ښه ګټه پورته او د خپل دين، دنيا او هېواد لپاره همدا نن لاس په کار شو.

زموږ په هېواد کې خواري يا غريبي سياسي ستونزه ده! که نه ملت په دو مياشتو کې په سبو، درې مياشتو کې په مرغانو، يو کال کې په غلو دانو او دوه کاله کې په غوښو بسيا کېداى شي.

خدای مو د روژې٬ عبادتونه او د حق ملګرتيا په خپل دربار كې قبوله كړي، ښاد اوسي.
نوررحمان لېوال