https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د خوراک‌ ژغورنې نړيوال کانفرانس کى ګډون د لېوال ملي مړښت پروګرام د پياوړتيا لپاره، ځينې مهم ټکي او خپل اندونه درسره شريکوم.
Copy link Copied

د خوراک‌ ژغورنې نړيوال کانفرانس کى ګډون د لېوال ملي مړښت پروګرام د پياوړتيا لپاره، ځينې مهم ټکي او خپل اندونه درسره شريکوم.

موږ بايد‌‌‌‌ له خصوصي او دولتي دواړو لوريو په کرنه کې پانګونه وکړو. ٨٠ سلنه هېوادوال د کرنې سره اړونده چارو تجربه لري، بايد د ملي بودجې ډېره برخه کرنې ته ورکړل شي. د کرنې لپاره اوبه، لمر، کاربون او خاوره پکار دي چې موږ يې لرو.

شلو بوټو څخه زموږ ٨٠ سلنه خوراک برابريږي، نژدي ٢٥٠٠ د خوراک وړ بوټي شته چي ځينې يې "غوره خوراک" برابروي. اوس وخت راسيدلاى چې موږ د ډېرو خوړو پرځاى د غوره خوړو (سوپرفوډ) برابرولو په لټه کې شو. د سيندونو پر غاړو د څارويو، انسانانو د خوراک او انرژۍ لپاره اوبړۍ کرنه (Algea) رواجول اړين دي. د خوږو لپاره ستيوا (Stevia) کرل په هېواد کې اړين ګڼم .

خوارک ته ګواښونه:
بازارموندنه، ساتنه، وړل/راوړل، پخوراک بدلونې اسانتياوې او اقليمي بدلونونه، زموږ د هېواد او نړۍ کې خوراک ته ګواښونه دي. خو زما په اند کرنې ته زموږ په هېواد کې لومړني ستر ګواښونه ځمکه، اوبه او ټرانسپورټ دي او بيا ورپسې نور.

د کرنې په برخه کې د بيړنۍ پاملرنې وړ: 
د ځوانانو ګډون،
د ځمکو برابرول، 
د نويو ټيکنالوژيو خپلول،
د اقليمي بدلونونو د مخنيوي لارې چارې،
د پيداوارو ساتل .

د مالدارى لپاره Buffel کبلې کرل،
په دښتو کې د کندو، لښتيو او بارو جوړل چې اوبه تم کړي.
د څړځايونو اداره کول چې تر اوسه زموږ په هېواد کې هېڅوک يې نکوي. 
زه ډاډه، وم او يم، چې افغانستان د نړۍ د خوراک وياړونه ترلاسه کولاى شي.

يو انګريز کرنپو وويل: د برتانيا د امپراطور‌‌ۍ د رامنځ ته کولو لپاره د ديارلسمې پېړۍ زرغون انقلاب ډير مهم و‌، له هغه وروسته صنعتى انقلاب نه.