https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د تجربې او زده‌کړو لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه شينکوټ يا شنه خونه
Copy link Copied
تړاو

لېوال ملي مړښت پروګرامLike Page

د تجربې او زده‌کړو لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه کرچوکاټ يا وړه شنه خونه

لېوال کر‌چوکاټ، ٣ متره مربع کرچوکاټ د ګلانو، بزغلي او نورو بوټو د ساتنې او کرنې لپاره

کرچوکاټ، بوټي له سړو، اورښت او ګرمۍ څخه ژغوري، چې واړه، ساده او ارزانه شينکوټونه دي. کرچوکاټ هر ډول پلاستيک يا جالپوښ، د ځانګړيو ګيراګانو په مرسته له پايپ سره ګيرا کولاى شي. همدارنگه د نيالکر يا بزغلي لپاره هم کارېداى شي.
پلاستيک پوښ بوټو ته لمر پرېږدي او ساړه بندوي.
جال پوښل له لمر سوزيدو ژغورنه کوي.
بوټو ته د هوا ورکولو لپاره اوچتيږي.
لېوال سمڅشينکوټ او کرچوکاټ د لېوال ملي مړښت پروګرام په اډانه کې په هېواد کې د ښاري او بسيا کرنې د دودونې او ودې په موخه رامنځته شوى. د پروګرام موخې دي: ډېر خواړه او لږ پاتېشوني، د انسانانو او څارويو ښېګڼه، د خاورې مزي کول، د بوټو وده، د هوا او اوبو پاکول .
پروګرام د داسې پيداوارو او اسانتياوو پر پيداکولو تمرکز کوي، چې په اسانه، ارزانه ، ځايي او په بسيا توګه ترلاسه شي. پنځونپالنه، پرمختللې تجربې او د ټکنالوژۍ لېږد د بهير موخې دي، چې د تخنيکونو، لارښوونو، تګلارو او د ټکنالوژۍ د پوهاوي په ورکولو سره، اړينې چارې څنګه کوچنۍ پيل او سترې شي، ترڅو په کم لګښت د ځيرکو پارمونو د جوړولو له تجربې څخه ستر سوداګريز پارمونه رامنځته شي.
په همدې موخه تر ټولو غوره پيداوار اواسانتياوې ټاکل شوي او داسې پراختيا ورکړ شوې، چې په ټيټه کچه د ځيرکو پارمونو جوړول او دود کېدل په اسانه، ارزانه او عملي توګه وښيي. د عصري پارمي ټکنالوژۍ راغونډولو پر بنسټ، شينکوټونه په داسې بڼه چمتو شوي، چې په هر ډول چاپېريال کې د کارونې وړ دي، لکه: په چت، انګړ، کوڅه او نورو ځايو کې د پي وي سي جوړښتونه له ګام په ګام لارښود سره کارول کېږي، چې په اسانۍ سره يې هر څوک سمبالولاى شي. نوې ټکنالوژي، چې پدې کوچني شينکوټ کې په بېلګيز ډول کارول شوې، بنسټيزه، پوهه او مهارتونه لېږدوي، څو له دغې وړې تجربې څخه سترې سوداګريزې بزګرۍ رامنځته شي.

لېوال ملي مړښت پروګرام
د اورګانيکې او ځيرکې کرنې 
د دودنې او پرمختګ هڅې