بې کماله خپلواکي پخپله ستره غلامي ده
د خزانو پسرپراته نن هم خپلې شتمنۍ نه ويني پرون يې هم نه ليدلې. پرون يې
اردو ته پيسې پکار وې نن يې هم اردو ته پيسې پکار دي. زموږ ستونزه داده چې
موږ شتمنۍ نغدو پيسو ته وايو، نور نوښت مو پرون هم ندرلود او نن يې هم
نلرو.
اى قدرمنو افغانانو:
شتمني خوږه هوا، خوږې اوبه، خوږه خاوره او له دوى پېدا خوږ خوراک دي چې موږ
يې لرو، څلور موسمونه لرو چې د کرلو، ساتلو او ژوند کولو لپاره اړين دي.
خلک په هېوادو کې په لسګونو اديان او مذاهب لري خو سياست او مذاهب يې په
ټکر کې ندي، موږ کمبختو ته ګوره چې يو دين او دوه مذهبه لرو چې دويم جعفريه
لا په نشت حساب دى، بيا هم له مذهبه ځکه سر ټکوو چې درناوى ورته نلرو او
ځان ورسره نشو همغاړى کولاى.
سياست مو د مريانو او پرديپالو پلاس
کې دى شتمن هېواد ورته غريب ښکاري.اى زما ګل غندې د لعلونو خزانې هېواده
خداى پاک دې له پرمختلليو مريانو او د پرديو له کلتور پالونکو او له پرديو
زومانو نور وژغوره.
ښاغلي خوشال خليل ليکنه د پاچا امان الله
احساساتي او بې کماله خپلواکي انځوروي. ځينې د غني بې کماله او احساساتي
دوره له امان الله خان سره پرتله کوي.
کله چې شاه امان الله
غازي له خپلې مېرمنې سره یو ځای په یوې کښتۍ کې د تبعید سفر پیل کړ یو جرمن
خبریال ورسره مرکه وکړه چې یوه برخه کې وايي:
“زه بې پروا او
تخیلي سړی نه یم. ما غوښتل له ملایانو سره سازش او مصالحه وکړم، خو هغوی د
نوې خبرې اوریدو ته هیڅ چمتو نه وو، حتا دوی عادي تخنیکي او ضروري شیان نه
منل. مثلا دوی تلیفون د شیطان کشف ګاڼه او ردولو یې. ما به ورته د مکي او
مدیني منورې ښارونو ترمنځ د تلیفون کرښه وریاده کړه، خو دوی به په دې دلیل
دا خبره رد کړه چې ګنې هلته اسلام تحریف شوی دی. روغتون مې نشوای جوړولی،
ځکه د ناروغیو څخه د ساتنې یوازینی لاره تعویذ او شویست ګڼل کېده، هغه
کاغذونه چې د قران ایتونه په کې لیکل شوي دي څکل یا به یې د بالښت لاندې
کېښودل. منظمه مالیه یې نه منله، ځکه دا کار یې د خدای له اوامرو سرغړونه
ګڼله، ځکه د دوی له نظره خدای پاک داسې کوم حکم نه دی فرمایلی.
دوی د
پاسپورټ او تذکرې په اړه زما د مقرارتو په ضد سخته مبارزه کوله، ددې لپاره
چې نارینه باید عکس واخلي، لکه په ټوله دنیا کې چې اخېستل کېږي، علماوو به
ویل که چا عکس واخیست، په یوه ورځ، میاشت یا کال کې به مړ شي. د پولیسو
حوزو ته به خلک راتلل او وړاندیز به یې کاوه چې ۵۰ دوري دې ووهل شي خو عکس
دې نه اخیستل کېږي. په داسې شرایطو کې مبارزه کېده. ما باید اول یوه
ځواکمنه او د باور وړ اردو جوړه کړې وای، خو دداسې اردو جوړولو ډېر لګښت
غوښت، د افغانستان په څير یو بېوزله هېواد کې به مې دومره پیسې له کومه کړې
وای؟ خو په هر حال هیله لرم زیات نه زیات یو کال وروسته د افغانانو په
غوښتنه بېرته کابل کې واوسم." دا متن له الماني څخه آرمان بهروزی دري ته
ژباړلی دی چې ما پښتو کړ"