پرون چې د هېواد لکونه پوځي او امنيتي ځواکونه په يوه اونۍ کې لمنځه ولاړل، دغه غميزه هغه وخت ما درک کړه کله چې لويديځ او لويديځپلوه افغانانو دلته د مسلکي اردو تر سيوري لاندې د يو داسې عسکري خدمت درلودلو هڅه کوله چې د ولس ژغورنې پرځاى اړيکو چې پر مادي ګټو او حکومتي چارواکو ته په ژمنتيا ولاړه وي. د مخنيوي په پار مو د هغه وخت ډېر پوځي او دولتي کسان وهڅول چې عسکري له دغه ناورين څخه وژغوري خو ګټه يې ونه کړه.
١٣٩١ ز کال چې ٢٠١٣ سره سمون خوري، د رسنيو له لارې مو د ولس بيدارولو هڅه وکړه
(پښتو ټلويزيون شننه وګورئ). ورسره مو په دغه اړه يو ويډيويي مستند جوړ کړ چې بېشمره ځلې خپور شوى، خو غبرګون دا وو چې وخت يې نه دى ځکه ملګري له لاسه ورکوو او بهرني مرستې نه کوي! ځاني او ولسي برخو کې له تجربو وروسته ماته دا جوته شوه چې دوه سترې ستونزې هېواد ساتنه او ولس له بېوزلي ژغورنه سياسي حل غواړي، ځکه سياستوال شوم او ترپايه به وم.
زموږ د ټولنې لانجه داده چې بنسټيزو ستونزو ته پاملرنه نه کېږي ځکه د ملي اردو په بشپړ ړنګېدو سره لاهم د پوځ په سکالو يا موضوع افغانان پټه خوله او تېرې نابريالي تجربې د ګوندي او مسلکي عسکري تر نوم لاندې تکراروي. ځکه په هرو درې لسيزو کې يوځل بيا له ورته تېروتنو ځورېږو.
د امارتوالو تېرې دورې او اوس چې يوځل بيا يې په جهادي اندېښنې سمبال خوځښت ته ګورم، د تېرو مجاهدينو د حکومت او د افغانستان اسلامي جمهوريت په ډول د خپلو ملګرو له لاسه ورکولو له ويرې به دوى هم ونه توانېږي اجباري يا مکلفه اردو چې د هېواد ساتنې اړتيا ده رامنځته کړي.
که امارتوال د لنډمهاله پرمختګ پرځاى د افغانستان ساتنه يا دفاع له انډيوالي څخه مسلکي او مسوليتي جوړښت په لور وړلو ته لومړيتوب ورکوي نو د عسکري پوځ په اړه بايد اجباري اردو د خپلو تګلارو برخه کړي. که خپله د انډيوالانو له امله اجباري عسکري نشي رامنځته کولاى بايد ددې موخې لپاره يو درې کلن درېيمګړى سياسي بهير منلو سره امارتوال په هېواد کې په يو پياوړي سياسي جوړښت بدل شي، نو ځان، ولس او هېواد به د تل لپاره له ستونزو وژغوري.
د سوکاله او پرتمين هېواد په هيله
نور رحمان لېوال