زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.
تړاو کاپي کاپي شو
زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.

زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.

نن مې په ابوزابۍ (ابوظبۍ) کې د وسلو د کاروبار نندارتون څخه ليدنه وکړه چېرته چې په زرګونو نړيوالو کمپنيو ډول ډول پرمختللې وسلې د خرڅلاو لپاره ننداره کولې.

هغه هېوادونه چې د خپلې ساتنې او ژغورنې لپاره وسلې نه جوړوي، غواړي او که نه نور به د وسلو بازار ورڅخه جوړوي. تردې سترسياسي بېړاتوب بل نشته چې خپل ولس ته د وسلو جوړولو صنعت لپاره قوانين او لارې نه هوارېږي، په هغو هېوادو کې چې د وسلو جوړونې يا صنعت ته پاملرنه نه کېږي، نور ورڅخه د وسلو کارولو بازار جوړوي.

په نندارتون کې دو شيانو زما پام ځان ته واړوه. لومړى هغو پنډوسکو يا بالونونو چې زموږ په ښارونو کې د څار لپاره درول شوي او ډېر څه ورڅخه څارل کېداى شي، خو عجيبه داده چې د ناوړه پېښو پروخت د دوى له مالوماتو ولې کار نه اخستل کېږي ددې ځواب بايد حکومت خلکو ته ووايي.

دويم د مهماتو مردکيو يا ګوليو جوړولو کارخانې لګښت له ٢٠٠ تر ٦٠٠ ميليونو افغانيو دى، خو کرزي ددې لپاره بوديجه نه درلوده او اشرف غني ددې لپاره پيسي نلري؟ د اشرف غني په منشور کې به هم نه وي، ولسي او مشرانو جرګې چې دفاعي بوديجه څېړي هغوى هم پردې نه پوهېږي؟ په زرګونو جنرالان او مارشالان مو هم ولې غلي دي؟ د ماليې وزير چې د خيراتو لپاره د ميلياردو پروپوزلې ليکي هغه هم پدې نه پوهېږي؟

تېرکال انګريزي ورځپاڼې "ډيلي ميل" يو راپور خپور کړ چې دوه چرسي ځوانانو وکولاى شول چې ٣٠٠ميليونه ډالرو تړون د پنټاګون له مرستو څخه مهماتو (کلاشنکوف مردکۍ) د افغانستان ملي اردو لپاره ترلاسه کړي، چې اوس په هغه ريښتينې کيسه "د جګړې سپي" په نوم پلم يا فلم جوړېږي، لاندې انځور وګورئ.

يو ځوانکي زما پرونۍ خبره راخيستي چې د ماليې وزير CAPD تړون لاسليک کړ تاسې قضاوت وکړئ؟

ځوانه مرستې ولس ته نه رسېږي او که رسېداى نو اوس به هر افغان ميلياردر وو، د ماليې وزير دې هغه تړون پرېږدي، ٤٢٠ ميليونه ډالره غلا چې يوازې د ١٠٪ مخابراتي ماليې له درکه په مخابراتو کې شوې د هغه مخنيوى دې وکړي، په ميلياردونو غلا چې د ننګرهار په شوکاڼو کې کېږي هغه دې وڅېړي او په ميلياردونو نورې شتمنۍ چې لوټ کېږي د حکومت دنده داده، نه خيرات راټولول.

د شرم خبره خو دا ده چې د هېواد په پولو ډزې کېږي او ولس مشر دې چکرې وهي، شرم.

موږ د چا بې شرته (شرطه) مرستو په بډ يا خلاف نه يو ځوانه چې په هېواد کې پساد يا فساد بند نشي هېڅ نه کېږي که د پساد ورکول د حکومت او ملت لومړيتوب نشي جګړه پاى نه مومي او سوله نه راځي، پردي خيراتونه جګړه نوره تودوي.

زما د زړه سر ځوانانو که عزت، خپلواکۍ او هېواد غواړئ په خيراتو نه کېږي خپلې مټې راونغاړئ.
تړاو کاپي کاپي شو
There are lessons for many governments from one country’s 100 years of decline. The lesson from the parable of Argentina is that good government matters.
Argentina did not build the institutions needed to protect its young democracy from its army, so the country became prone to coups. Unlike Australia, another commodity-rich country, Argentina did not develop strong political parties determined to build and share wealth: its politics was captured by the Peróns and focused on personalities and influence. Its Supreme Court has been repeatedly tampered with. Political interference has destroyed the credibility of its statistical office. Graft is endemic: the country ranks a shoddy 106th in Transparency International’s corruption index. Building institutions is a dull, slow business. Argentine leaders prefer the quick fix—of charismatic leaders, miracle tariffs and currency pegs, rather than, say, a thorough reform of the country’s schools.
With the current kleptocratic government and autocratic leaders Afghanistan can’t progress in 100 years, unless we Afghans change our attitude about the leadership and governance.
I hope that one day Afghans will realize to have a constitution that will allow only single terms for the president and an army that is absolutely barred from forming any type of government.
نظامي حکومت او کودتاوې کله هم د منلو وړ ندي،
تړاو کاپي کاپي شو
نظامي حکومت او کودتاوې کله هم د منلو وړ ندي،
تړاو
چېرته چې سياست او عسکريت سره تړلي هلته ملت يرغمل دى، جګړې او ځورونې روانې دي. 
چېرته چې سياست، صنعت او کاروبار سره تړلي هلته پرمختګ او ولسواکي دى، خو په ولسواکۍ کې له دوو دورو څخه ډېر پاته کېدل ټولواکي ده، چې پر ولسواکي ملنډې وهل او ستونزې زېږول دي.

تړاو کاپي کاپي شو
هېواد د خپلواکۍ يا جګړې د اوږدوالى لپاره د متحده ايلاتو دوه بهانې او دوه مسئوله لوري:
د متحده ايالاتو يوه بهانه داده چې موږ بايد په افغانستان کې هډې ولرو تر څو ملى اردو ته روزنه او مشوره ورکړو.
هغه اردو چې ١٢ کالو کې لکونو ونشواى روزلى، څنګه کيداى شي چې لسزره کسان يې وروزي؟ ددغې بهانې ځواب بايد ملى اردو چارواکى ووايي او که نه وايي د راتلونکى ناخوالو مسئول به دوي وى او هغه ارو چې د بهرنيانو په مشورو عمل کوى يا د کوم هېواد ملى اردو کيداى شي؟
دويمه بهانه يې داده چې که دوى لسزره کسان او لس هډې په افغانستان کې ونلري، نو طالبان راځي او حکومت نيسي.
بيا سوال دادى، لکونه امريکايان چې په ټول هېواد کې خپاره وو، ونشوکولاى د طالبانو مخنيوى وکړي نو لسزره ميشت هغه هم په لسو ځايو کې به څنګه وکړاى شي؟ دلته طالبان هم مسئوليت لرى چې خپل دريځ څرګند کړي ايا دوي په هېواد کې پخوانى د طالبانو ژريم راوستل غواړى؟ او که د بهرنيانو د وتلو څخه وروسته د يو سياسي خوځښت په ډول په هېواد کې ونډه غواړئ چې د دوي حق دي؟
که ملى اردو او طالبان خپل مسئوليت او حق ونپېژني نو لدې ورسته په هېواد کې د روانې جګړې مسئوليت يوازې ددې دواړو په غاړه ده.
اوس ملى اردو ته پکار ده چې غږ وکړي او د پرديو د مرستو څخه پرته د هېواد د ژغورنې مسئوليت په غاړه واخلى.
طالب ټولي نړۍ ته څرګنده کړى چې د بهرنيانو د وتلو څخه وروسته دوي د يو سياسي خوځښت په ډول خپله ونډه غواړي.

تړاو کاپي کاپي شو
يو د اسلام(طالب)، بل د وطن او اسلام(اردو) لپاره قربانېږي
خو په دواړو يو شان يوه مور بوره، يو پلار کړيدلى، ملالې ښځې کونډې، ګلالي ماشومان يتمان او خپلوان ځورېږي.
د دواړو د سپيڅلتيا څخه د خپلو د قربانولو لپاره داسې کار اخيستل کېږي چې زوى پلار، پلار زوى او ورور د دواړو په وژلو وياړ کوي. کله چې دوي لاړشي د وياړ څخه يې يو څو نور ناوړه ګټې پورته کړى، د ناروغو، کونډو رنډو او يتيمانو د خداى مل شي، بيا يې څوک پوښتنه هم نه کوي.
دا کېسه له تېرې نيمې پېړۍ څخه د راتپلشويو مشرانو له لاسه روانه ده، موږ نن هم د بدترو په منځ کې بد لټوو، د نړۍ د خزانې په سر پراته د نورو څخه خيرات غواړو، يا الله ج موږ افغانانو ته سمه لار وښيه او نور مو پخپل رحم او کرم سره وبښه.
ددې ستونزې حل دى په هېواد کې د مکلفيت دوره او بهرنيو مرستو او مشورو ته پمخه ښه.
نوررحمان لېوال
Yes, Conscription in Afghanistan پاڼه خوښه کړئ که موافق وي او ملګرو سره شريکه کړئ.

https://www.facebook.com/n.r.liwal/photos/a.397255503717515/480060895436975/?type=1&theater
تړاو کاپي کاپي شو
فوځي يا عسکرى حکومت ته نه واياست
يو ښاغلى راسره په فيسبوک مرکه کوله او ويل يې: کيداى شي ټاکنو کې يو نوماند هم ګټونکى نشي، ځکه چې رايې ويشل شوي او انديښمن وو چې داسې خبر شوی يم چې د درې کلونو لپاره پوځي حکومت راځي.
زه لومړى په افغان فوځ غږ کوم چې دغه تېروتنه ونکړئ او په افغانستان کې فوځي حکومت غير قانوني کولو سره د خپل ځان، کورنۍ او هېواد سره مرسته وکړي. د ارجنټين هېواد د يوې پېړۍ پرمختګ او سوکالى فوځي حکومتونو له امله نن له خنډونو سره مخ ده، ډېري پخوانۍ امپراتوي او دغه نژدې وخت کې د شوروى اتحاد ماته او نن د متحده ايالاتو د فوځ لګښت دغه امپراتورۍ له ستونزو سره مخامخ کړي.
د يو تلپاتې او رڼې ولسواکى لپاره موږ بايد په اساسي قانون کې هر ډول فوځي حکومت او په هر حالت کې د ريئس جمهور دويمه دوره غير قانوني کړو، دا به د ولسواکى سره ستره مرسته ، فساد او خپلويپالنې ته د پاى ټکى وي. غوره به دا وې چې د تېرشوي ريئس جمهور کورنۍ او نژدى خپلوان يوه دوره ترمنځ د بيا نومانديو او حکومت کولو حق ولري.
په هېواد ميينو ځوانانو د سر او مال په ضايعه او غمېزو په هره بڼه چې وي غمجن يو.
تړاو کاپي کاپي شو
په هېواد ميينو ځوانانو د سر او مال په ضايعه او غمېزو په هره بڼه چې وي غمجن يو.
د هر افغان وير زموږ وير دى، افغانان تر هرڅه وړاندې سولې او ورورولۍ ته اړتيا لري، خو تر هغو چې پرديپال، ځانخوښي، پسادګر او د پرديو تپلشوى د جګړو او واک سرکښان وي معصوم او په هېواد مين ځوانان به د دوى د کورنيو او برهرنيو دسيسيو ښکار کېږي او افغانان به دا ناوړه جواز ترلاسه کوي چې خپل ورور څخه غچ واخلي.
افغانانو د قدرت او شتمنيو رږدو او ليونيو ملاتړ ته نه وواياست، سوله راولئ او ويرونو ته د پاى ټکى کېږدئ.
حجرتي عسکر
تړاو کاپي کاپي شو
حجرتي عسکر

ماها راجا غني او ماها راجا عبدالله ځان غوښتنو او درغليو هېواد دومره شاتګ ته اړ کړ چې اوس د زوړ انګيرز لمسى يوځل بيا دوى ته د راجاګانوخيال کوي او د ختيځ هندوستان د کمپنۍ خوبونه په هغه پښتونخوا کې ويني چې د نيکه امپراتورۍ يې ورڅخه دړې وړي شوې وه.

د انګريز لمسۍ پردې نه پوهېږي چې په ټوله مرکزي اسيا کې همدا افغانستان دى چې د ملګرتيا لپاره ورپاته دى، هغه کې هم دوى له خپلې دومخۍ لاس نه اخلي او د زاړه کولونیزیزم خوبونه ويني.

د لويديځ به دا ترټولو ستره تېروتنه وي چې په افغانستان کې اجرتي قاتلانو ته جګړه وسپاري، که يې دا چاره وکړه ان شاالله چې له ټولې اسيا به ورک شي.

تړاو کاپي کاپي شو
"د وخت تر ټولو اړينه اړتيا: مکلفه ملي اردو د وياړلي، خپلواک او پځان بسيا افغانستان لپاره" نور رحمان لېوال
2014-01-28 00:00:00 لمريز 1392-11-09 00:00:00
"هو، په افغانستان کې دمکلفيت دوره، د وخت تر ټولو اړينه اړتيا: مکلفه ملي اردو د وياړلي، خپلواک او پځان بسيا افغانستان لپاره

پوځ يا اردو د يو هېواد د ملا د تير حيثيت لر ي دکوم هېواد پوځ يا اوردو چې نيمګړې وي نو اړينه ده چې هغه هېواد به هم په بېلابېلو برخو کې له کړاوونو سره مخ وي
ځکه چې غښتلى، په ځان بسيا، او خپله روزلى پوځ کولاى شي چې دملت اراده مظهر او د خپلو ملي ګټو په کلکه ننګه وکړي پياوړى پوځ د يو پياوړي هېواد او ملت ښکارندويې کوي
زموږ هېواد چې ديو لرغوني تاريخ لرونکى دى او د جغرافياوي موقيعت له مخې هم د يوشمېر ځان غوښتونکيو او ځان مننونکيو هېوادونو سترګې ورته نه غړيږي، دې هېواد ته څښتن تعالى داسې کلتوري، طبعي، تاريخي او مذهبي اعزاز ورکړى دى چې هيڅکله به يې هم دښمنان کم نه شي.
د دې سترو پانګو دساتلو لپاره پکارده چې دا هېواد يوه پياوړې او په ځان بسيا مکلفه اوردو ولري څو د خلکو خولې مخکې له وازېدو وربندې کړي.
ځکه چې بل روزلى پوځ ضرور له پرديو تکتيکونو کار اخلي او دبل تکتيک د لنډ مهال لپاره وي خو خپل تکتيک هيڅکله له چا څوک نه شي اخيستلاى.
افغانستان په مرکزي اسياکې د خپل ستراتيژيک موقيعت له مخې تل د نړۍ دځبرځواکو دپله په توګه پاتې شوى دى، خو په تاريخي پېر کې زموږ ټولې بدبختۍ زموږ د خپلومشرانو په تېروتنو پورې تړلي دي.هغه ځکه چې هغوى دملک بنسټيزې او اساسي رغونې ته پام نه دى کړى او يا يې پکې ناغېړي کړې ده
په دې نږدې کې ولسي مشر ملي سياستوال ښاغلي نور رحمان لېوال دملک مشرانو ته يو په زړه پورې وړانديز وکړچې بايد دهېواد د بقاپه موخه په هېواد کې د اجيرې اوردو ترڅنګ مکلفه عسکري هم رامنځته کړي څو زموږ خلک دخپل پوځي ځواک درلودونکى شي، ولس په خپل وسلوال پوځ کې ځانونه و ويني او دخپلو ساتونکو نه واټن وانخلي .
ښاغلي لېوال ويلي حالاتو ته په کتو سره د وخت اړينه اړتيا دا ده چې بايد په هېواد کې دمکلفيت دروره رامنځته شي په دې سره به له يوه پلوه موږ د يو پياوړي پوځ درلودونکي شو او له بل پلوه به موږ په پرديو پيسو خپل ځان ته دکارکولو له مفکورې هم خلاص شو او خپلو ځوانانو ته به مو دکار زمينه هم برابره کړې وي.
ښاغلى لېوال وايې : ښاغليه احمدزيه! که له تاسره په رښتيا د سولې او د هېواد د مظلومو بچيانو د مرګونو ناورينونو څخه په تلپاتې بڼه د ژغورلو غم وي او د تېر حکومت په څېر ددې ښکار نه وې، چې "غله، غلا کوه او د کور څښتنه بيدار اوسه". که په رښتيا غواړې، چی هېواد لدې مرګونو ناورينونو او ډېر سخت تاريخي پړوا څخه وياړلى، خپلواک او پځان ويسا بهر کړې نو ښه به دا وي چې زما دغه غوښتنه ومنې.
ځکه د ملت د برخليک هر څه ستا پلاس کې دي، تاريخ به ستا په کړنه او زما پر دغه غوښتنه قضاوت کوي، همدا يې وخت دی، چې په چټکۍ سره د اجيرې اردو ترڅنګ د مکلفې اردو جوړول پيل کړې، افغانستان پدې وخت کې دواړه عسکري سيسټمونو څخه کار اخيستلو ته اړ دى. د هېواد په دې حساس پړاو کې بايد مکلفه اردو په دې ډول رامنځ ته شي:
لومړى: د اوسنۍ اردو مسلکي او تجربکار غړي بايد اختيار ولري، چې په اجيره يا مکلفه اردو کې خپله دنده ترسره کړي.
دويم: ملت دې هم اختيار ولري، چې د هېواد لپاره مکلفې اردو يا اجيرې اردو په ليکو کې ملي عسکري خدمت وکړي، هغوى، چې نوي اجيرې اردو ته ځي بايد تړون يې له لس کاله څخه کم نه وي، هغه کسان، چې خپله د مکلفيت دوره تېره او اردو کې دنده خپل مسلک ټاکي اجيري اردو کې دې په دنده وګومارل شي.
درېيم: هغوى، چې د عسکرۍ وړ خپل بچي دمکلفيت عکسري دورې ته نه استوي او غواړي خپلې شتمنۍ د هېواد د عکسري خدمت لپاره وکاروي. د مکلف غړي د کورنۍ د ټولو اساسو د څېړلواو نرخ ټاکلو څخه وروسته دې کورنۍ د مکلف غړي د مکلفيت په پيل کې د ټولو شتمنيو ١٠ سلنه برخه د ملي اردو بوديجې ته ورکړي. او له دې سره سره د مکلفيت د دورې د هر کال په پاى کې د کورنۍ د کاروبار له خالصې ګټې څخه ٢٥ سلنه بايد د ملي اردو بوديجې ته ورکړل شي، چې په دواړو وختونو کې بايد دغه ورکړه د ملي اردو د يو عسکر د کلني لګښت څخه کم نوي.
څلورم: هغه هېوادوال چې په بهرنيو هېوادو کې هستوګن دي، بايد د مکلفيت دوره ترسره او يا د افغانستان تابعيت اخيستلو سره هېواد ته په راتګ هم د ويزې فيس ورکړي، چې لږ تر لږه د يوې مياشتې ويزې فيس بايد د يو عسکر د مياشتنۍ تنخوا سره برابر وي.
پنځم: د ملي اردو لپاره پخپل هېواد کې د وسلو جوړولود فابريکې ځاى ټاکلو سره ژر تر ژره د وسلو جوړولو هوډ وکړه، او د پانګې لپاره ټولو هېوادوالو څخه مرسته او بسپنه وغواړه، زه په خپلو هېوادوالو باور لرم، چې د ټولو لويديځوالو څخه به درسره ډېره مرسته وکړي. نران خو پرېږده، چې خويندې او ميندې به موخپله ګاڼه درکړي، خو که ته دا باور ورکړې، چې فسادګر به يې غلا کوي نه .
دې سره به د نومياليو افغانانو، چې د خپل هېواد د ساتنې او پرمختګ لپاره د خپل مال او سر څخه تېر دي، مورال اوچت او هېواد به د ستونزو څخه وژغورل شي. د مخالفينو، بهانه به ورکه شي، چې ملي اردو د بهرنيو په چوپړ کې ده. د بهرنيانو به هم لاس سپک شي، چې زموږ اردو د دوى د ولسونو د مالياتو په خيرات چلېږي. د دوستو هېوادونو بې قيد او شرطه مرستې دې په ملکي برخو کې ومنل شي، اردو دې رښتينې خپلواکه وي، تر څو اردو خپلو خلکو ته بشپړه ژمنه پاته شي. شکر دی ټول مسلمانان يو، د مسلمان لپاره "حب الوطن من الايمان" دى، تاريخ ددې شاهد دى، افغان ملت ددې وړتياوې او ځواک لري، چې له خپلوملي نواميسو څخه دفاع وکړي . دا هېواد د ملت په ټولو وګړو حق لري او د هر وګړي ايماني دنده ده چی د مکلفيت دوره ترسره کړي.
دا کار به ولس ته په ملي اردو کې د رښتينې ملي يووالي نظم او ژ منتيا درس ورکولو سره سره، زموږ عسکري اړتياوې په زغرده د بهرنيو مرستو څخه پرته پوره او په سوله کې به مرسته وکړي. دا وخت زموږ ګاونډيانو سره- سره، د نړۍ نيم هېوادونه مکلفه اردو لري. د ارواپوهانو او سياست پوهانو له انده مکلفه اردو د همغږۍ او ټيم جوړولو تر ټولو غوره تجربه ده، چې افغانان پدې وخت کې ورته تر ټولو ډېره اړتيا لري. ملي اردو به د هرې کچې، سيمې، ژبې او توکم خلک په يوځاى راټولولو او کارکولو سره ملي يووالي او ملي پېژندګلوي رامنځ ته کولو ته اړ کړي، د ولس او اردو ترمنځ به درناوى رامنځ ته شي، او هېواد به مو له سترو ناورينونو او مرګونو ستونزو خلاص شي. انشاءالله
پوځي کارپوه ښاغلى جنرال حئ ګل سليمانخيل هم دمکلفې اوردو پلوي دى نوموړى وايې چې دمکلفې اوردو يوه ګټه داده چې په دې دوره کې دوطن پرستۍ روحيه د اجيرې اوردو په پرتله ډېره پياوړې وي او داساسي قانون ٥٥ مه ماده هم همدا حکم کوي چې بايد په هېواد کې دمکلفيت دوره رامنځته شي
يو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د اوسني حکومت لويه تېروتنه همدا ده چې په هېواد کې يې دمکلفيت دوره تردې دمه نه ده رامنځته کړې
ښاغلى جنرال محمد طاهر يرغل وايې چې دنړۍ په ډېرى هېوادونو کې همدا مهال دمکلفيت دوره جاري ده او بريالۍ هم ده
ښاغلى سليمانخيل وايې چې دا د امريکايانو او انګرېزانو يوازنۍ توطيه وه چې افغانانو په قانون کې دمکلفيت دوره راوسته خو دوى د دې دورې پرځاى موږ ته اجيره اوردو رامنځته کړه نوموړى وايي چې د مکلفيت په دوره کې دا ګټه هم شته چې په مکلفه اوردو کې اولس خپل ځان ويني.
ښاغلى يرغل له ښاغلي لېوال سره په يوه خوله دى خو نوموړى دمکلفيت د دورې د رامنځته کېدو لپاره سرتاسري امنيت او په ټولو وګړو دقانون يوشان پلي کېدل اړين شرط ګڼي
د پوځي چارو يو بل شنونکى ښاغلى جنرال زلمی .وردګ وايې کوم هېواد چې بې وسه وي ناتوانه وي بايد چې مکلفيت دوره پکې رامنځته شي ځکه چې دهېواد هروګړې دخپلې خاورې په ساتلو اړ دى
ښاغلى جنرال سليمانخيل وايې اوسنۍ اوردو دمعاش لپاره خپلې دندې پرمخ وړي څه ډاډ موجود دى چې که په اوسنۍ اجيره اوردو اوسنى ورکول کېدونکى معاش راکم شي نو دوى به بياهم دخپلې خاورې دساتلو لپاره وسله پر ځمکه کېنږدي.
جنرال وردګ بيا ټينګار کوي چې دمکلفې اوردو ګټې د اجيرې اوردو په پرتله ډېرې دي هغه ځکه چې هرسړى پکې د وطن ساتنې احساس کوي.
بل خوا عام و لسي وګړي هم دمکلفيت د دورې ملاتړ کوي دپښتو ټلوېزيون په يوه ټولپوښتنه کې دا ښودل شوې ده چې په سلو کې ٩٠ سلنه افغانان د مکلفيت د دورې درامنځته کېدو پلوي کوي
دپښتو ټلوېزيون د ټولپوښتنې په لړکې د يوشمېر هېواد والو خبرې په ګډه اورو (وډيو وګورئ).
کله چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړو او خپلې اړتياوې پخپله پوره کړو، نو نه به د چا داحسان پور وړي يو او نه به چاته په لاس غځولو مجبور يو.
د خپل هېواد د هراړخيز پايښت لپاره د سرونو نذرانې ته اړتيا ده، خوکه مرو نو له مرګ وروسته بايد راباندې راتلونکى نسل ووياړي، نه داچې په نوم اخيستنه مو وشرمېږي،
درنو هېواد والو! دخپلې خاورې ساتنه په هرفرد فرض ده، او له دغه فريضې مخ ګړځول به مو له تلپاتې بريا مخ ګرځول وي، راځئ، چې د پرديو د احسان وړونکو سوغاتونو، غرضي تنخواګانو او پوځي مرستې پرته، خپله له پرتمه ډکه خاوره پخپله له هر ناتاره وساتو.
که شازلمو نه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جينکۍ به دې ساتينه"
تړاو کاپي کاپي شو
د هېواد ساتنې بنسټيزه ستونزه، پوځ تلپاتې حل غواړي
پرون چې د هېواد لکونه پوځي او امنيتي ځواکونه په يوه اونۍ کې لمنځه ولاړل، دغه غميزه هغه وخت ما درک کړه کله چې لويديځ او لويديځپلوه افغانانو دلته د مسلکي اردو تر سيوري لاندې د يو داسې عسکري خدمت درلودلو هڅه کوله چې د ولس ژغورنې پرځاى اړيکو چې پر مادي ګټو او حکومتي چارواکو ته په ژمنتيا ولاړه وي. د مخنيوي په پار مو د هغه وخت ډېر پوځي او دولتي کسان وهڅول چې عسکري له دغه ناورين څخه وژغوري خو ګټه يې ونه کړه.

١٣٩١ ز کال چې ٢٠١٣ سره سمون خوري، د رسنيو له لارې مو د ولس بيدارولو هڅه وکړه (پښتو ټلويزيون شننه وګورئ). ورسره مو په دغه اړه يو ويډيويي مستند جوړ کړ چې بېشمره ځلې خپور شوى، خو غبرګون دا وو چې وخت يې نه دى ځکه ملګري له لاسه ورکوو او بهرني مرستې نه کوي! ځاني او ولسي برخو کې له تجربو وروسته ماته دا جوته شوه چې دوه سترې ستونزې هېواد ساتنه او ولس له بېوزلي ژغورنه سياسي حل غواړي، ځکه سياستوال شوم او ترپايه به وم.

زموږ د ټولنې لانجه داده چې بنسټيزو ستونزو ته پاملرنه نه کېږي ځکه د ملي اردو په بشپړ ړنګېدو سره لاهم د پوځ په سکالو يا موضوع افغانان پټه خوله او تېرې نابريالي تجربې د ګوندي او مسلکي عسکري تر نوم لاندې تکراروي. ځکه په هرو درې لسيزو کې يوځل بيا له ورته تېروتنو ځورېږو.

د امارتوالو تېرې دورې او اوس چې يوځل بيا يې په جهادي اندېښنې سمبال خوځښت ته ګورم، د تېرو مجاهدينو د حکومت او د افغانستان اسلامي جمهوريت په ډول د خپلو ملګرو له لاسه ورکولو له ويرې به دوى هم ونه توانېږي اجباري يا مکلفه اردو چې د هېواد ساتنې اړتيا ده رامنځته کړي.

که امارتوال د لنډمهاله پرمختګ پرځاى د افغانستان ساتنه يا دفاع له انډيوالي څخه مسلکي او مسوليتي جوړښت په لور وړلو ته لومړيتوب ورکوي نو د عسکري پوځ په اړه بايد اجباري اردو د خپلو تګلارو برخه کړي. که خپله د انډيوالانو له امله اجباري عسکري نشي رامنځته کولاى بايد ددې موخې لپاره يو درې کلن درېيمګړى سياسي بهير منلو سره امارتوال په هېواد کې په يو پياوړي سياسي جوړښت بدل شي، نو ځان، ولس او هېواد به د تل لپاره له ستونزو وژغوري.

د سوکاله او پرتمين هېواد په هيله

نور رحمان لېوال