https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
"د وخت تر ټولو اړينه اړتيا: مکلفه ملي اردو د وياړلي، خپلواک او پځان بسيا افغانستان لپاره" نور رحمان لېوال
تړونى کاپي کاپي شو
2014-01-28 لمريز 1392-11-09
"هو، په افغانستان کې دمکلفيت دوره، د وخت تر ټولو اړينه اړتيا: مکلفه ملي اردو د وياړلي، خپلواک او پځان بسيا افغانستان لپاره

پوځ يا اردو د يو هېواد د ملا د تير حيثيت لر ي دکوم هېواد پوځ يا اوردو چې نيمګړې وي نو اړينه ده چې هغه هېواد به هم په بېلابېلو برخو کې له کړاوونو سره مخ وي
ځکه چې غښتلى، په ځان بسيا، او خپله روزلى پوځ کولاى شي چې دملت اراده مظهر او د خپلو ملي ګټو په کلکه ننګه وکړي پياوړى پوځ د يو پياوړي هېواد او ملت ښکارندويې کوي
زموږ هېواد چې ديو لرغوني تاريخ لرونکى دى او د جغرافياوي موقيعت له مخې هم د يوشمېر ځان غوښتونکيو او ځان مننونکيو هېوادونو سترګې ورته نه غړيږي، دې هېواد ته څښتن تعالى داسې کلتوري، طبعي، تاريخي او مذهبي اعزاز ورکړى دى چې هيڅکله به يې هم دښمنان کم نه شي.
د دې سترو پانګو دساتلو لپاره پکارده چې دا هېواد يوه پياوړې او په ځان بسيا مکلفه اوردو ولري څو د خلکو خولې مخکې له وازېدو وربندې کړي.
ځکه چې بل روزلى پوځ ضرور له پرديو تکتيکونو کار اخلي او دبل تکتيک د لنډ مهال لپاره وي خو خپل تکتيک هيڅکله له چا څوک نه شي اخيستلاى.
افغانستان په مرکزي اسياکې د خپل ستراتيژيک موقيعت له مخې تل د نړۍ دځبرځواکو دپله په توګه پاتې شوى دى، خو په تاريخي پېر کې زموږ ټولې بدبختۍ زموږ د خپلومشرانو په تېروتنو پورې تړلي دي.هغه ځکه چې هغوى دملک بنسټيزې او اساسي رغونې ته پام نه دى کړى او يا يې پکې ناغېړي کړې ده
په دې نږدې کې ولسي مشر ملي سياستوال ښاغلي نور رحمان لېوال دملک مشرانو ته يو په زړه پورې وړانديز وکړچې بايد دهېواد د بقاپه موخه په هېواد کې د اجيرې اوردو ترڅنګ مکلفه عسکري هم رامنځته کړي څو زموږ خلک دخپل پوځي ځواک درلودونکى شي، ولس په خپل وسلوال پوځ کې ځانونه و ويني او دخپلو ساتونکو نه واټن وانخلي .
ښاغلي لېوال ويلي حالاتو ته په کتو سره د وخت اړينه اړتيا دا ده چې بايد په هېواد کې دمکلفيت دروره رامنځته شي په دې سره به له يوه پلوه موږ د يو پياوړي پوځ درلودونکي شو او له بل پلوه به موږ په پرديو پيسو خپل ځان ته دکارکولو له مفکورې هم خلاص شو او خپلو ځوانانو ته به مو دکار زمينه هم برابره کړې وي.
ښاغلى لېوال وايې : ښاغليه احمدزيه! که له تاسره په رښتيا د سولې او د هېواد د مظلومو بچيانو د مرګونو ناورينونو څخه په تلپاتې بڼه د ژغورلو غم وي او د تېر حکومت په څېر ددې ښکار نه وې، چې "غله، غلا کوه او د کور څښتنه بيدار اوسه". که په رښتيا غواړې، چی هېواد لدې مرګونو ناورينونو او ډېر سخت تاريخي پړوا څخه وياړلى، خپلواک او پځان ويسا بهر کړې نو ښه به دا وي چې زما دغه غوښتنه ومنې.
ځکه د ملت د برخليک هر څه ستا پلاس کې دي، تاريخ به ستا په کړنه او زما پر دغه غوښتنه قضاوت کوي، همدا يې وخت دی، چې په چټکۍ سره د اجيرې اردو ترڅنګ د مکلفې اردو جوړول پيل کړې، افغانستان پدې وخت کې دواړه عسکري سيسټمونو څخه کار اخيستلو ته اړ دى. د هېواد په دې حساس پړاو کې بايد مکلفه اردو په دې ډول رامنځ ته شي:
لومړى: د اوسنۍ اردو مسلکي او تجربکار غړي بايد اختيار ولري، چې په اجيره يا مکلفه اردو کې خپله دنده ترسره کړي.
دويم: ملت دې هم اختيار ولري، چې د هېواد لپاره مکلفې اردو يا اجيرې اردو په ليکو کې ملي عسکري خدمت وکړي، هغوى، چې نوي اجيرې اردو ته ځي بايد تړون يې له لس کاله څخه کم نه وي، هغه کسان، چې خپله د مکلفيت دوره تېره او اردو کې دنده خپل مسلک ټاکي اجيري اردو کې دې په دنده وګومارل شي.
درېيم: هغوى، چې د عسکرۍ وړ خپل بچي دمکلفيت عکسري دورې ته نه استوي او غواړي خپلې شتمنۍ د هېواد د عکسري خدمت لپاره وکاروي. د مکلف غړي د کورنۍ د ټولو اساسو د څېړلواو نرخ ټاکلو څخه وروسته دې کورنۍ د مکلف غړي د مکلفيت په پيل کې د ټولو شتمنيو ١٠ سلنه برخه د ملي اردو بوديجې ته ورکړي. او له دې سره سره د مکلفيت د دورې د هر کال په پاى کې د کورنۍ د کاروبار له خالصې ګټې څخه ٢٥ سلنه بايد د ملي اردو بوديجې ته ورکړل شي، چې په دواړو وختونو کې بايد دغه ورکړه د ملي اردو د يو عسکر د کلني لګښت څخه کم نوي.
څلورم: هغه هېوادوال چې په بهرنيو هېوادو کې هستوګن دي، بايد د مکلفيت دوره ترسره او يا د افغانستان تابعيت اخيستلو سره هېواد ته په راتګ هم د ويزې فيس ورکړي، چې لږ تر لږه د يوې مياشتې ويزې فيس بايد د يو عسکر د مياشتنۍ تنخوا سره برابر وي.
پنځم: د ملي اردو لپاره پخپل هېواد کې د وسلو جوړولود فابريکې ځاى ټاکلو سره ژر تر ژره د وسلو جوړولو هوډ وکړه، او د پانګې لپاره ټولو هېوادوالو څخه مرسته او بسپنه وغواړه، زه په خپلو هېوادوالو باور لرم، چې د ټولو لويديځوالو څخه به درسره ډېره مرسته وکړي. نران خو پرېږده، چې خويندې او ميندې به موخپله ګاڼه درکړي، خو که ته دا باور ورکړې، چې فسادګر به يې غلا کوي نه .
دې سره به د نومياليو افغانانو، چې د خپل هېواد د ساتنې او پرمختګ لپاره د خپل مال او سر څخه تېر دي، مورال اوچت او هېواد به د ستونزو څخه وژغورل شي. د مخالفينو، بهانه به ورکه شي، چې ملي اردو د بهرنيو په چوپړ کې ده. د بهرنيانو به هم لاس سپک شي، چې زموږ اردو د دوى د ولسونو د مالياتو په خيرات چلېږي. د دوستو هېوادونو بې قيد او شرطه مرستې دې په ملکي برخو کې ومنل شي، اردو دې رښتينې خپلواکه وي، تر څو اردو خپلو خلکو ته بشپړه ژمنه پاته شي. شکر دی ټول مسلمانان يو، د مسلمان لپاره "حب الوطن من الايمان" دى، تاريخ ددې شاهد دى، افغان ملت ددې وړتياوې او ځواک لري، چې له خپلوملي نواميسو څخه دفاع وکړي . دا هېواد د ملت په ټولو وګړو حق لري او د هر وګړي ايماني دنده ده چی د مکلفيت دوره ترسره کړي.
دا کار به ولس ته په ملي اردو کې د رښتينې ملي يووالي نظم او ژ منتيا درس ورکولو سره سره، زموږ عسکري اړتياوې په زغرده د بهرنيو مرستو څخه پرته پوره او په سوله کې به مرسته وکړي. دا وخت زموږ ګاونډيانو سره- سره، د نړۍ نيم هېوادونه مکلفه اردو لري. د ارواپوهانو او سياست پوهانو له انده مکلفه اردو د همغږۍ او ټيم جوړولو تر ټولو غوره تجربه ده، چې افغانان پدې وخت کې ورته تر ټولو ډېره اړتيا لري. ملي اردو به د هرې کچې، سيمې، ژبې او توکم خلک په يوځاى راټولولو او کارکولو سره ملي يووالي او ملي پېژندګلوي رامنځ ته کولو ته اړ کړي، د ولس او اردو ترمنځ به درناوى رامنځ ته شي، او هېواد به مو له سترو ناورينونو او مرګونو ستونزو خلاص شي. انشاءالله
پوځي کارپوه ښاغلى جنرال حئ ګل سليمانخيل هم دمکلفې اوردو پلوي دى نوموړى وايې چې دمکلفې اوردو يوه ګټه داده چې په دې دوره کې دوطن پرستۍ روحيه د اجيرې اوردو په پرتله ډېره پياوړې وي او داساسي قانون ٥٥ مه ماده هم همدا حکم کوي چې بايد په هېواد کې دمکلفيت دوره رامنځته شي
يو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د اوسني حکومت لويه تېروتنه همدا ده چې په هېواد کې يې دمکلفيت دوره تردې دمه نه ده رامنځته کړې
ښاغلى جنرال محمد طاهر يرغل وايې چې دنړۍ په ډېرى هېوادونو کې همدا مهال دمکلفيت دوره جاري ده او بريالۍ هم ده
ښاغلى سليمانخيل وايې چې دا د امريکايانو او انګرېزانو يوازنۍ توطيه وه چې افغانانو په قانون کې دمکلفيت دوره راوسته خو دوى د دې دورې پرځاى موږ ته اجيره اوردو رامنځته کړه نوموړى وايي چې د مکلفيت په دوره کې دا ګټه هم شته چې په مکلفه اوردو کې اولس خپل ځان ويني.
ښاغلى يرغل له ښاغلي لېوال سره په يوه خوله دى خو نوموړى دمکلفيت د دورې د رامنځته کېدو لپاره سرتاسري امنيت او په ټولو وګړو دقانون يوشان پلي کېدل اړين شرط ګڼي
د پوځي چارو يو بل شنونکى ښاغلى جنرال زلمی .وردګ وايې کوم هېواد چې بې وسه وي ناتوانه وي بايد چې مکلفيت دوره پکې رامنځته شي ځکه چې دهېواد هروګړې دخپلې خاورې په ساتلو اړ دى
ښاغلى جنرال سليمانخيل وايې اوسنۍ اوردو دمعاش لپاره خپلې دندې پرمخ وړي څه ډاډ موجود دى چې که په اوسنۍ اجيره اوردو اوسنى ورکول کېدونکى معاش راکم شي نو دوى به بياهم دخپلې خاورې دساتلو لپاره وسله پر ځمکه کېنږدي.
جنرال وردګ بيا ټينګار کوي چې دمکلفې اوردو ګټې د اجيرې اوردو په پرتله ډېرې دي هغه ځکه چې هرسړى پکې د وطن ساتنې احساس کوي.
بل خوا عام و لسي وګړي هم دمکلفيت د دورې ملاتړ کوي دپښتو ټلوېزيون په يوه ټولپوښتنه کې دا ښودل شوې ده چې په سلو کې ٩٠ سلنه افغانان د مکلفيت د دورې درامنځته کېدو پلوي کوي
دپښتو ټلوېزيون د ټولپوښتنې په لړکې د يوشمېر هېواد والو خبرې په ګډه اورو (وډيو وګورئ).
کله چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړو او خپلې اړتياوې پخپله پوره کړو، نو نه به د چا داحسان پور وړي يو او نه به چاته په لاس غځولو مجبور يو.
د خپل هېواد د هراړخيز پايښت لپاره د سرونو نذرانې ته اړتيا ده، خوکه مرو نو له مرګ وروسته بايد راباندې راتلونکى نسل ووياړي، نه داچې په نوم اخيستنه مو وشرمېږي،
درنو هېواد والو! دخپلې خاورې ساتنه په هرفرد فرض ده، او له دغه فريضې مخ ګړځول به مو له تلپاتې بريا مخ ګرځول وي، راځئ، چې د پرديو د احسان وړونکو سوغاتونو، غرضي تنخواګانو او پوځي مرستې پرته، خپله له پرتمه ډکه خاوره پخپله له هر ناتاره وساتو.
که شازلمو نه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جينکۍ به دې ساتينه"