https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.
تړونى کاپي کاپي شو

زما د ولسمشرۍ په لومړۍ مياشت کې به د افغانستان ملي اردو پخپل ټوپک او ګولۍ يا مردکى ډز کاوه.

نن مې په ابوزابۍ (ابوظبۍ) کې د وسلو د کاروبار نندارتون څخه ليدنه وکړه چېرته چې په زرګونو نړيوالو کمپنيو ډول ډول پرمختللې وسلې د خرڅلاو لپاره ننداره کولې.

هغه هېوادونه چې د خپلې ساتنې او ژغورنې لپاره وسلې نه جوړوي، غواړي او که نه نور به د وسلو بازار ورڅخه جوړوي. تردې سترسياسي بېړاتوب بل نشته چې خپل ولس ته د وسلو جوړولو صنعت لپاره قوانين او لارې نه هوارېږي، په هغو هېوادو کې چې د وسلو جوړونې يا صنعت ته پاملرنه نه کېږي، نور ورڅخه د وسلو کارولو بازار جوړوي.

په نندارتون کې دو شيانو زما پام ځان ته واړوه. لومړى هغو پنډوسکو يا بالونونو چې زموږ په ښارونو کې د څار لپاره درول شوي او ډېر څه ورڅخه څارل کېداى شي، خو عجيبه داده چې د ناوړه پېښو پروخت د دوى له مالوماتو ولې کار نه اخستل کېږي ددې ځواب بايد حکومت خلکو ته ووايي.

دويم د مهماتو مردکيو يا ګوليو جوړولو کارخانې لګښت له ٢٠٠ تر ٦٠٠ ميليونو افغانيو دى، خو کرزي ددې لپاره بوديجه نه درلوده او اشرف غني ددې لپاره پيسي نلري؟ د اشرف غني په منشور کې به هم نه وي، ولسي او مشرانو جرګې چې دفاعي بوديجه څېړي هغوى هم پردې نه پوهېږي؟ په زرګونو جنرالان او مارشالان مو هم ولې غلي دي؟ د ماليې وزير چې د خيراتو لپاره د ميلياردو پروپوزلې ليکي هغه هم پدې نه پوهېږي؟

تېرکال انګريزي ورځپاڼې "ډيلي ميل" يو راپور خپور کړ چې دوه چرسي ځوانانو وکولاى شول چې ٣٠٠ميليونه ډالرو تړون د پنټاګون له مرستو څخه مهماتو (کلاشنکوف مردکۍ) د افغانستان ملي اردو لپاره ترلاسه کړي، چې اوس په هغه ريښتينې کيسه "د جګړې سپي" په نوم پلم يا فلم جوړېږي، لاندې انځور وګورئ.

يو ځوانکي زما پرونۍ خبره راخيستي چې د ماليې وزير CAPD تړون لاسليک کړ تاسې قضاوت وکړئ؟

ځوانه مرستې ولس ته نه رسېږي او که رسېداى نو اوس به هر افغان ميلياردر وو، د ماليې وزير دې هغه تړون پرېږدي، ٤٢٠ ميليونه ډالره غلا چې يوازې د ١٠٪ مخابراتي ماليې له درکه په مخابراتو کې شوې د هغه مخنيوى دې وکړي، په ميلياردونو غلا چې د ننګرهار په شوکاڼو کې کېږي هغه دې وڅېړي او په ميلياردونو نورې شتمنۍ چې لوټ کېږي د حکومت دنده داده، نه خيرات راټولول.

د شرم خبره خو دا ده چې د هېواد په پولو ډزې کېږي او ولس مشر دې چکرې وهي، شرم.

موږ د چا بې شرته (شرطه) مرستو په بډ يا خلاف نه يو ځوانه چې په هېواد کې پساد يا فساد بند نشي هېڅ نه کېږي که د پساد ورکول د حکومت او ملت لومړيتوب نشي جګړه پاى نه مومي او سوله نه راځي، پردي خيراتونه جګړه نوره تودوي.

زما د زړه سر ځوانانو که عزت، خپلواکۍ او هېواد غواړئ په خيراتو نه کېږي خپلې مټې راونغاړئ.
مهم انځور