ماها راجا غني او ماها راجا عبدالله ځان غوښتنو او درغليو هېواد دومره شاتګ ته اړ کړ چې اوس د زوړ انګيرز لمسى يوځل بيا دوى ته د راجاګانوخيال کوي او د ختيځ هندوستان د کمپنۍ خوبونه په هغه پښتونخوا کې ويني چې د نيکه امپراتورۍ يې ورڅخه دړې وړي شوې وه.
د انګريز لمسۍ پردې نه پوهېږي چې په ټوله مرکزي اسيا کې همدا افغانستان دى چې د ملګرتيا لپاره ورپاته دى، هغه کې هم دوى له خپلې دومخۍ لاس نه اخلي او د زاړه کولونیزیزم خوبونه ويني.
د لويديځ به دا ترټولو ستره تېروتنه وي چې په افغانستان کې اجرتي قاتلانو ته جګړه وسپاري، که يې دا چاره وکړه ان شاالله چې له ټولې اسيا به ورک شي.