د بهرنيو چارو وزارت کې توپيريز او ناوړه چلند، چارو کې خنډونه او ګزاپو پيسونو اخيستلو سره په ډيجيټلي وخت کې يوه شرميدلې بهانه چې بريښناليک وزارت ته په اونيو نه رسېږي! دغه ناخواله ماپخله تجربه کړې!
په يوه پاڼه وکالتليک ١٠-٢٠زره افغانۍ اخلي، درغليو لپاره سيستم نه لري او وړيا ګوګل جيميل او نور کاروي، چې په کابل کې بيا بيا وزارت ته د وې ټاپې لپاره کسان ورغواړي.
په ډيجيټل اسانتياوو حکومت په ميلياردو افغانۍ لګوي خو دادى په سيستم کې يې يو بريښناليک ٧ ورځې اخلي چې د بهرنيو چارو وزارت له کونسلګرۍ څخه وزرات ته ورسېږي!
حکومت بايد دغه ستونزه حل کړي که يې نشي کولاى، د لېوال ښې حکومتولۍ لاندې چمتو يو چې ولس ته د چوپړ پرموخه بهرنيو چارو وزارت ته داسې اسانتيا ورکړو چې ددغو ناخوالو مخه ونيسي.
نور رحمان لېوال
#نرلېوال