د جمعيت ګوند د عمومي غونډې يا کنګرې په جوړولو کې ٣ مړکېدل او څو ټپيان کېدل دا ښيي چې افغانستان کې سياسي ګوندونه ولس او هېواد لپاره چوپړ ته لږ او ګوند کې د اغيزمنو کسانو ګټو ته ډېر ژمن دي. حل دادى چې د هېواد سياسي ګوندونو کې د ولسي ښېګنيزو چارو روحيه را ژوندى او وپالل شي ترڅو اوسنۍ يوازې  واک او ځواک ته د رسيدو موخې يې شعوري او قانوني کمزوې کړل شي. 
د ګوندونو، ولس او حکومت د ښې راتلونکې لپاره  مو مشوره ده چې د سياسي ګوندونو قانون کې بايد سمون راوړل شي. د ګوندونو د جواز ترلاسه کولو او نوي کولو پر وخت باندې لاندې شرتونه پوره کول وغوښتل شي:
١-  هر کال بايد ګوند لږ ترلږه پنځو ولسي، ملي يا  نړيوالو ښېګنيزو چارو کې برخه اخيستي وې، د ستونزو حل يې وړاندې کړى وي، مرسته يې کړي وي او لږ ترلږه د ټولنيزو چارو لپاره يې يو نوښت کړى وي، همدرانګه د بل ګوند له اجازې پرته يې د هغو پروګرام يا نوښت کاپي کړى نه وي.
 
٢- د بډيالنې يا اپوزيسيون په ډول يې لږ ترلږه د حکومت پنځه چارې څارلي، ستونزې يې موندلې او د سمون  يا حل وړانديز  يې کړئ وي يا يې د حل په موخه سوليزه لاريون کړى وي. 
که کوم ګوند پورتنۍ چارې نه وي ترسره کړي، جواز يې بايد نوى نه کړل شي. دا به سياسي ګوندونه اړ کړي چې د جګړيز سياست پرځاى ښېګنيز سياست خپل او د ټولنيزو ستونزو د حل په موخه  خپل ګوند کې د ښېګڼې روحيه  وروزي. پورتنى چارې  به  ګوندونه له ځانغوښتنې ليرې کړي او هېواد به  له جګړو او پرديپالنې څخه وژغوري.
نور رحمان لېوال
کب ١٣٩٩
#نرلېوال 
#nrliwal