د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - عدليې وزارت
تړاو کاپي کاپي شو
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام - عدليې وزارت
هېواد کې سياست ښېګنيز  يا فلاحي کولو ته اړتيا ده
تړاو کاپي کاپي شو
هېواد کې سياست ښېګنيز يا فلاحي کولو ته اړتيا ده
2021-03-20 00:00:00 لمريز 1399-12-29 00:00:00
د جمعيت ګوند د عمومي غونډې يا کنګرې په جوړولو کې ٣ مړکېدل او څو ټپيان کېدل دا ښيي چې افغانستان کې سياسي ګوندونه ولس او هېواد لپاره چوپړ ته لږ او ګوند کې د اغيزمنو کسانو ګټو ته ډېر ژمن دي. حل دادى چې د هېواد سياسي ګوندونو کې د ولسي ښېګنيزو چارو روحيه را ژوندى او وپالل شي ترڅو اوسنۍ يوازې واک او ځواک ته د رسيدو موخې يې شعوري او قانوني کمزوې کړل شي.

د ګوندونو، ولس او حکومت د ښې راتلونکې لپاره مو مشوره ده چې د سياسي ګوندونو قانون کې بايد سمون راوړل شي. د ګوندونو د جواز ترلاسه کولو او نوي کولو پر وخت باندې لاندې شرتونه پوره کول وغوښتل شي:

١- هر کال بايد ګوند لږ ترلږه پنځو ولسي، ملي يا نړيوالو ښېګنيزو چارو کې برخه اخيستي وې، د ستونزو حل يې وړاندې کړى وي، مرسته يې کړي وي او لږ ترلږه د ټولنيزو چارو لپاره يې يو نوښت کړى وي، همدرانګه د بل ګوند له اجازې پرته يې د هغو پروګرام يا نوښت کاپي کړى نه وي.
٢- د بډيالنې يا اپوزيسيون په ډول يې لږ ترلږه د حکومت پنځه چارې څارلي، ستونزې يې موندلې او د سمون يا حل وړانديز يې کړئ وي يا يې د حل په موخه سوليزه لاريون کړى وي.

که کوم ګوند پورتنۍ چارې نه وي ترسره کړي، جواز يې بايد نوى نه کړل شي. دا به سياسي ګوندونه اړ کړي چې د جګړيز سياست پرځاى ښېګنيز سياست خپل او د ټولنيزو ستونزو د حل په موخه خپل ګوند کې د ښېګڼې روحيه وروزي. پورتنى چارې به ګوندونه له ځانغوښتنې ليرې کړي او هېواد به له جګړو او پرديپالنې څخه وژغوري.

نور رحمان لېوال
کب ١٣٩٩
#نرلېوال
#nrliwal
ځايناستى حکومت:افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته  لنډه لار،  ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز. نور رحمان لېوالځايناستى حکومت:افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته  لنډه لار،  ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز. نور رحمان لېوالځايناستى حکومت:افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته  لنډه لار،  ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز. نور رحمان لېوال
تړاو کاپي کاپي شو
ځايناستى حکومت:افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته لنډه لار، ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز. نور رحمان لېوال
په افغانستان کې د ولس، حکومت او سياستوالو ترمنځ ترټولو ستره ستونزه بې باوري يا بې اعتمادي ده. دغه ستونزه دوى اړ باسي چې پر ځان، کورنۍ، انډيوالانو، قوم تمرکز وکړي او نورو ته د شک په سترګه وګوري. د بې باوري دغه ستونزه ټول افغانان خو په ځانګړي ډول سياستوال د پرديو دسيسو ښکار کوي، په پرديپالنې يې مجبوروي، د خپلو خلکو له همکارۍ او خواخوږۍ څخه يې محروموي او په پايله کې سياستوال او ولس دواړه له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.
دا وخت ملت، حکومت او سياستوال، هغوى چې په حکومت کې او که له حکومت څخه بهر بډيالنې يا مخالفت کې دي، له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوى ترمنځ بې باوري خپل اوج ته رسيدلې. يو بل ته په سنګر کې ناست دي سر ورکوي خو د خپل ورور لپاره سنګر نه ورکوي چې بې عدالتي يې رامنځته کړې.
د افغانانو لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه به دا وي چې ترمنځ يې د باور فضا رامنځته شي. دغه د باور فضا يو سياسي جوړښت رامنځته کولاى شي چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي. له درغليو او ناخوالو پاک وي، سياسي او قانوني بڼه ولري، اسانه او په ګړندۍ او ارزانه ټوګه رامنځته شي، ځکه افغانان نور د سولې، پرمختګ او ښې حکومتولۍ په نوم له اوږدو بهيرونو څخه ډېر ستړي او زيانمن شوي دي.
د يو ټولمنلي ځايناستي حکومت لپاره لاندې وړانديز کوم او هېوادوال رابولم چې د افغاني ارزښتونو په رڼا کې يې لا پياوړى کړي.
د ځايناستي حکومت جوړښت
داسې يوجوړښت چې به بيړه منځته راشي په نړيوال سياست او قوانينو کې دود وي، تلپاتې سولې او ولسواکۍ ته افغانان په لنډه لار بوځي. يوازې ځايناستى حکومت کېداى شي، چې د افغانستان درې مهمو لوريو ولس، حکومت او طالبانو ته د منلو وړ وي، رامنځته کول دي. ترڅو ټول له جګړې ووځي او هېڅ لورى ځان بايلونکى احساس نه کړي.
لومړى لورى ولس: ولس ته دې حق ورکړل شي چې د ځايناستي حکومت لپاره٣٠٠ خپلواک کسان د ولس په استازيتوب د ځايناستي ولسمشر لپاره ځانونه ونوموي. د ولس په استازيتوب دغه کسان بايد د ولسمشرۍ وړ او د تېرو٤٠ کلونو د ناخوالو برخه نه وي. د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو د مېشتو قومونو په خوښه، هرې قبيلې څخه يو يا څو کسان به اړوند قبيلې لومړى او بيا د قوم په کچه غوره کوي. پاى کې د قوم په ملاتړ به يې د ځاىناستي ولسمشر لپاره نوماندوي. دويمه لار د نوماندولو د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او نورو جوړښتونو له لارې کېداى شي، خو د قوم پر بڼست نومانديدل ترټولو ولس منلې لاره کېداى شي.په ياد ساتى چې افغانستان کې قومي سيستم تر حکومت او سياسي ګوندونو پياوړى دى.

دويم لورى حکومت: د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله سياسي تړون لاندې حکومت له هغو ډلو جوړ دى چې تېر ١٩ کاله حکومت کې شريک او په هېواد کې د جګړې برخه دي. دوى د حکومتولۍ، ولسواکۍ او عدالت چيغې وهي خو يو يې هم رامنځته نشو کړاى. دوى دې د دويم لوري په ډول د ځايناستي حکومت او ځايناستي ولسمشر لپاره خپل ١٥٠ نوماندان ونوموي.
دريم لورى طالبان: چې د امارت غوښتنه لري او له تېرو ٣٠ کلونو څخه په جګړه کې ښکېل دي، د ځايناستې حکومت او ځايناستي ولسمشر لپاره دې له خپلو انډيوالانو ١٥٠ نوماندان ونوموي، که د دوى انډيوال ځايناستې ولسمشري وګټله امارت دې اعلان کړي.
له ولس څخه بايد ځکه د دواړو لوريو په برابر کسان ونومول شي چې حکومت او طالبان دواړه د خپلو ډلو د ګټو لپاره په جګړه او نورو ناخوالو تورن دي، دا به بهير د ولس د باور وړ کړي.
د ځايناستى ولسمشر ټاکل
د دغو٦٠٠ کسانو ترمنځ دې رڼې او په ژوندۍ بڼه مخامخ ټاکنې وشي لکه څنګه چې د ټاکنو کمېسيونونو د چارواکو په اړه وشوې. هر ځايناستى ولسمشر نوماند به دوه رايې ولري يوه به د ځان لپاره او بله به هرومرو د خپلې خوښې بل نوماند ته کاروي. په پايله کې چې هرچا ډېرې رايې وګټلې هغه د ځايناستي ولسمشر په ډول خپله کابينه چې وزيران، واليان او نورې مهمې سياسي دندې دي، د برابرې سلنې پر بنسټ له دغو درې ډلو نوماندانو څخه وټاکي.
دغه ټاکنې دې د نړيوالو په امنيتي او دفاعي ژمنتيا په خوندي ځاى کې ترسره شي خو د ټاکنو چارې به په خپلواک ډول د نوماندانو لخوا اداره او ترسره کېږي.
ځايناستى حکومت
ځايناستى حکومت به اجرائيه ځواک په بشپړ ډول بدلوي او په خپل واک کې به يې راولي، د مقننه ځواک ولسي جرګه کې به د اوسنيو استازو په تناسب درېيمه برخه د طالبانو په خوښه ورډېرېږي. د مشرانو جرګې وخت څو ځله پاى ته رسېدلاى خو غړي يې په ځايناستي ډول چارې پرمخ بيايي، د حکومت په ونډه کې د ځايناستي ولسمشر لپاره دوى غوره نوماندان دي او دغه جرګه بايد لغوه شي. د ځايناستي ولسمشر له ټاکلو وروسته له پاتې درې ډلو نوماندانو څخه به په برابر شمېر د خپلمنځي ټاکنو له لارې د مشرانو جرګه بشپړه کړل شي. يو کال وروسته به ددغې جرګې لپاره ولايتي جرګګيو ټاکنې وشي. دفاع او امنيتي چارو کې به درېيمه برخه د لوړو چارواکو طالبانو لپاره جوړېږي. د طالبانو جنګيالي به له وړتيا سره سم د ملي اردو او پوليسو په ليکو کې ګومارل کېږي. قضايه ځواک کې به هم درېيمه برخه د طالبانو ګومارل کېږي.
ځايناستى حکومت به په يو کال کې د ټاکنو او نورو قوانينوکې سمون راولي. دويم کال کې به د مقننه ځواک نيمګړې برخې مشرانو جرګې لپاره د ولايتي او ولسواليو جرګګيو ټاکنې ترسره کوي. په درېيم کال به د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي. د ټاکنو په پايله کې به ځايناستى حکومت واک د ٧ کالو لپاره راتلونکي حکومت ته سپاري چې يوازې يوه اووه کلنه دوره د حکومت کولوحق به لري، دوه دورې حکومتونه په افغانستان کې بريالي او ګټور نه وو، هغه حکومت به په شپږم کال ټاکنې ترسره کوي او نوي حکومت ته به واک سپاري.

زما په اند دا د افغانستان له اوسني کړکېچ څخه د وتلو تر ټوله اسانه، ګړندۍ او معقوله لاره او په دې ډول به ټول ګټونکي شي. هم به په افغانستان کې د ځايناستي حکومت خپلولو سره، نابرياليو حکومتونو لکه د ١٣٩٨ ملي يووالي حکومت پاى کې د خپل واک غځولو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې نه ترسره کول او نورو ستونزو پروخت بېپرې حکومت رامنځته کول قانوني شي. په ياد وساتئ چې د افغانستان اوسني قوانين حکومت واک ته رسولاى شي خو د ناوړتيا په وخت کې يې له واکه څخه د کوزولو هېڅ قانوني لار نه لري.

اوس که ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله داسې انګېري چې طالبان به د اسلامې حزب په پلونو ولاړ شي دا ناشونې ځکه ده چې د اسلامي حزب ډېرى برخه غړي د بُن د تړون له مخې رامنځته شوي حکومت کې شريک وو. اوس که يو څو طالبان د اسلامي حزب په لار ولاړ شي ډېرى نه ځي او د اوږدې مودې لپاره به جګړه روانه وي. طالبان هم که داسې انګېري چې د ډاکټر نجيب د حکومت په څېر به حکومت چپه کړي کېداى شي ډېر وخت او سرښندنو وروسته هم ناشونې وي. ځکه موږ په طالبانو او حکومت غږ کوو چې راځئ ددې لپاره چې د خپلو ملګرو او ولس سر او مال مو ژغورلاى وي د ځايناستي حکومت دا وړانديز ومنئ.
د يادونې وړ ده چې ځايناستى حکومت په لومړي ځل د ملي يووالي حکومت په پاى کې د١٣٩٨ کال د غبرګولي لومړۍ نېټې له کړکېچ څخه د وتلو لنډې او اوږدې لارېچارې تر سرليک لاندې ولس، حکومت او ولسمشرۍ نوماندانو ته وړاندې شوو. نورو مالوماتو لپاره دويم څپرکى وګورئ. ځايناستى حکومت او لنډمهاله يا موقت حکومت دواړه جلا جلا د حکومتولۍ دوه ډولونه دي، پام چې په پېژندلو کې يې مغشوش نشئ، د ولسواکي قوانين پرته له ځايناستي حکومت درلودل په ولسواکۍ ملنډې وهل اوستر سياسي پسات ته لارې پرانستل دي.

#نرلېوال #ځايناسى_حکومت
د هېواد قانوني چارو کې اړوند کسانو ته موږ وويل چې د غني او عبدالله حکومت قانوني نه دى او بايد يو ځايناستې حکومت رامنځته شي، دادى اوس نړيوالو هم په ماسکو، دوحه او واښنګټن کې ورته غوښتنه وکړه. نور رحمان لېوال

تړاو کاپي کاپي شو
موږ ملت جوړونې ته کار کوو، تپلشوي حکومتونه موږ ته نه د منلو وړ وو او نه دي: نور رحمان لېوال، د ١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند
له انګريزي ښېکلاک څخه رانيولې ترننه د افغان ملت له ارادې پرته ډېرى حکومتونه تپلشوي، له بدمرغه اوس خو خبره ان دې ته رسيدلې چې شاوخوا٨٠٪ د بهرنيو خېښان او بهرني تابعيت لرونکي څوک چې پرته له خپلو ګټو افغاني ارزښتونو ته هېڅ درناوى نلري او ان د سپکاوي لپاره يې مټې رانغښتي، واک ته رسيدلي او د ميلياردونو لګښتونو پرمټ ډنډوره کوي چې نيکونه مو تېروتي وو چې د بهرنيو يرغلګرو پر بډ يا خلاف راپاڅېدلي وو، دوى ملي کسان کنځي، ګواښي او ځانتپلي تبعيد ته يې اړ کوي.

موږ په زغرده ټولو ته وايو چې پردي او دهغوى ګوډاګيان، يوازې د خپلوګټو تر بريده تاسې سره ملګرتيا کوي او تاسې هغوى ته هېڅ اهميت نه لرى.

تېرو څلورو لسيزو کې د تپلشويو سياسي سرکښانو او د هغوى د حکومتونو ناوړه او وژونکې پايلې چې لسهاو ميليونه افغانان يې شهيدان، معيوب، ټپيان، کډوال او لوږې سره مخ کړي او له بدمرغه د تپلشويو له امله دا ناوړه لړۍ لا روانه ده.

موږ خواشيني يو چې يرغلګر او د هغوى ملګري وتوانېدل چې يوځل بيا د افغان ملت له وينو او ټپونو ګټه پورته کړي او د ولسواکۍ ترنامه لاندې دروغجن او اختلافي بهيرونه پرمخ بوځي ترڅو په ترڅ کې يې هغه کسان يوځل بيا واک ته ورسوي چې تېر شل کاله يې ملت ځورولى، رټلى او هم يې په قوانينو او ارزښتونو لوبې کړي.

موږ له پتمن او ځورېدلې افغان ولس څخه بښنه غواړو چې له ډېرو سپېڅلو هڅو سره ونتوانېدو چې دغه حالت ژر مهارکړو، خو ناهيلي نه يو د ملت جوړونې، خپلواکۍ او ځانبسيانې لپاره خپله سپيڅلې مبارزه جاري ساتو او په داسې حالاتو کې موږ لپاره مهمه نه ده چې له ښکيلو څخه د پرديو پرمټ څوک واک ته رسېږي، موږ له ولس سره يو او يوځل بيا دوى ته ډاډ ورکوو چې د خپلې سپېڅلې سياسي، علمي او تخنيکي مبارزې هوډ مو لا پياوړى شوى او پرمخ بولو لپاره يې په ملت د ملګرتيا غږ کوو چې ملت د خپل حق او راتلونکي لپاره موږ سره ګډه هڅه وکړي ترڅو تپلشوي او د هغوى حکومتونه لاندې چارو ته مجبور کړو:

لومړى: د ١٣٩٨ بدمرغه ټاکنو په پايله کې تپلشوى حکومت پرېنږدئ چې له بهرنيو پورونه واخلي، که مو پرېښود، افغانستان به په غيرمستقيم ډول خرڅ کړي چې بيا ترڅو دا نړۍ اباده وي تاسې به د هېواد او خپلې ارادې څښتنان نشئ، حکومت چې کومې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي، د پرانستې حکومتولۍ پر بنسټ بايد د هغو لګښتونه ملت سره ګام پر ګام شريک کړي.

دويم: په هېواد کې روانې جګړې ته چې بهرني مرسته کوي بايد د پرانيستي حکومتولۍ پر بنسټونو د جګړې لپاره د وسلو او مهماتو برابرولو او لګښت کولو بهير له پيل تر پايه پرانيستى او حکومت يې ملت ته په حساب ورکولو مجبور کړل شي، نور محرميت مه منئ، يوازې افغان ولس ناخبره ساتل کېږي، زموږ له دوستانو او دښمانانو هېڅ پټ ندي، دا کړنه به جګړه سسته او سولې ته لار پرانيځي.

دريم: ارګ کې د ملى تدارکاتو اداره چې له خورا ډېرو برخو څخه يې يوازې تپلشوي برخمن کېږي او مرکزيت يې د ملت بېخ وباسي، بايد دغه اداره د ټولو ملي تدارکاتو بهير له اړتياو نيولې تر تړون تر پايه پورې ملت ته د ګام پرګام مالوماتو شريکولو او له درغليو د مخنيوى چارو ته ځانکړى شي، تړونونه ورکول بايد ددغې ادارى له واک څخه وايستل شي. ټولې اړوند دولتي ادارې د اړتيا سره سم بايد د خپلو تدارکاتو واک ولري ترڅو مجازاتو او مکافاتو ته لار پرانيستل شي، دا به ملت له پسات (فساد) او د بهرنيو له دام څخه خلاص کړي، ټولواک ارګ ته ورکول د پسات جړ دى.

څلورم: ولايتي او نورې دولتي ادارې هم بايد پرانيستې حکومتولي خپله کړي او د خپلو ټولو لګښتونو تګ او راتګ راپورونه ورځ په ورځ له ملت سره شريک کړي.

موږ يوځل بيا ملت ته ډاډ ورکو چې د لوى څښتن راکړې تخنيکي او علمي وړتياوې به د دوى د هوساينې او پرمختګ لپاره نه سپمو او خپله مبارزه به جارى ساتو، په دعاګانو کې مو مه هيرو‌ئ، د يو هوسا، خپلواک، پرځانبسيا او خوشاله افغان ولس په هيله.

په درنښت د ملت خيرخوا او ملګرى

نوررحمان لېوال
د ١٣٩٨ ولسمشرۍ خپلواک نوماند