د پښتون، پښتو او پښتونولۍ خواخوږو رسنيو پېژندنه او ستاينه.
د ډېرې خوښۍ ځاى دى چې پښتو ورځ د ماشومتوب له پړاوه، پل اخلي او سږ کال به د پښتون، پښتو او پښتونولۍ، خواخوږو او غمخوارانو پېژندلو هڅه کوي، نور بايد پښتو ورځ سترو خبرو کې ګډون کول پيل کړي، د ځوانۍ کار او زيار ته ځان چمتو کړي.
که د سږ پښتو ورځ څخه پيل، هرکال پښتو ورځ د نورو ډېرو موخو ترڅنګ "سرموخه" يا “Target” وټاکي چي تر بل کاله "سرموخې" ته د کار، زيار او څار په پايله کې د لاسته راوړنو شننه او راتلونکې لپاره يې پلانونه وکړي.
يو وړانديز دى چي راځئ د سږ کال "سرموخه" د پښتون، پښتو او پښتونولۍ خواخوږو رسنيو پېژندنه او ستاينه وټاکو. ترڅو بل کال د پښتو ورځې مينوال او خواخوږي وتوانېږي ددغو رسنيو نازول هېر نکړي. د دې لپاره راځئ، سږکال راغونډونه وکړو چې کومې رسنۍ ډېرې خپرونې ،هڅونې او خواخوږي د پښتو په ورځ له پښتون، پښتو او پښتونولۍ سره کوي.
هيله ده رسنۍ هم د پښتو ورځ فيسبوک پاڼه او خپله پاڼه کې د خپلو خپرونو راپورونه شريک کړي. پښتو ورځې مينوالو څخه هيله ده چې د رسنيوخپرونې وڅاري او راپورونه يې خپاره کړي.
خوشاله پښتو ورځ او له هغې وروسته خوشاله ژوند ولرئ.
نور رحمان لېوال