https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
٢٨ زمرى يا اسد د انګريزي ښکيلاک د ماتې ورځ ده نه د خپلواکۍ : نور رحمان لېوال
Copy link Copied
له تېرو درې لسيزو دا ليکنه خپروم، ولس ، سياستوال او حکومتونه خبروم چې ٢٨ د زمري يا اسد د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ نه بلکې د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ ده، هر ځل يې ډېرى ومني، خو هغه ټولنې چې د سرکښ زهنيت/ذهنيت يې د غلامۍ وي هغه د خپلواکۍ په خبرو نه پوهېږي.

سږ کال ١٣٩٩ کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کابل حکومت په داسې حال کې دغه سياسي تېروتنه کوي چې ٩٠٪ ولس له لوږې مري، په ٣٠٪ خاوره يې حکومت واک لري هغه هم نيمکړى. په هېواد کې جګړه ده، د کرونا ناروغۍ لکبله د ميليونو زدکوونکو لپاره ښوونځي بند دي او بديلو لارو کې دوى پاتې راغلي. خو د #انګريزي_ښکيلاک_ماتې ورځ ته له ناپوهۍ د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ وايي او ميلياردونه افغانۍ لګښت چې بايد په پورتنيو چارو يې کړى واى دادى په خرمستيو لګوي. درې ورځې وړاندې لا ډېر ښارونه او کاروبارونه بند دي. او عجيبه لا دا چې دغه د خپلواکۍ ورځ د هغه ارګمشر لخوا لمانځل کېږي چې وايي په ارګ کې راګير يم، شپږ مياشتې د پرديو له مرستې پرته حکومت نشم کولاى، د سولې لپاره د خپل ولس له بنده پرېښودلو اجازه له بهرنيو غواړي! ايا خپلواکي همداسې وي؟
٢٨ د زمري د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ که د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ؟ د خپلواکۍ ورځو يادولو سره يرغلګرو ته وياړ مه بخښئ، بلکې دغه ورځې د يرغلګر د ماتې ورځې په نوم يادولو سره يرغلونه شرم او عار کړئ.
زما له خوا دا ورځ د خپلواکۍ ورځ نه بلکې تر هغو به د انګريزي يرغل د ماتې ورځ په نامه يادېږي ترڅو چې د انګريز پر امپراتورۍ وياړکوونکو له افغان ملت څخه بخښنه نه وي غوښتې او د زيانونو بدله يى نه وي ورکړې, کله چې هغوى بښنه وغوښته، بيا به دا ورځ د خپلواکۍ ساتنې په ورځ يادوم خو د خپلواکۍ ورځ موږ نه لرله او نه يې لرو.
زموږ خپلواکي څوڅو ځله له ګواښونو سره مخ شوې خو هيڅکله مو د خپلواکۍ چېغې او هلېځلې د يرغلګرو پروړاندې نه دي ودريدلې، که يرغلګر څومره چالاکه، مکار، پياوړي او پرمختللي و لکه د نن او که څومره زښت، تور او نادوده وه لکه د پرون روس، انګريز، ګورګين، چنګيز او سکندر. د افغانانو ټاټوبي ته سپک کتل يې د امپراتورى پاى وو او وي به، ځکه خو د افغانانو خاورې ته د امپراتوريو مړيستون وايي، دا حالت به ترهغې وي چې موږ افغانانو خپلې اړتياوې نه وي پوره کړي او له نورو د مرستې پر ځاى مو خپلو سياسي، ولسي او اقتصادي ستونزو ته خپل حل نه وي لټولى نو په پاى کې پردى مرستې خپلواکۍ ته ګواش کيږي.
د ننيو ځوانانو د خپلواکى ورځې يادونې او د غازي امان الله خان د خپلواکۍ ساتنې هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و. ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!
پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام وو؟
دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي وو او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى.
دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده. کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي.
غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي وو.

په تاريخي ډول د انګريزي ښکيلاک د ماتې ورځ که د خپلواکۍ ورځ درکولو لپاره له ١٨٨٠ز څخه تر ١٩١٩ ز پورې وخت چې د امير عبد رحمان څخه تر امان الله خان پورې تاريخ دوره جوړي بايد په ځيرکتيا سره ولوستل شي. په دغه دوران کې د "ځلاند برتانوي حکومت او د خپلواک افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون په ۸ اګست ۱۹۱۹ز چې د ۱۱ زيقعد ۱۳۳۷ هجري نيټې او ١٦ زمرى ١٢٩٨ سره سمون خوري، پنډۍ کې تر سره شو لوستل ډېر اړين دي.
د ياودولو وړ ده چې له دغه تړون څخه پخوا هم هند کې د برتانيا حکومت، افغان حکومت ته ددې لپاره باج ورکولو چې افغانان به د برتانيا په بډ له بل لوري، خو په ځانکړي ډول تزاري روسې سره ملګرتيا نه کوي. ځينې کسان له دغه باج څخه داسې انګيري چې هغه وخت د حکومت بهرنۍ تګلاره يا پاليسي د برتانيا په لاس کې وه. دا ډېر ناسم درک دى، تردې پخوا تړونونه ټول برتانيا سره له ماتې وروسته د سولې او امن ټينګولو لپاره شوي دي . پنډۍ تړون هم د برتانيې حکومت او د افغانستان حکومت د امن او سولې لپاره کړى وو چې زه يې يوازې لومړى او دويمه ماده راوړم:
لومړۍ ماده- په دې تړون د لاسليک له نېټې سره سم يو خوا د برتانيې حکومت او بل خوا د افغانستان حکومت ترمنځ به سوله وي.
دوېمه ماده- هغو حالاتو ته په کتو چې د برتانيې او د افغان حکومت ترمنځ ورباندې اوسنی جګړ ونښته، د برتانيې حکومت د خپلې ناخوښي څرګندولو لپاره پخوانو (افغان) اميرانو ته ورکړې شوي امتياز بېرته اخلي- په ګډون د هند له لارې وسلو، بارود او جنګي مهمات افغانستان ته وړلو.
له ټولو جګړو چې برتانيا بايللي او د هغو په پاى کې د سولې تړونونه شوي نو بيا څنګه څوک دا منلى شي چې افغانستان د چا مستعمره وو او د خپلواکۍ يا ازادى ورځ لري؟

نور رحمان لېوال
#nrliwal #نرلېوال #لېوال
Main Image