https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ ته د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ ويل او پدغه نوم يې يادول سياسي تېروتنه ده.
Copy link Copied
زما لخوا به تر هغې داسې يادېږي ترڅو چې د انګريز پر امپراتورۍ وياړکوونکو له افغان ملته بښنه نوي غوښتې، کله چې هغوى بښنه وغوښته، بيا به يې د خپلواکۍ ساتنې ورځ په نوم يادوم.
موږ چې د غلامۍ ورځ نلرله د خپلواکۍ ورځ څنګه لرلاى شو؟
زموږ خپلواکي څو څو ځله له ګواښونو سره مخ شوې خو هيڅکله مو د خپلواکۍ چېغې او هلېځلې د يرغلګرو پروړاندې نه دي ودريدلې، که يرغلګر څومره چالاکه، مکار، پياوړي او پرمختللي و لکه د نن او که څومره زښت، تور او نادوده وه لکه د پرون روس، انګريز، ګورګين، چنګيز او سکندر.
د افغانانو ټاټوبي ته سپک کتل يې د امپراتورى پاى وو او وي به. ځکه خو د افغانانو خاورې ته د امپراتوريو مړيستون وايي او دا به ترهغې وي چې زبرځواکي زموږ خپلواکۍ ته ګواش کيږي. دا به ترهغې وي چې موږ افغانان خپل ځان ونه پېژنو، خپلو ستونزو هوارولو ته پام ونکړو او نړيوالې سياسي، مدني او اقتصادي نادودې کرښې پرينږدو.
د ننيو ځوانانو د خپلواکى ورځې يادونې او د غازي امان الله خان د خپلواکۍ ساتنې هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و، ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!
پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام و؟
دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي و او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى.
دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده، کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي.
غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي و او دي نور رحمان لېوال ٢٨ زمرى ١٣٩٤ #SupportUnitedPashtunkhwa
#يوه_پښتونخوا_غواړو
#nrliwal #نرلېوال