https://www.mahasib.com
Required
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د هېوادوالو د خپلواکۍ بېشانه څرګندونې د ستاينې، ملاتړ او ډېر وياړ وړ دي. خو د خپلواکۍ د ورځې په نوم غونډو پرون يوځل بيا زموږ سياستوالو وښودل چې لا د سياست د لومړي ټولګي زده کوونکي دي، دوى نشي کولاى چې د ميليونونو شهيدانو او غازيانو د سرښندنو او ارزښتونو څخه د ملت پګټه کار واخلي، بلکې د ملت سترې لاسته راوړنې د خپلو ځانښودنو لپاره د وړو غونډو قرباني کوي. زه د افغانستان په سياستوالو غږ کوم چې خپل تاريخ ولولئ او هغه مه مسخه کوئ.

٢٨ د زمري يا ١٩ د اګسټ چې تاسې له برتانيا څخه د خپلواکۍ د ورځې په نوم يادوى د هغې تاريخ خو لږ ولولئ. لاندې د ويکپيډيا د ليکنې ژباړه ده:
"د افغان خپلواکۍ ورځ په ١٩ اګسټ د انګلو-افغان د ١٩١٩م کال د پريکړې د يادولو پترڅ کې لمانځل کېږي. دغې پرېکړې له برتانيا څخه بشپړه خپلواکي ورکړه: خو افغانستان کله هم د برتانيا د امپراتورۍ برخه نه وو. او برتانويانو له افغانستان سره درې جګړې وکړې..."
Afghan Independence Day is celebrated in Afghanistan on 19 August to commemorate the Anglo-Afghan Treaty of 1919.[1] The treaty granted complete independence from Britain; although Afghanistan was never a part of the British Empire. The British fought three wars with Afghanistan...
دغه درېواړه جګړې انګريزانو بايللي، او ددغو جګړو په پايله کې د برتاينې امپراتورۍ ١٩١٩ پرېکړه وکړه چې د افغانستان خپلواکي ته په درناوي نور دوى مخکې تګ نه کوي، جګړه نکوي او هغه وه چې پوره امپراتوري يې ړنګه شوه. په هغه وخت کې هم بېواکه او ګوډاګيو سياستوالو د هېوادوالو بريا خرڅه کړه او پرون هم ډېرو سياستوالو ډېره ارزانه د ځانښودنې لپاره وکاروله!
ميليونونو افغانان د خپل سر قرباني ورکړه چې افغانستان غلام نشي او د ازادۍ ورځ ونلري، خو ځينو د ځانښودنې لپاره غلامي ومنله او د خپلواکۍ ورځ يې ولمانځله. د شهيدانو او غازيانو روح دې ښاد وي او د هغوى پاتشوني دې خداى پاک پوه کړي. که څوک د خپلواکۍ ډېر لېوال وي نن هم زموږ خپلواکي تر سياسي ګواښ لاندې ده، هغه سياسي ماغزه او سياسي حل غواړي، دغه حل "خپله مرسته پخپله" تګلارو کې نغښتى، نه په بېځايه غونډو، چيغو، جګړو او ځانښودنو کې.
د هغې ورځې په هيله چې افغانان د خپلواکو او په هېواد مينو سياستوالو او دومخو، ځانښودونکو سياستوالو ترمنځ توپير وکړي، ستونزې به د افغانانو شاه پرېږدي.
د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ ته د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ ويل او پدغه نوم يې يادول سياسي تېروتنه ده. زما لخوا به تر هغې داسې يادېږي ترڅو چې د انګريز پر امپراتورۍ وياړکوونکو له افغان ملته بښنه نوي غوښتې، کله چې هغوى بښنه وغوښته، بيا به يې د خپلواکۍ ساتنې ورځ په نوم يادوم.
موږ چې د غلامۍ ورځ نلرله د خپلواکۍ ورځ څنګه لرلاى شو؟
زموږ خپلواکي څو څو ځله له ګواښونو سره مخ شوې خو هيڅکله مو د خپلواکۍ چېغې او هلېځلې د يرغلګرو پروړاندې نه دي ودرېدلي، که يرغلګر څومره چالاکه، مکار، پياوړي او پرمختللي و لکه د نن او که څومره زښت، تور او نادوده وه لکه د پرون روس، انګريز، ګورګين، چنګيز او سکندر.
د افغانانو ټاټوبي ته سپک کتل يې د امپراتورۍ پاى وو او وي به. ځکه خو د افغانانو خاورې ته د امپراتوريو مړيستون وايي او دا به ترهغې وي چې زبرځواکي زموږ خپلواکۍ ته ګواښ کېږي. دا به ترهغې وي چې موږ افغانان خپل ځان ونه پېژنو، خپلو ستونزو هوارولو ته پام ونکړو او نړيوالې سياسي، مدني او اقتصادي نادودې کرښې پرينږدو.
د ننيو ځوانانو د خپلواکۍ ورځې يادونې او د غازي امان الله خان د خپلواکۍ ساتنې هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و، ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!
پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام و؟
دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي و او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى.
دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده، کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي.
غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي و او دي.
#SupportUnitedPashtunkhwa
#يوه_پښتونخوا_غواړو