Home >
د غازي امان الله خان هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و، ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!

پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام و؟ 

دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي و او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى. 

دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده، کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي. 

غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي و.