https://www.mahasib.com
ل
هـ
Required
×
×
Change
×
Yes
No
×
Delete?
Yes
Show more...
Show less
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
Accept
Reject
اطلاعاتو او کلتور وزارت
Home
د خوا خوږۍ پیغام
ارواښاد بختانی ستر انسان، د نورو په درددردمند او د عمل د لارې ستر مجاهد وو، خداى بښلى ستر څیړونکی او لېکوال وو چا چې زموږ لپاره په لسګونو علمي ډېوې پريښي چې راتلونکې به مو رڼا کوي. د خداى بښلي کورنۍ او مينوالو ته صبر او اجرونه غواړم.
سياسي قاموس
هغه 2,327 کسه لويديځوال چې روسې ټلويزيوني شبکې ارټي کې د کارپوهانو او شنونکو په ډول راڅرګندېږي لويديځوالو د Useful Idiots چې مانا يې ده ګټور بېړاګان يا احمقان لاندي لست کړي.
په پښتو کې به Useful Idiots ته څه وايو؟
ګټور بېړاګان
په شمشاد بريد د پسادګرو او ملت دښمنو کړيو کړنه ده چې په کلکو ټکو يې غندو لامل يې ناوړه حکومت ګڼو چې د ولس او ملي شتمنو په ساتلو کې پاتې راغلى.
سعدالدین شپون
په ډېرې خواشینئ سره د لوی استاد او لیکوال سعدالدین شپون په مړينې خبر شوم. د ارواښاد مړینه د پښتو ادبیاتو لپاره سترزيان او تشه ده. اروا يې ښاده او جنتونه يې ځای شه.
د کابل د حکومت استازي په بهرنيو اړيکو کې د ولسي کلتور، اقتصاد او پرمختګ څخه استازولي ځکه نه کوي چې دوى د ټيټوالي (احساس کمتري) په ناروغۍ اخته دي. دوى بهر کې روزل او تپلشوي، ځايي لاسته راوړنې نلري او پخپل کلتور کې ځان ورته ټيټ ښکاري، ډېرى يې دوګون تابعتونه لري. دغه ډول خلکو ته د هېواد استازولي ورکول ملي خيانت دى.
ښځو د پرمختګ لپاره: د ناوړه دودونو ورو-ورو بدلون حل دى نه ماتول.
#افغاني
د پياوړتيا لپاره: اړتيا ده چې موږ داسې کلتور ته پرمختګ ورکړو چې په زدکړو، کاروبار او له کوره بهر سړي، ښځو او کورنيو ته د منلو وړ وي.
مورنۍ ژبې ورځ بختوره
د ملت پېژندګلوي په څه کېږي؟ په پنځلسو هېوادو کې يوه نوې څېړنه ښيي چې ګډه ملي ژبه تر ټولو ستر او مهم بنسټ دى.
بې کماله خپلواکي پخپله ستره غلامي ده
د نيولشوې پښتونخوا، د ملي ځوانانو سازمان لخوا، د پښتو ورځ يادغوڼدې په بلنې او ددوى د پياوړو او غورځنګي ځوانانو او قدرمنو مشرانو له مينې او درناوي څخه ډېره ډېره مننه.
که خداى پاک کول پښتو ورځ د پښتنو په ريښتوني مذهبي، سياسي او اقتصادي تړاو بدلېږي چې د پښتنو د يوالي لپاره ډېر ډېر اړين دى.
ښاغليو حيدرعلي، مسعود خټک او عبدالله خان څخه نړۍ نړۍ مننه چې غونډې جوړولو کې يې ستر زيار ګاللى او د پښتو ورځې سره يې بېشانه مينه ښودلې وه.
برياليتوبونه يې غواړم.
تړاو
◀
Previous
▶
Next