https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
تر پښتون دښمنۍ بل سترخيانت له افغانستان سره نشته
تر پښتون دښمنۍ بل سترخيانت له افغانستان سره نشته
تړونى کاپي کاپي شو
د ١٤٠١ کال #پښتوورځ په پار سياسي شننه، نور رحمان لېوال
يو مشر دا پوښتنه کړې چې"که امارت تر ډېره په رسميت ونه پيژندل شي، خطرات به يې څه وي؟"، نو مې اړينه وګڼله چې دا سکالو د پښتو ورځ سياسي شننې ته ځانګړې کړم. ګواښونه او وارې يې وڅېړم. يوه يادونه اړينه ده چې امارتوالو ته ټولې نړۍ د ملګروملتو په څو غونډو کې وويل چې امارت ورسره نه مني. تېر د امارتوالو حکومت چې د بهرنيو د يرغل لامل شو د ګوتو په شمار هېوادو منلى وو چې دا ځل يې هغوى هم له منلو تېر شول.
د رسمي نه منلو لومړۍ ستونزه داده چې همدا اوس هېواد په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ او لا مخکېږي، بېوزلي به لا ډېره شي، په ځانګړي ډول پښتون ميشتو سيمو کې. داسې ګنګوسې دي چې امارتوالو چارواکو ته له تېرو ٨ مياشتو څخه تنخاوې نه دي ورکړل شوي او خدايجاتي کار کوي خو د "مساعده" په نوم له قانون پورته څه ناڅه ورکول کېږي، دا کړنه قانون ماتول دود کوي چې هېواد کې مديريت ته سخت زيان رسوي. د اولس په کړاونوخو ټوله نړۍ غږېږي په ځانګړي ډول ملګري ملتونه او نورې مرستندويه موسيسې چې کب په کور ورکوي ترڅو د کب نيول چل ورڅخه هېر او د دوى څنګپرڅنګ يا موازي حکومت روان وي. د امارتوالو د څرګندونو پر بډ يا خلاپ چې وايي دوى په ټول هېواد واک لري، په څرګند ډول هېواد کې درې څنګپرڅنګ حکومتونه روان دي. امارت، ملګري ملتونه او جلاهېواده (جلاوطنه) جمهوريت چې تر سپارتونو محدوده دي. په پټ ډول د يو ګاونډي هېواد استخباراتي او پوځي ماپيا چې پخوا دغه ماپيا د ډېرو هېوادو وه خو اوس يوازې دوى ته پاتې او ورځ تربلې پياوړې کېږي.

دويم لوى ګواښ د رسميت نه پېژندنې، امارتوال اړ کوي چې ډېرې ملي چارې او شتمنۍ د رسميت پېژندلو قرباني کړي او د پرديو لاس ته په اسانه وغورځوېږي چې بيا به لسيزې مبارزه کوو ترڅو د هغو له زبېښاک څخه ووځو. اوسنى حالت امارتوال اړ کوي چې زبېښاګرو ته ځينې ملي چارې او سرچينې د رسميت پېژندلو لپاره ډالۍکړي، چې بېلګه يې د کانونو بېدېرغه ايستلو بهير دى چې په کوردننه ګټه پورته کول، اومه توکي په پخو توکو اړولو پرته د خامو توکو ويستل او بهر ته لېږد يې دغه سرچني له تالان سره مخ کوي. ګاونډيو او برخمنو هېوادو کې ورڅخه پړسېدلي به هېواد ته ستونزې جوړوي ترڅو خپلې ګټې جاري وساتي، د نړۍ ډېرى هغو هېوادو کې چې د کانونو سرچينې لري ورته حالت روان دى.

په رسميت نه پېژندلو درېيم خو ناوړه ګواښ دادى چې بهرني هېوادونه به وروورو د هغو کسانو ترشا ودرېږي چې د امارتوالو بډيال دي او ځينې نور به د ډوډۍ لپاره د پرديو ناوړه موخو يرغمل کېدو ته اړ وي. همدا اوس وينو چې امنيتي ګواښونه مخ په ډېرېدو دي چې يو له ستر لاملونو يې بېوزلي ده. د بېوزلۍ په اړه امارتوال وايي چې ړنګه اداره ورپاتې شوه، خو ځينې هېوادوال داسې هم انګېري چې دوى ته جوړ سيستم ورپاتې او دوى تورن وي چې د تېرو حکومتونو پڅېر چې يوازې خپل ډيموکراټ او ځينو نورو ته خپل جهادي او لويديځوال ملګري پريښتې ښکاره کېدې او نور يې ځورول، رټل او ان وژل، امارتوال هم يوازې خپل ملګري مني او همدغه به يې له خنډونو او سترو ننګونو سره مخ کوي.

څلورم دا چې امارتوال په پښتنو ورتپل کېږي خو دوى په زغرده چيغې وهي چې د پښتنو استازولي نه کوي، غورځنګ يې ديني اند پالي او حکومت يې ټولګډونه دى، له پښتو سره ځيل يې #ځايناستى_حکومت ته سرپرست حکومت او مشر وزير ته ريئس الوزرا ويلو سره ښکاره پښتو له پامه غورځول او پښتو ته درناوى نه کولو سترې بېلګې دي. خو نور بيا امارتوال پښتانه ګڼي او ددوى هره کړنه د دين پرځاى په پښتو او پښتني دودونو پورې تړي. د پښتو او پښتنو په اړه د امارتوالو ډېرې کړنې د تېرو حکومتونو په پل تګ ته ورته ښکاري، چې پښتو، پښتون او جرګيز دود يې د خپلې سياسي موخو لپاره کاروي. ستره غميزه به دا وي چې دوى غورځېږي، غچ به يې له پښتو او پښتنو اخيستل کېږ ي، چې پښتانه به غبرګ زيان مومي، هم ددوى په حکومت کې، د وروسته پاته کېدو له امله او ددوى له حکومت څخه وروسته د غچ ښکار کېدل. همدا اوس ډېرى پښتون ميشتو سيمو کې د انجونو ښوونځي د سياسي غوښتنو لپاره بند دي، د ډېرکي په ډول د پښتون ورسته پاتېوالى د هېواد د ځور، شاتګ او وروسته پاتېوالي لپاره بس او تر پښتون دښمنۍ بل سترخيانت له هېواد سره بل نشته.

اوس راځم د اوسني حالت ګټو ته له پورتنيو ټولو ناخوالو سره سره اوسنى حالت د هېواد د خپلواکۍ او ځانبسياينې لپاره يو ستره واره يا موقع هم ده، خو که امارتوال له خپلو وړتياوو سره د هېواد ټولو ټولنيزو، سياسي او شتمنيزو برخو کې له نورو هېوادوالو سره په ريښتيني ډول کار وکړي نو افغانستان په يو ستر ځواک بدلېداى شي. خو که د تېرو حکومتونو په ډول يې نورو هېوادوالو پورې خندل، کنځل او رټل غوره کړل نو دا واره به د سياسي معاملو ښکار شي چې پايله کې به د تاريخ ناوړه تکرار ته لار پرانيستل کېږي. د تاريخ ناوړه تکرار څخه به ستر سيميز او نړيوال زبرځواکي، يوڅو تنه حکومتي چارواکي او يو څو تنه د تورو پيسو سپينونکي ګټه پورته کوي، خو افغان ولس او ادره به سخته وځپي.

د امارتوالو ليدلورى چې نورو هېوادوالو ته کم او په درنه نه ګوري، ګټمټ د تېرو نابرياليو حکومتونو کرغېړن دود په يوه نوې بڼه دى، لکه څنګه چې هر انسان ته د خپلې خولې بوى نه ورځي دغه شان دوى ته هم خپلې کړنې نه ښکاري، ډېر داسې ډنډوره کوي چې د دين په نوم اولس، دريمګړو او رسنيو ځپلو کې دوى خورا نامي دي. ډېرى نور هېوادوال يوازې ملايانو ته د هېواد ټولې چارې سپارل، ستره تېروتنه او ځينو له اند خيانت، پسات او ستره درغلي ده. تېر حکومتونه په ورته ډول د خپلويپالنې او انډيواليپالنې په ناورغيو اخته وو او ان تردې چې د خپل تپلشوي مشر بديل يې نه ليد، د هرچا هېواد سره خواخوږي يې حکومتولي يا نظام سره دښمني ګڼله. دلته د تېر حکومت يوه وړه يادونه اړينه ګڼم: کله چې ښاغلى غني د ماليې وزير وو د هغه تره ښاغلي کوچي په لاس مو وړانديز ورولېږه، "که هېواد ته په خامو توکو راوړلو له پنځو تر١٠ کاله ماليه وانخيستل شي او په پخو توکو له ١٠٠٪ تر ١٠٠٠٪ ماليه واخيستل شي نو پنځه کاله کې هېواد پخپلو پښو درېږي". ښاغلي کوچي وړانديز ور رسولى وو او د غني ځواب وو"چې د بازار عرضه او تقاضا به څنګه پوره کېږي؟" پوه شوم چې د ښاغلي پروګرام بدل دى، ځکه د بازار د اړتيا پوره کولو لپاره دوى د مرستو داسې بېشانه مالي امکانات درلودل چې په سر بادولو سره يې هېڅ ادارې لا ٥٠ سلنه هم نه شو لګولى.

له تېرو اتو مياشتو څخه امارتوالو ته زما په ګډون ډېرو هېوادوالو د هېواد د ډېرو برخو د پرمختګ لپاره وړانديزونه ورکړي، خو دوى پخپل خره سپاره او تر اوسه د نورو په ځانګړي ډول سياستوالو رټنه او ځورونه کوي. که د نړيوالو په رسميت پېژندنې ستونزه نه واى نو کېداى شي امارتوالو تردې لا سخت دريځ نيولاى واى. د کابل ښاروالۍ د ډنډورې يوه ويډيو چې د ترتيب يا نظم په نوم يې د بېوزله کسانو لاسګاډي ټولو په پار يې د لاسته رواړنې په ډول خپروله په کتو وځوريدم او اړ شوم وليکم، "هغوى چې يې ټولوي، له هغوى چې ټولېږي او هغوى چې يې ننداره کوي دغه ويډيو کې ټول ناخوښ ښکاري د #کابل_ښاروالۍ دا کړنه هيله بښونکې نه برېښي، که لومړى بديل ورپيدا شي دا لاسګاډي خلک خپله پرېږدي، د ترتيب يا نظم په نوم بېوزله ولس ځورول ازار لري".

تېر حکومت د پرديو مالي او پوځي ملاتړ لپاره د ولسونو غوښتنې او هيلې قرباني کولې او اوسنى حکومت اړ دى چې د پرديو سياسي ملاتړ ترلاسي لپاره د ولس هيلو سره لوبې وکړي لکه د انجونو او ښځو په اړه يې ناوړه پرمانونه چې تر نيم لا ډېر امارتوال يې خپله هم نه مني خو د امارت د کومې سياسي مجبورۍ له امله پرې تپل کېږي.
اوس وخت کې هېواد د پرديو نه د خپلو کارپوهانو کار او کاروباري هېوادوالو پانګونې ته اړتيا لري، خو دا اړتيا هغه وخت پوره کېدای شي، چې حکومت لومړی هېواد منلی او بيا نړۍ منلی شي.

کورني او نړيوال ريښتيني کاروباريان او سوداګر ډاډه شي چې د يو ګوندي حکومت د ناوړه پرمانونو نه ښکار کېږي، که حکومت ناوړه پرېکړه کوي سياسي بډيالنه يا اپوزيسيون شته چې ددوی د حقوقو څخه ساتنه وکړي.

دغه ډول حکومت چې امارتوال يې خوب ويني په ايران کې دا نيمه پېړۍ له ستونزو سره مخ دی چې د ټولې نړۍ د جعپريه فقې مکه ده، او ډېر امکانات لري. څه چې امارتوال يې غواړي که افغانستان د سعودي پرځای وای کېدای شو د ايران غوندې ستونزو سره چلېدای، چې نړيوال عقيدوي او خپل شتمنيز امکانات يې درلودای.

امارتوالو لپاره چې موخه يې د مسلمانانو مشرتابه کول او مشر يې اميرالمومنين دی، ټول مسلمانان يې هم نه مني ځکه خو يې اسلامي هېوادونه په رسميت نه پېژني، دا هسې ځان تېر ايستل دي چې ګنې ټول مسلمانان له امريکا ويره لري او دوی په رسميت نه پېژني، تېرو څو مياشتو کې مو وليدل چې ځينو هېوادو ان د يو زبرځواکي هېواد د مشر ټيلپون ته ځواب نه وايه.

پاکستان ځکه بريالی دی چې موخه يې پاکستان او وسيله يې دين دی، زموږ ستونزه داده چې د افغانستان په امکاناتو غواړو د اسلام سرخاني وکړو، ترټولو ستره ستونزه همدا ده چې مسلمانان يې هم راسره نه مني.

له تېرو پنځو کلونو چيغې وهم چې د ځينو نورو نړيوالو بدلونونو او لومړيتوبونو له امله نړيوالو زبرځواکو لپاره زموږ سيمه نور د جګړو او سياسي ډګر په توګه ساتل ګټه نه لري. بايد موږ له دغې وارې يا موقعې څخه د اولس او هېواد د پرمختګ او ځانبسياينې لپاره ګټه پورته کړو. همدا لامل وو چې بهرنيان لاړل او هېواد امارتوالو ته وسپارل شو ترڅو بهرنيان يوځل بيا د سبا لپاره د تاريخ د تکرار بهانه ولري.

لکه څنګه چې امارتوال ادعا کوي چې يوازې دوى د لويديځ له لومړى درجه دوست هېواد پاکستان څخه وسلواله مبارزه کړې او نور چا څه نه دي کړي او يرغلګر يې شړلي اوس دې د سياست کولو همت وکړي نور دې د تاريخ تکرار او ټوپکي سياست ته د پاى ټکى کېږدي. حل دادى چې ژرترژره خپله په سياسي ګوند واوړي، نورو ګوندونو ته د چارو ترسره کولو اجازه ورکړي او په ريښتيني ډول اولسي، دولتي او نړيوالو غوښتنو پوره کولو لپاره د ځايي ارزښتونو پربنسټ داسې سياسي جوړښت رامنځته کولو ته لار هوراه کړي چې نه د تېر حکومت په ډول د لوېديځ کاپي وي او نه هم د يو ګونديز حکومت کاپي وي چې سيمه کې دود دى. افغانستان د يو ګونديز حکومت لپاره اوس وړ نه دى.

په دې هيله چې امارتوال دا ليکنه ولولي، وزغمي، ځان ورباندې پوهه کړي او خپل اوسنى ليدلورى بدل کړي، نه چې زما ف پر پ ليکلو نيوکې وکړي چې ګواکې زه په عربي املا نه پوهېږم، زه پښتو ليکدود کې سمونپال يم او پښتو ليکم، د نويو کليمو لپاره لېوال قاموس مو مرسته کوي.

ښه #پښتوورځ، د سوکاله هېواد په هيله.

نور رحمان لېوال
#PashtoWraz
#نرلېوال
پښتو ورځ ١٤٠٠
د ١٤٠٠ز کال پښتو ورځ مو بختوره، يرغلګرو سره جهاد پاى ته په رسيدو دى، بېوزلۍ سره جهاد ته مخه کړئ، چې سوله راشي، نور رحمان لېوال
تړونى کاپي کاپي شو
يرغلګرو سره جهاد پاى ته په رسيدو دى، بېوزلۍ سره جهاد ته مخه کړئ، چې سوله راشي. موږ پښتانه په ډېرو برخو کې ستونزو سره مخ يو چې ترټولو ستره ستونزه د سياسي مديريت نشتون دى. ناوړه سياست زموږ شتمنيزتيا (اقتصاد) جګړې پورې تړلى او ډېرى افغانان يې اړ کړي چې د پرديو مرستو په تمه، پردۍ جګړې پرمخ بوځي او د خپلو ملي شتمنيو لکه کانونو، ځنګلونو او نورو د چور لپاره پرديو ته په لارو برابرولو اړ شي. له دغه حالت څخه وتلو لپاره بايد موږ خپلواک او پر خپلو ارزښتونو ولاړ سياست ته مخ کړو.

د خپلواکۍ پرلور خوځښت لپاره موږ بايد بېوزلي لمنځه يوسو ترڅو نور زموږ د ستړيا څخه ګټه پورته نه کړي او د خپلې کورنۍ د خوراک لپاره د جګړمارو ښکار نه شو. ددې لپاره ډېره اړينه ده چې د خپلو وړتياوو په رڼا کې پرمختګ ته پاملرنه وکړو. د اټکلونو لمخمې ويل کېږي چې هېواد کې ١٢سلنه د کار وګړي وزګار دي. خو له بلې خوا بيا ويل کېږي چې٧٠ - ٩٠٪ ولس له بېوزلۍ سره مخ دى. دا څرګندوي چې ترنيم لا ډېر هېوادوال داسې چاره نه لري چې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي. له نېکمرغه زموږ ډېرى هېوادوال خپله يا کورنۍ کې داسې څوک لري چې په کرنه او مالدارۍ پوهېږي نو په نويو تخنيکونو سمبال کرنه او مالداري موږ له دغو ستونزو ويستلاى شي.

موږ له تېرې يوې لسيزې هلېځلې کوو چې په نويو ټکنالوژيو سمبال د کرنې او مالدراۍ په اړه داسې واړه نوښتونه عام کړو چې هر هېوادوال يې کولاى شي. همدارنګه موږ د برېښسوداګري( ايکامرس) هڅې کړندۍ کړي ترڅو ستاسې توکو ته په کور دننه او نړيواله کچه بازار پيدا کړو په دغه اړه به ډېر ژر ښه زيري ولرو.

تلپاتې سولې لپاره پښتانه تربل هروخت ډېر يو بل سره همغږۍ، همکارۍ، کاروبار او شراکت کولو ته اړتيا لري، ځکه د ١٤٠٠ز کال پښتو ورځ سکالو(موضوع) د پښتنو ترمنځ کاروبار او همغږۍ رامنځته کولو ته ځانګړې شوې. ډېره اړينه ګڼم چې ووايم له بدمرغه د هېواد سياسي حالات په چټکۍ سره د روسي يرغلګرو له تېښتې وروسته ناوړه حالت په لور روان دي. لوېديځوال يرغلګر هم په تېښته دي او شاته داسې يو حکومتولي پرېږدي چې خپل پايښت په جګړه، سياسي او مالي پسات کې ويني. بل لور ته امارتوال په سياسي ډول د ميليونونو هېوادوالو د خپلواکۍ سرښندنې چې په ډول ډول يې د لوېديځوالو د يرغل د نابريالي کولو لپاره ترسره کړي، هغه ټولې ځاني، مالي، علمي او سياسي سرښندنې د ځانغوښتنې لمخې يوازې پرخپلې وسلوالې مبارزې پورې تپي چې د هېواد سياسي مديريتي ستونزې حل لپاره يې جګړې او بهرنيو تګلارو منلو ته اړ کړي.

اوس وخت رارسيدلاى چې په هېواد مين افغانان له جګړې څخه د وتلو او تلپاتې سولې راوستلو لپاره په هېواد کې بېوزلۍ سره جهاد ته مخه کړي په ځانګړي ډول کرنې، مالدارۍ او برېښسوداګرۍ کې داسې وړو او کوچنيو نوښتونو ته مخ کړي لکه مورينګه معجزوي ونې دودنه. يوه دانه مورينګه تخم په هرکور کې کرلو سره کولاى شو په کور دننه د کورنۍ ډېرۍ ويټامينو او مينرالونو اړتيا پوره کړو(د مورينګه پاڼو يو ګرام خوراک د ٧ مالټو، ٤ ګازرو، ٤ ګلاسه شيدو، ٣ دانې کيلو او ٢ ګلاسه مستو خوړلو ګټې لري) بشپړ خوراک دى او له بېوزلۍ څخه مو ژغورلاى شي. د ښاريکرنې او مکانيزه خوراک جوړنې لپاره په نړۍ کې داسې ډېر نوښتونه د ستر يا سوپر خوراک په اړه شوي، هيله ده هېواد ته راوړولو جهاد يې پيل کړئ. کله چې په خېټه ماړه شو، علم، پوهه، همدردي، همکاري او زموږ د خوښې حکومتولي پخپله منځته راځي.

غواړم خپله تجربه درسره شريکه کړم، کله چې د روسانو له يرغل وروسته مجاهدينو چې زه يې د مامور، خبريال او خيريه کارکوونکي په ډول برخه وم. روسان وتښتېدل، مجاهيدينو د واک جګړه پيل کړه. دغه وخت کې زه د ملګروملتو د هغه پروګرام کارکوونکى وم چې د جهادوالو له اړخ سره يې مرستې کولې، زما لپاره جهاد نور پاى ته ورسيد ځکه د دوى د حکومت برخه نشوم او هم د ملګروملتو پروګرام څخه لاسپسر شوم. پوهنيز جهاد مو ځان ته موخه وټاکله، هغه وو چې مجاهدينو د واک په جګړه کې د شراوپسات وياړ خپل کړ. ما د مهاجرت ستونزو لمنځه وړلو سره، لومړنۍ افغان کمپيوټر پلورنځى او لېوال کمپيوټر برانډ رامنځته کړل، له هېواد څخه لومړنۍ برېښناليک لېږلو سيستم او پاى کې د کمپيوټر پښتو، دري او اردو کولو سره سيمه کې پوهنيز انقلاب رامنځته کړ. اوس يوځل بيا د کورنيو جګړو د برخه کېدو پرځاى ما پرېکړه کړې چې د بېوزلۍ سره جهاد ته مخه کولو سره کورنۍ جګړو مخنيوى او پاى ته رسولو هڅه وکړم. ستاسې د همکارۍ په هيله، همدا نن هڅه وکړئ د مورينګه تخم دوه دانې ډالۍترلاسه کولو يا نورو ته رسولو لپاره liwal.org/moringa وګورئ. هلته راجسټر کېدو سره راتلونکي برېښسوداګرۍ کې برخه اخيستو لپاره موږ سره خپل او د خپلې کمپنۍ پروپايل جوړ کړئ.

په پاى کې د پښتوورځ مينوالو څخه مننه کوم چې له تخنيک څخه په مرستې د همغږى لپاره د #پښتوورځ او #PashtoWraz هشټګونه کاروئ. همدرانګه ځينو ملګرو #پښتو_ورځ او #pashtoday هشټګونه کارولي هڅه يې د ستاينې وړ ده، تر ټولو غوره ده چې يوازې #پښتوورځ هشټګ وکاروئ.

ښه پښتو ورځ ولرئ، بريالي اوسئ


نور رحمان لېوال
#نرلېوال
#nrliwal
٢٨ زمرى يا اسد د انګريزي ښکيلاک د ماتې ورځ ده نه د خپلواکۍ : نور رحمان لېوال
تړونى کاپي کاپي شو
له تېرو درې لسيزو دا ليکنه خپروم، ولس ، سياستوال او حکومتونه خبروم چې ٢٨ د زمري يا اسد د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ نه بلکې د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ ده، هر ځل يې ډېرى ومني، خو هغه ټولنې چې د سرکښ زهنيت/ذهنيت يې د غلامۍ وي هغه د خپلواکۍ په خبرو نه پوهېږي.

سږ کال ١٣٩٩ کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کابل حکومت په داسې حال کې دغه سياسي تېروتنه کوي چې ٩٠٪ ولس له لوږې مري، په ٣٠٪ خاوره يې حکومت واک لري هغه هم نيمکړى. په هېواد کې جګړه ده، د کرونا ناروغۍ لکبله د ميليونو زدکوونکو لپاره ښوونځي بند دي او بديلو لارو کې دوى پاتې راغلي. خو د #انګريزي_ښکيلاک_ماتې ورځ ته له ناپوهۍ د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ وايي او ميلياردونه افغانۍ لګښت چې بايد په پورتنيو چارو يې کړى واى دادى په خرمستيو لګوي. درې ورځې وړاندې لا ډېر ښارونه او کاروبارونه بند دي. او عجيبه لا دا چې دغه د خپلواکۍ ورځ د هغه ارګمشر لخوا لمانځل کېږي چې وايي په ارګ کې راګير يم، شپږ مياشتې د پرديو له مرستې پرته حکومت نشم کولاى، د سولې لپاره د خپل ولس له بنده پرېښودلو اجازه له بهرنيو غواړي! ايا خپلواکي همداسې وي؟
٢٨ د زمري د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ که د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ؟ د خپلواکۍ ورځو يادولو سره يرغلګرو ته وياړ مه بخښئ، بلکې دغه ورځې د يرغلګر د ماتې ورځې په نوم يادولو سره يرغلونه شرم او عار کړئ.
زما له خوا دا ورځ د خپلواکۍ ورځ نه بلکې تر هغو به د انګريزي يرغل د ماتې ورځ په نامه يادېږي ترڅو چې د انګريز پر امپراتورۍ وياړکوونکو له افغان ملت څخه بخښنه نه وي غوښتې او د زيانونو بدله يى نه وي ورکړې, کله چې هغوى بښنه وغوښته، بيا به دا ورځ د خپلواکۍ ساتنې په ورځ يادوم خو د خپلواکۍ ورځ موږ نه لرله او نه يې لرو.
زموږ خپلواکي څوڅو ځله له ګواښونو سره مخ شوې خو هيڅکله مو د خپلواکۍ چېغې او هلېځلې د يرغلګرو پروړاندې نه دي ودريدلې، که يرغلګر څومره چالاکه، مکار، پياوړي او پرمختللي و لکه د نن او که څومره زښت، تور او نادوده وه لکه د پرون روس، انګريز، ګورګين، چنګيز او سکندر. د افغانانو ټاټوبي ته سپک کتل يې د امپراتورى پاى وو او وي به، ځکه خو د افغانانو خاورې ته د امپراتوريو مړيستون وايي، دا حالت به ترهغې وي چې موږ افغانانو خپلې اړتياوې نه وي پوره کړي او له نورو د مرستې پر ځاى مو خپلو سياسي، ولسي او اقتصادي ستونزو ته خپل حل نه وي لټولى نو په پاى کې پردى مرستې خپلواکۍ ته ګواش کيږي.
د ننيو ځوانانو د خپلواکى ورځې يادونې او د غازي امان الله خان د خپلواکۍ ساتنې هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و. ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!
پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام وو؟
دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي وو او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى.
دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده. کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي.
غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي وو.

په تاريخي ډول د انګريزي ښکيلاک د ماتې ورځ که د خپلواکۍ ورځ درکولو لپاره له ١٨٨٠ز څخه تر ١٩١٩ ز پورې وخت چې د امير عبد رحمان څخه تر امان الله خان پورې تاريخ دوره جوړي بايد په ځيرکتيا سره ولوستل شي. په دغه دوران کې د "ځلاند برتانوي حکومت او د خپلواک افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون په ۸ اګست ۱۹۱۹ز چې د ۱۱ زيقعد ۱۳۳۷ هجري نيټې او ١٦ زمرى ١٢٩٨ سره سمون خوري، پنډۍ کې تر سره شو لوستل ډېر اړين دي.
د ياودولو وړ ده چې له دغه تړون څخه پخوا هم هند کې د برتانيا حکومت، افغان حکومت ته ددې لپاره باج ورکولو چې افغانان به د برتانيا په بډ له بل لوري، خو په ځانکړي ډول تزاري روسې سره ملګرتيا نه کوي. ځينې کسان له دغه باج څخه داسې انګيري چې هغه وخت د حکومت بهرنۍ تګلاره يا پاليسي د برتانيا په لاس کې وه. دا ډېر ناسم درک دى، تردې پخوا تړونونه ټول برتانيا سره له ماتې وروسته د سولې او امن ټينګولو لپاره شوي دي . پنډۍ تړون هم د برتانيې حکومت او د افغانستان حکومت د امن او سولې لپاره کړى وو چې زه يې يوازې لومړى او دويمه ماده راوړم:
لومړۍ ماده- په دې تړون د لاسليک له نېټې سره سم يو خوا د برتانيې حکومت او بل خوا د افغانستان حکومت ترمنځ به سوله وي.
دوېمه ماده- هغو حالاتو ته په کتو چې د برتانيې او د افغان حکومت ترمنځ ورباندې اوسنی جګړ ونښته، د برتانيې حکومت د خپلې ناخوښي څرګندولو لپاره پخوانو (افغان) اميرانو ته ورکړې شوي امتياز بېرته اخلي- په ګډون د هند له لارې وسلو، بارود او جنګي مهمات افغانستان ته وړلو.
له ټولو جګړو چې برتانيا بايللي او د هغو په پاى کې د سولې تړونونه شوي نو بيا څنګه څوک دا منلى شي چې افغانستان د چا مستعمره وو او د خپلواکۍ يا ازادى ورځ لري؟

نور رحمان لېوال
#nrliwal #نرلېوال #لېوال
تل پخپله ژبه خبرو، فکر او ليکلو سره د نورو ژبو احترام وکړئ.
تړونى کاپي کاپي شو
د مورنۍ ژبې ورځ بختوره
ماشومان د خپلې ژبې ښوونځي ته واستوئ، کله چې پخپله ژبه ليک لوست او کمال زده کړئ، پردي ژبه زده کول چې ډېر وي نو ٣-٦ مياشتو وخت غواړي. خو په پرديو ژبو زده کړه ماشوم له ٦-٨ کاله وروسته پاته کيدو سره کيداى شي له ښوونځي څخه زړهتورن کړي. په ښوونځيو کې د نورو ژبو زدهکول ددي مانا لري لکه د يو څو ژباړونکو کار چې په ټول ملت جبري کېږي. پخپله ژبه فکري او عملي ارزښتونو ترلاسى او نورو ته لېږدونه ډېره اسانه ده.
ژبي هغه وخت پياوړې کېږي چې د کاروبار او سياست ژبې وي. ژبه او سياست ډېر ژور تړاو لري خپل سياستوال له هڅولو وروسته مجبور کړئ، د پرديو ژبو پرځاى ستاسې په ژبه خبرې وکړي، تر څو د هغو په موخو، پلانونو او احساساتو پوهه شئ. همدارنګه کاروباريان، هڅولو سره مجبورکړي چې د خپلو پيداوارو يا محصولاتو سره ستاسې په ژبه له توکو سره مالومات درکړئ، چې د زيان او ګټو څخه يې پوره خبر شئ. کله چې سياست او سوداګر د ژبې ويلو ته مجبور شول بيا د ژبې علمي کيدل او پرمختګ خپله کېږي.
د مورنۍ ژبې ورځ کال ١٩٥٢ د ٢١ فبرورى څخه زېږيدلې چې د بنګالۍ ژبې ويونکي، د وخت د پاکستان د حکومت لخوا د خپلې ژبې د حق غوښتلو له امله شهيدان شول.
لبدمرغه ترننه پښتانه په ټوله نړۍ کې د خپلې ژبې د ويلو له امله ځورول، وهل، رټل او وژل کېږي.
(لاندې تصوير د بنګاليانو د غونډې او بل هغه ماشوم چې زدکړو کې له ستونزو سره مخ دي.

د بيان د ازادۍ ورځ بختوره !
په هغو ډيموکراسيو کې چې د بل لخوا تپل کېږي، هلته د عدالت يا مساوات پر بنسټ قضاوت نکېږي، بلکې د ولسواکۍ په پلمه، د وسيلو، اسانتياوو او سرچينو پر کابوکولو او بندولو د واکمنې ډيکټاټورۍ لخوا او له وېرې د بيان ازادي د ځانسانسورۍ په بڼه پرمخ ځي.
نوررحمان لېوال
د هېوادوالو د خپلواکۍ بېشانه څرګندونې د ستاينې، ملاتړ او ډېر وياړ وړ دي. خو د خپلواکۍ د ورځې په نوم غونډو پرون يوځل بيا زموږ سياستوالو وښودل چې لا د سياست د لومړي ټولګي زده کوونکي دي، دوى نشي کولاى چې د ميليونونو شهيدانو او غازيانو د سرښندنو او ارزښتونو څخه د ملت پګټه کار واخلي، بلکې د ملت سترې لاسته راوړنې د خپلو ځانښودنو لپاره د وړو غونډو قرباني کوي. زه د افغانستان په سياستوالو غږ کوم چې خپل تاريخ ولولئ او هغه مه مسخه کوئ.

٢٨ د زمري يا ١٩ د اګسټ چې تاسې له برتانيا څخه د خپلواکۍ د ورځې په نوم يادوى د هغې تاريخ خو لږ ولولئ. لاندې د ويکپيډيا د ليکنې ژباړه ده:
"د افغان خپلواکۍ ورځ په ١٩ اګسټ د انګلو-افغان د ١٩١٩م کال د پريکړې د يادولو پترڅ کې لمانځل کېږي. دغې پرېکړې له برتانيا څخه بشپړه خپلواکي ورکړه: خو افغانستان کله هم د برتانيا د امپراتورۍ برخه نه وو. او برتانويانو له افغانستان سره درې جګړې وکړې..."
Afghan Independence Day is celebrated in Afghanistan on 19 August to commemorate the Anglo-Afghan Treaty of 1919.[1] The treaty granted complete independence from Britain; although Afghanistan was never a part of the British Empire. The British fought three wars with Afghanistan...
دغه درېواړه جګړې انګريزانو بايللي، او ددغو جګړو په پايله کې د برتاينې امپراتورۍ ١٩١٩ پرېکړه وکړه چې د افغانستان خپلواکي ته په درناوي نور دوى مخکې تګ نه کوي، جګړه نکوي او هغه وه چې پوره امپراتوري يې ړنګه شوه. په هغه وخت کې هم بېواکه او ګوډاګيو سياستوالو د هېوادوالو بريا خرڅه کړه او پرون هم ډېرو سياستوالو ډېره ارزانه د ځانښودنې لپاره وکاروله!
ميليونونو افغانان د خپل سر قرباني ورکړه چې افغانستان غلام نشي او د ازادۍ ورځ ونلري، خو ځينو د ځانښودنې لپاره غلامي ومنله او د خپلواکۍ ورځ يې ولمانځله. د شهيدانو او غازيانو روح دې ښاد وي او د هغوى پاتشوني دې خداى پاک پوه کړي. که څوک د خپلواکۍ ډېر لېوال وي نن هم زموږ خپلواکي تر سياسي ګواښ لاندې ده، هغه سياسي ماغزه او سياسي حل غواړي، دغه حل "خپله مرسته پخپله" تګلارو کې نغښتى، نه په بېځايه غونډو، چيغو، جګړو او ځانښودنو کې.
د هغې ورځې په هيله چې افغانان د خپلواکو او په هېواد مينو سياستوالو او دومخو، ځانښودونکو سياستوالو ترمنځ توپير وکړي، ستونزې به د افغانانو شاه پرېږدي.
د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ ته د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ ويل او پدغه نوم يې يادول سياسي تېروتنه ده. زما لخوا به تر هغې داسې يادېږي ترڅو چې د انګريز پر امپراتورۍ وياړکوونکو له افغان ملته بښنه نوي غوښتې، کله چې هغوى بښنه وغوښته، بيا به يې د خپلواکۍ ساتنې ورځ په نوم يادوم.
موږ چې د غلامۍ ورځ نلرله د خپلواکۍ ورځ څنګه لرلاى شو؟
زموږ خپلواکي څو څو ځله له ګواښونو سره مخ شوې خو هيڅکله مو د خپلواکۍ چېغې او هلېځلې د يرغلګرو پروړاندې نه دي ودرېدلي، که يرغلګر څومره چالاکه، مکار، پياوړي او پرمختللي و لکه د نن او که څومره زښت، تور او نادوده وه لکه د پرون روس، انګريز، ګورګين، چنګيز او سکندر.
د افغانانو ټاټوبي ته سپک کتل يې د امپراتورۍ پاى وو او وي به. ځکه خو د افغانانو خاورې ته د امپراتوريو مړيستون وايي او دا به ترهغې وي چې زبرځواکي زموږ خپلواکۍ ته ګواښ کېږي. دا به ترهغې وي چې موږ افغانان خپل ځان ونه پېژنو، خپلو ستونزو هوارولو ته پام ونکړو او نړيوالې سياسي، مدني او اقتصادي نادودې کرښې پرينږدو.
د ننيو ځوانانو د خپلواکۍ ورځې يادونې او د غازي امان الله خان د خپلواکۍ ساتنې هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و، ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!
پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام و؟
دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي و او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى.
دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده، کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي.
غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي و او دي.
#SupportUnitedPashtunkhwa
#يوه_پښتونخوا_غواړو
د غازي امان الله خان هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و، ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!

پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام و؟ 

دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي و او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى. 

دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده، کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي. 

غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي و.
پوهنځي #درسي_ژبه مو په تدريج سره انګريزي ژبې ته واړوو, ګټه به وکړو که زيان؟
تړونى کاپي کاپي شو
2018-09-23 لمريز 1397-07-01

زيان به مو تر ګټې ډېر وي ځکه ژبه په دري مياشتو کې زدکېږي، خو يو ملسک که په پردى ژبه کې وي کلونه غواړي چې پرې پوهه شئ او خپله ژبه کې به مياشتې. په نړۍ کې د انګلوپون او پرانکوپون څخه تر اغېرې لاندې هېوادونو ناکامه وګړي همداسې انګريري چې که انګريزي يا پرانسوي يې زدکړه نو به ژر پرمختګ وکړي. او همدا د دوى د ورسته پاتکېدو بنسټيز لامل دى. د پېښور پوهنتون له مشر سره کلونه وړاندې په واده کې په يوه ميز ملګري شوم، د پېښور پوهنتون د نور څانګو يا ډيپارتمنټونو اړوند مشران هم راغلل ميز ډک شو، مشر پوښتنه وکړه. څنګه دي د پوهاندى يا پي ايچ دي زدکوونکي مو؟


د ځانګې يو مشر ورته وويل چې ښاغلې د پوهاندى تيسيس نشي ليکلاى او ډېر ستونځې لري، زه هکپک شوم نو بېواره مې وپوښتل، ښاغليو دا خو ډېر زياتى دى چې هغوى په تيسيس ليکلو کې ستونزه لري او تاسې د پوهاندى سند ورکوئ؟ هغه اړوند مشر راغبرګه کړه چې دوى په انګريزى ليکلو کې ستونزه لري په مسلک پوهېږي خو هغه تشريح کولاى نشي. که پرديو ژبو ته واوړئ حال به مو دا وي.

اوس مو چې د غني حکومت ناکام او جګړه کې ځکه دى چې دى د خپلو خلکو په ژبه نه پوهېږي. انګريزي اندونو او زهنيت (ذهنيت) کې ښکيل دى نو ځکه ولس سره په جګړه ښکيل، اقتصاد او اراوا پوهنې سره اقتصاد ورڅخه پرشا ولاړ.

نور رحمان لېوال پپوهنځي #درسي_ژبه مو په تدريج سره انګريزي ژبې ته واړوو, ګټه به وکړو که زيان؟

اغليو او ښاغليو د پښتو ورځ په ميليونونو قدرمنو ياده کړې،
تړونى کاپي کاپي شو
د پښتو او پښتنو د غوره راتلونکې لپاره يې هلېځلې کړي، چې د ډېرې مننې او ستاينې وړ دي، دغه انځور کې عکسونه لهwww.fb.com/pashtowraza څخه زما ګران همکار Mustafa Khn راټول کړي. چې د ډېرو قدرمنو عکس په پاڼه کې نه وو نو ځکه ندي ځاى پرځاى شوي. هر څوک چې غواړي او څوک چې تاسې غواړئ عکس يې ددغه تاريخي انځور برخه شي نو عکس لاندې په يادونو يا د پښتو ورځ پاڼه کې شريک کړئ. دا انځور به پرلپسې تازه کېږي.
بريالي اوسئ.
د يو پرمختللي او هوسا لوى افغانستان پهيله
نوررحمان لېوال
تړاو

پښتو ورځ مو بختوره
تړونى کاپي کاپي شو
پښتو ورځ مو بختوره
د پښتو ورځ ډالۍ: د خپلځاني زده‌کړې کېلي: تر درېيم ټولګي پورې.
غوښتل مو د پښتو په ورځ يې پرانيسته وکړو، خو زموږ د ډېرو هڅو سره د پښتو بختورې ورځې ته بشپړه نشوه، ډېر ژر به مو دغه نوښت ښوونځى کور ته دروړي.
“د لېوال ښوونځيو وېپانګه” يا “ د خپلځاني زده کړې کېلي” د ښوونځيو په کتابونو کې د راغلو کلېمو، اصطلاحاتو، نښو، معادلو او نورو علمي مالوماتو کمپيوټري قاموس، د هغو زده کونکو لپاره، چې خپلځاني ليک لوست او زده کړې کوي. په ويپانګه کې د لېوال د لېرې ښوونځي، پوهنې وزارت او نورو نصابونو اړوندو مضمونونو ټولې کليمې راغلي، د کليمو لوستل، پتورو (تهجى) ويل، تشرېح، د کليمې نور ډولونه، هممانيز (مترادف)، بډمانيز (متضاد) او ګرامري ځانګړتياوې تشريح کوي.
ويپانګه د ښوونځيو د کتابونو د کلېمو په يادولو، پېژندلو او لوستلو کې مرسته کوي. زده کونکي د ټولو نصابونو د کتابونو د لوستلو او پوهېدو جوګه کوي. د وېپانګې موخه دا ده، چې له زدهکوونکوسره د هغو کليمو په ويلو او زدهکولو کې مرسته وکړي، چې دوى يې په پوهېدو کې سونزه يا شکونه لري.
“د لېوال ښوونځيو وېپانګه” لومړى بياسمون (ورژن) يې له لومړي تر درېيم، دويم بياسمون تر اووم او په پاى کې تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځيو د کتابونو په لوستلو او پوهېدلو کې مرسته کوي. د ځيرک ګرځنده ( موبايل)، ټابليټ، کمپيوټرو لپاره او پر انټرنيټ يې هم تر لاسه کولاى شئ.
ښه پښتو ورځ
٢٠١٦، ١٣٩٥
نور رحمان لېوال
تړاو
٢٠١٦ يا ١٣٩٥ کال پښتو ورځې "سرموخې" وړانديز:
تړونى کاپي کاپي شو
د پښتون، پښتو او پښتونولۍ خواخوږو رسنيو پېژندنه او ستاينه.
د ډېرې خوښۍ ځاى دى چې پښتو ورځ د ماشومتوب له پړاوه، پل اخلي او سږ کال به د پښتون، پښتو او پښتونولۍ، خواخوږو او غمخوارانو پېژندلو هڅه کوي، نور بايد پښتو ورځ سترو خبرو کې ګډون کول پيل کړي، د ځوانۍ کار او زيار ته ځان چمتو کړي.
که د سږ پښتو ورځ څخه پيل، هرکال پښتو ورځ د نورو ډېرو موخو ترڅنګ "سرموخه" يا “Target” وټاکي چي تر بل کاله "سرموخې" ته د کار، زيار او څار په پايله کې د لاسته راوړنو شننه او راتلونکې لپاره يې پلانونه وکړي.
يو وړانديز دى چي راځئ د سږ کال "سرموخه" د پښتون، پښتو او پښتونولۍ خواخوږو رسنيو پېژندنه او ستاينه وټاکو. ترڅو بل کال د پښتو ورځې مينوال او خواخوږي وتوانېږي ددغو رسنيو نازول هېر نکړي. د دې لپاره راځئ، سږکال راغونډونه وکړو چې کومې رسنۍ ډېرې خپرونې ،هڅونې او خواخوږي د پښتو په ورځ له پښتون، پښتو او پښتونولۍ سره کوي.
هيله ده رسنۍ هم د پښتو ورځ فيسبوک پاڼه او خپله پاڼه کې د خپلو خپرونو راپورونه شريک کړي. پښتو ورځې مينوالو څخه هيله ده چې د رسنيوخپرونې وڅاري او راپورونه يې خپاره کړي.
خوشاله پښتو ورځ او له هغې وروسته خوشاله ژوند ولرئ.
نور رحمان لېوال
د انګرېزي يرغل د ماتې يا تېښتې ورځ ته د خپلواکۍ يا ازادۍ ورځ ويل او پدغه نوم يې يادول سياسي تېروتنه ده.
تړونى کاپي کاپي شو
زما لخوا به تر هغې داسې يادېږي ترڅو چې د انګريز پر امپراتورۍ وياړکوونکو له افغان ملته بښنه نوي غوښتې، کله چې هغوى بښنه وغوښته، بيا به يې د خپلواکۍ ساتنې ورځ په نوم يادوم.
موږ چې د غلامۍ ورځ نلرله د خپلواکۍ ورځ څنګه لرلاى شو؟
زموږ خپلواکي څو څو ځله له ګواښونو سره مخ شوې خو هيڅکله مو د خپلواکۍ چېغې او هلېځلې د يرغلګرو پروړاندې نه دي ودريدلې، که يرغلګر څومره چالاکه، مکار، پياوړي او پرمختللي و لکه د نن او که څومره زښت، تور او نادوده وه لکه د پرون روس، انګريز، ګورګين، چنګيز او سکندر.
د افغانانو ټاټوبي ته سپک کتل يې د امپراتورى پاى وو او وي به. ځکه خو د افغانانو خاورې ته د امپراتوريو مړيستون وايي او دا به ترهغې وي چې زبرځواکي زموږ خپلواکۍ ته ګواش کيږي. دا به ترهغې وي چې موږ افغانان خپل ځان ونه پېژنو، خپلو ستونزو هوارولو ته پام ونکړو او نړيوالې سياسي، مدني او اقتصادي نادودې کرښې پرينږدو.
د ننيو ځوانانو د خپلواکى ورځې يادونې او د غازي امان الله خان د خپلواکۍ ساتنې هڅې د ستايلو وړ دي، خو تر هغه راوروسته چې موږ د مغزو پرځاى د احساساتو لمخې د ميليونونو هغو غازيانو او شهيدانو روح نارامه کړى چا چې څو ځله د انګرېزي ښکېلاک يرغلګرو ته تاريخې ماتې ورکړې او په تېښته يې مجبور کړي و، ددې پرځاى چې دغو غازيانو او شهيدانو سره د انصاف او د دوى د قربانۍ لمخې دغې ورځې ته بايد د "انګرېزي ښکېلاک د ماتې يا تېښتې ورځې" نوم ورکړل شي، ځينې ورته د خپلواکۍ او ځينې ورته د ازاداۍ ورځ وايي!
پوښتنه داده چې کله د چا کور ته غله بيا بيا وراوړي او د کور خاوند په پوره مړانه غله هر ځل وهي او شړي، ايا د دغه کس کور ته غله تللي وه او که د کور خاوند د غلو غلام و؟
دا منو چې د افغانستان پر اوسنۍ جغرافيه انګرېزي ښکېلاک يرغلونه کړي و او تاريخ ګواه دى چې هرځل يې ماته خوړلې وه، نو دا جغرافيه د ازادۍ يا خپلواکۍ په نوم کومه ورځ نشي درلودلاى.
دا هم اړينه ګڼم چې زموږ د خاورې يوه برخه چې نن نيولشوې پښتونخوا او د پاکستان تر ښکېلاک لاندې ده، خپلواکي او ازادي يې له سترو ګواښونو سره مخ ده، کله چې هغه خپلواکه شوه نو بيا د ازادۍ او خپلواکۍ ورځې لمانځل، کېداى شي جواز پيدا کړي، خو هلته هم داسې اسناد شته چې يوې برخې د ولس دا غوره کړې وه چې ددغه نوي جوړښت برخه وي، کېداى شي ددغه اصل لمخې د نيولشوې پښتونخوا تر خپلواکۍ وروسته هم د بل چا څخه د خپلواکي يا ازادي اخيستلو ورځ لمانځل له سوال لاندې وي.
غلامان ازادېږي خو هغوى چې خپلواک، ازاد او غلامي يې کله هم نه ده منلې او نه يې منلى شي، غلامان نه وي، زه باور لرم چې پښتون کله هم غلام نه و او نه به وي، خو کله ناکله ځېل وکړي او په ځېل (ضد) کې بيا پخپل ځان هم بند نوي. ددغه ځېل مخنيوى يوازې په هغه ټولنيزو او سياسي جوړښتونو کېداى شي چې د پښتني جرګو او مرکو پربنسټ ولاړ وي، پرته لدې د تېرو څلورو لسيزو تجروبو وښوده چې د وخت ټول سياسي جوړښتونه د پښتنو ستونزو ته د پاى ټکې کېښودلو کې نابريالي و او دي نور رحمان لېوال ٢٨ زمرى ١٣٩٤ #SupportUnitedPashtunkhwa
#يوه_پښتونخوا_غواړو
#nrliwal #نرلېوال
د غوايي اوومې او اتمې څخه بايد موږ دا زدکړه وکړو
تړونى کاپي کاپي شو
د غوايي اوومې او اتمې څخه بايد موږ دا زدهکړه وکړو چې خپلواکي او بسياينه د پرديو له غوړو وعدو، اختلاف وژلو، کليو، پلونو او ښوونځيو سوځولو څخه نه بلکې خپلو ستونزو ته د خپل حل لټولو او موندلو څخه راځي.
لبدمرغه زه د تاريخ پداسې دوران کې رالوى شوم چې پرديپالنه وياړ، پرديو موخو، تګلارو او ايډيالوژيو سره ځان همغاړى کول د ځيرکتيا ار وو. خو ما خپل او هيوادني پرمختګ لپاره په پاک خداى ج، ځان او هېوادوالو باور کړى. د الله پاک ډېر ډېر شکرادا کوم، څه مې چې په مالي او معنوي ډول ترلاسه کړي له پرديپالو سره نشته.
افغانانو ته زما مشوره ده، هغوى چې د پرديو په ملګرتيا يې جوړوي او که ورانوي، د دواړو ملګرتيا پريښودلو کې ستاسې پرمختګ نغښتى. خپلواکي چې له تڼاکې لاسونو راځي ډېره پياوړې او وياړمنه وي، زما ژوند، هلېځلې، کړنې او لاسته راوړنې ددې ګواهي ورکوي. نور رحمان لېوال
د غوايي اوومې او اتمې څخه بايد موږ دا زدکړه وکړو
هيله ده د افغانستان ننني مشران او سباني ځوانان داسې چارې ترسره نه کړي چې بيا خپل تاريخ وسوځوي، بلکې داسې چارې ترسره کړي چې خپل خاطرات په وياړ نورو ته د پند لپاره پرېږدي.
هر چا چې د پاچا خاطراتو سوځولو کې مرسته کړې، د افغانستان مظلوم ملت سوځولو کې يې مرسته کړې. 

ډاکټر نبي مصداق ليکي:
د ظاهرشاه د خاطراتو سوزول
ډاکټر نبي مصداق
پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه خپل د ژوند لمړې رادیويي مصاحبه زما سره په ۱۹۸۴ کې وکړه. زمانه مخکې هغه یواځې یوه مصاحبه کړې وه چې هغه د فرانسوي اخبار لوماڼډ سره وه. شوروي سره د جهاد په دوره کې زه د بي بي سي د پښتو خپرونې لپاره څلور ځلې روم ايټالې ته د پخواني پاچا سره د مرکو لپاره لاړم. په هغه وخت کې د پاچا معتمد او خبر لوځ، دده زوم سردارعبدل ولي وو چې ما د جنرال صاحب نه ورته خطاب کولو. برابر څلور مياشتې تليفونو او تماس نه وروسته، پخواني پاچا د لمړې مصاحبې لپاره حاضر شو.
د پاچا زوم ، جنرال ولي ډير بدګمان سړی وو او هرڅه ته به ېې دشک او ترديد په سترګه ليدل. ډير ځلې چې زه به د پاچاسره په مصاحبه کې وم، ده به لاسوسونه ورته ښورول چې یا ډير تفصيل مه ورکوه او یا په همدې ځای ېې ختم کړه. زه یوځل مجبور شوم جنرال ولي ته ووایم چې« په دې تيرو مصاحبوکې چې ما له اعلاحضرت سره کړي، کوم تنقيد او یا تبصره لرې؟» د هغه ځواب منفي وو، نو بيا ما ورځخه غوښتنه وکړه چې د پاچا حواس د خبرو په منځ کې مه مغشوشه وه.
جنرال ولي د نورو خبریالانود مرکو په وخت کې هم همدا ډول مداخلې کولې. زه خبر شوم کله چې پخواني پاچا د فرانسوي ليکوال اوليفير رو، چې د فرانسې د بهرنیوچارو د وزارت د افغانستان چارو مشاور هم وو، له پاچا سره په مصاحبه کې وو، او جنرال ولي د معمول سره سم لاسونه ښورول، پاچا ورته وویل چې د مصاحبې له کوټې څخه ووځي. جنرال ولي بیا ګیله کوله چې ولي ماته دومره په سپک نظر ګوری.
مابه د هرې مصاحبې د مرکې نه وروسته د پاچاسره د افغانستان او نړې په پيښو اوږدې خبرې کولی. ظاهرشاه ډير معتدل مزاج او آرام خوی درلود. هغه قهقه خندا نه کوله او هرې ټوکې او ظريفې خبرې ته به ېې موسکا کوله. هغه د نړې د پيښو په هکله ، خصوصاً د دوهم نړیوال جنګ په باب ډير معلومات درلودل. ما د لمړې مصاحبې په پای کې ورته وویل، کله چې فرانسه د جرمني نازیانو اشغال کړې وه، جنرال دوګول به فرانسې ملت ته د بي بي سي د رادیو لارې خپل پیغامونه رسول. تاسو هم اوس کولای شی د بي بي سي له لارې ملت په ځان راټول کړی. د دوګول سره د ده مقایسه ېې ډيره خوښه شوه او ورته مسک شو. خو په نورو مصاحبو کې چې ما به ورته ویل، د روم خبرې کفایت نه کوي تاسو که پاکستان ته نشوی تللی، ځکه هلته به مو ممکن د یوه برحاله باچا په شان ښه راغلاست ونه شي، کولای شی چې ملګرو ملتو ته اویا اسلامي ملکو او حتی هند ته ولاړ شی او د خپل ملت لپاره ملاتړ او مرستو غوښتنه وکړی. زما ددې خبرونه وروسته هغه خپل د تره زامنوو جنرال ولي او سلطان محمود غازي، چې ما د سلطان جان نه ورته ویل، مخ کړ چې "اینه جاجی، که د فارسی خود هیچ لهجه نداره" ما ورته وویل چې په انګليسي هم بې له لهجې خبرې کوم.
ما یوځل پخوني پاچا نه پوښتنه وکړه چې ولې پښتوېې نه ده زده؟ هغه وویل چې دري ېې هم ښه نه ده زده. ده زیاته کړه: ځکه چې ما مکتب په فرانسه کې شروع کړ، بیا کابل راغلو، نو په فارسي مې هم، نه ښې خبرې کولی شوې او نه هم ليکل. اوس هم څه چې لیکم نور مرسته را سره کوي. پښتو زده کړې لپاره پلار او ترونو مو مونږ ته معلمان نیولی وو، خو مونږ سهلانکاري کوله او معلمانو به هم فشار راباندې نه کاو.
د پاچا د تشويقولو خبره چې باید د روم نه بهر سفرونه پیل کړي بلاخره دا شوه چې جنرال ولي ېې په خپل وکالت پاکستان ته وليږه چې له افغان مهاجرینو او تنظيمونو سره وویني. هغه په لمړیو ورځو د باچا نماینده ګې کوله، خو د سفر د پای په ورځو کېې واضح افغانانو ته په بلوچستان کې ویل چې که پاچا نوي زه خو یم. عیناً همدا خبره ېې ماته هم تقریباً یو کال مخکې په روم کې وکړه. ما په هغه وخت جنرال ولي ته وویل "زه څو ځلې دلته راغلی یم، ما د اعلاحضرت کوم ځوی ندی لیدلی. باچا د ډیر عمر سړی دی که دی نه وي ملت چاته سترګې واړوي؟" جنرال ولي وویل "زه خو یم".
د عزیز نعیم د ځوی، نادر نعیم په واده کې ما د پاچا له دریم ځوی، شاه محمود، چې له یوې اروپايۍ سره ېې واده کړی وو په لندن کې وليد او کله چې زه د لندن په پوهنتون کې او دی د اکسفورد پوهنتون کې محصلين وو، ما ورسره لیدلي وو اومختصر معرفت مو درلود. 
ما ورځخه پوښتنه وکړه چې"زه څوځلې روم ته ولاړم تاسې او یا ستاسو مشر وروڼه مې ؤنه ليدل." هغه دواړه لاسونه پورته وغورځول "احوال ما غريبا ره کي میګیره". 
زه پوه شوم چې اعلاحضرت خپل دوه مشر ځامن چې نادر ېې په کانادا اومشر احمد شاه یې په واشنګتن کې وو، دواړو نه له سیاست اونه هم مشرتوب سره ډیره علاقه درلوده، دا دریم ځوی په ملي او بین المللي سیاست پوه او علاقمند وو. نو ځما حدس دادی چې جنرال ولي هغه له سیاسي صحنې نه، د خپل چم او خودخواهې په غرض لرې ساتلی ؤ. اوس یواځې د اعلاحضرت کشر ځوی میرویس چې د وليعهد دعوی کولای شي له کرزي او اشرف غني سره په ارګ کې اوسیدلی دی.
پخپله جنرال ولي لا نه پوهيده دهغه نه، چې د کابل د قوای مرکز قومانان ؤ، نه اکثر د اردو صاحب منصبانو او نه هم ملکي مامورینو ښه خاطره درلوده. یوه ورځ په رستوران کې چې ما ده ته همدا واقعیت ؤ وایه چې خلکو په منځ کې نږدی والی نه درلود، هغه وویل: "نه پوهږم ولې داسې احساس موجود وو، خو ماته ویل شوي وو چې باید باانضباته ووسم او له ټوکو او بې ځایه خندا نه په عام محضر کې ډډه وکړم" هغه د داؤد خان سره هم د قدرت په سر مخالفت درلود. کله چې پاچا روم ته په تفريح تللی وو او آوزه وه چې داؤد خان کودتا کوي پاچا دی کابل ته وليږه، خو هغه خپلو معتمدو جنرالانو او د معارف وزير نعمت الله پژواک تير ايستلو چې هو همداسې آوازې شته خو د څو میاشو وروسته لپاره. حال داچې کودتا په هماغه شپو وزځو کې په پلان کې وه، اود کودتا په ورځ د جنرال ولي په کور د توپ یو ډز وشو او د داؤد خان لخوا بندي شو.
شاه محمود چې وروسته د داؤد خان له وراره عزیزنعیم نه یواځینی کس وو چې په دې کورنې کې په نړیواله سویه ېې درس لوستلی وو او د موسی شفیق د صدارت په وخت کېې په بهرنیو چارو وزارت کې په کار پیل وکړ، خو د ثٍور د کودتا له امله د فامیل د نورو غړو په شان لویدیځ کې مهاجر شول او پخپله شاه محمود د سږي د سرطان د ناجوړې له امله څوکاله پخوا په حق ورسید.
په کابل کې د امريکایانو په راتګ سره چې ظاهرشاه ېې د ایټالې نه کابل ته د مؤقتې دورې د مشرې په غرض وطن ته بوتلو،(داچې ولې امريکایانو هغه تیر ایست او افغانستان ېې جنګ سالارانو ته ورپرېښود، دبل مضمون موضوع ده)، د شاهي کورنې نور غړي هم د نورو ملکونه کابل ته ستانه شول. هلته د ملکې او بیا د عزیزنعیم او پخپله دپاچا د مړينې نه وروسته میدان جنرال ولي ته پاتې شو او هغه د یوه بل بېخرد شهزاده سره په ګډه په کابل کې د ظاهر شاه د خاطراتو شپږ جلده په اور کې وسوزول، اوجنرال ولي یو چاته ېې غوره کړی وه چې "ما با شمشير ورقه ها را شور می دادیم که خوب بسوزه."
باید زیاته کړم چې عزيز نعيم هم یو کتاب ليکلی او امانت ساتل شوی چې څو کاله وروسته به نشر ته ورسيږي. یوه ورځ چې دی او 
میرمن ېې مریم جان، د اعلاحضرت مشره لور زمونږ کور کې د برطانیه په برایټن ښار کې میلمانه وو. ما ورڅخه د کتاب په باب معلومات وغوښتل، چې مختصر ېې د افغانستان د ورستیو سلو کالو د پيښو تحلیل وو. هیله لرم دا کتاب په ژوند کې ولولم.
وروسته زما له وروستې مصابحې نه په روم کې چې د اعلاحضرت نه چار چاپير دده دوه دتره ځامن جنرال ولي او سلطان جان د هغو د فامیل نور ځوانان هم ناست وو ما له پاچانه پوښتنه وکړه چې ما اوريدلي تاسو خپل خاطرات ليکی. هغه وویل چې «هو خو غواړم چې وېې سوزوم ځکه چې نور کړاونه راپورته کوي.» ما فوراً ورته وویل" نه باید داسې ونه شي. تاسو د افغانستان له ټولو پاچاهانو ډير حکومت وکړ، هيچا هم څلویشت کاله په افغانستان کې سلطنت نه دی کړی او ملت حق لري چې ستاسو له خولې نه پوه شي چې په حکومت کې مو څه مشکلات او لاسته راوړنې درلودې. مونږ ته یواځې امير عبدالرحمن خان خپال خاطرات بریښودلي چه زمونږ پوهانو او ملت ته د قدرد وړ دی. که تاسو نه غواړی چې خاطرات مو اوس چاپ شي کولاس شی په یوه بانک او یا د قانون پوهانو له یوې اداره سره ېې وساتی چې ۱۵ یا ۲۰ کاله وروسته چاپ شی." زما ددې خبرې سره د جنرال ولي په شمول ټولو،او د پاچا د دفتر مشر چې کور ېې په لاسانجلس کې وو، موافقه وکړه جې "راست میګوید...بهترین تصمیم است."
جنرال ولي په شاهي کورنې کې له ټولو نه ډيررقابت له داؤد خان سره لاره. ما په خپل کتاب کې چې په امازوم ډاټ کام کې شته، ددې فاميلي رقابتونو په باب ليکلي دي. کله چې داؤد خان د ۱۹۷۸ په کودتا کې په قدرت راغلو او جنرال ولي ېې چې لاسونه او سرېې د پښو سره تړلي وو، د داؤد خان په امر دهغه مخې ته سوټ بوټ کيښودل شو، نو دده خبره چې داود خان ته به ېې بې مغزه نه ویل او دهغه د شوروي له نږدې توب سره مخالف وو، داؤد خان غږ ورباندې وکړ چې« ته بې مغزه ېې او که زه؟ » خو همدا جنرال ولي، چې د افغانستان د ډيرو کړاونو محرک او د شاهې کورنې د ډيرو بې اتفاقیو د منځته راتلو مسؤل دی، بلاخره ځانته ابدي بد نوم وګاټه او افغان ملت ېې د ظاهرشاه له ډیر مهم پاتې کيدونکو خاطرونه محرومه کړ. زه نه پوهيږم ولی د اعلاحضرت لور بلقیس جانۍ، چې د جنرال ولي میرمن وه او یا دپاچا کشر ځوی میرویس ونه شول کولای چې د خپل پلار خاطرات په یو مصؤن ځای کې د چاپ لپاره خوندي وساتي؟
نوټ: دا مضمون چې د پاچا د مړینې نه وروسته ما لیکلی وو د یو لړ ملګرو د غوښتنې له امله، پاچا سره زما د یوه عکس سره ېې بیا وړاندې کوم.



د ډېر ننګ او شرم ځاى دى چې په هېواد کې هر ورځ په سلګونو بېګناه هېوادوال وژل کېږي او د کفن کولو لا نه وي، خو ځينې افغان دشمنه کله له يوه ګوره خاورې راوباسي او کله له بل، پرمقبرو جوړولو يې د مظلوم ملت وخت او پانګه ضايعه کوي سره لدې چې دغه کړنې هېڅ ديني، انساني او افغاني جواز نلري.
په ځوانانو غږ کوم چې له تاريخه د دوى نن او سبا ډېره مهمه ده او بايد د خپل ځان او هېواد جوړنې ته خپل ټول پام راواړوي.
د افغانانو په پرون کې ورکېدو نن ويرجنه کړې
د لونګۍ ورځ غونډه په انځورونو کې
تړونى کاپي کاپي شو