د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام، غواړي چې د دوحې د سولې تاريخي بهير وڅاري او دغه تاريخي بهير "د دوحې د سولې بهير تاريخکرښه" تر سرليک لاندې راټول کړي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د افغانستان د اسلامي امارت مرکچي پلاوو غړو پېژندلو کې ولس سره مرسته وکړي او د هغوى کړه وړه تاريخ ته وسپاري. همدرانګه هڅه روانه ده چې دريمګړى ولسي لورى رامنځته کولو کې هم خپله ملي، ديني او ولسي دنده ترسره کړي. له ټولو هېوادوالو، مرکچي پلاويو له غړو، دريمګړو او د بهير له مينوالو څخه هيله کوو چې موږ سره همکاري وکړي او خپل مالومات شريک کړي.
يوه يادونه ډېره اړينه ګڼو چې زموږ هېواد له سترو تاريخي پېښو څخه تېر شوى او تېرېږي خو له بدمرغه زموږ د پېښو په اړه تاريخ پرديو ليکلى چې د هغوى د غوښتنو، اندونو او ګټو پربنسټ رانغښتى، تر ډېره بريده دغه مالومات نيمګړي او يو اړخيز وي، راځئ چې زغم ولرو او خپل تاريخ پخپله وليکو د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام د هېواد تاريخ پوهانو او زدکړيالانو ته بلنه ورکوي چې زموږ سره ملتيا وکړئ، دا سياسي تجربې د خپل راتلونکو نسلونو لپاره له خپلې خوا کره خوندي کړيو.
همکاري لپاره د بهير د يوې برخې، ورځې، مرکې، ناستې، غوڼدې، ډلې، غړي په اړه کره مالومات راټول کړئ، مشورې او غوره
وړانديزونه شريک کړي.نور رحمان لېوال
د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام مشر