د حکومت دريځ چې "طالبانو ته به د سولې تفصيلي وړاندیز کوي" ملاتړ او ستاينه کوو.
خو حکومت چې د کابل پروسې ميلمنو ته به خپله دا غوښتنه وړاندې کوي چې طالبانو سره سوله کول غواړي دا څرګندوي چې د کابل حکومت چارواکي ذهني خپلواکي او د هېواد د چارو د مديريت توان نلري. د کابل پروسې ميلمانه د کوربه په چارو کې د لاسوهنو حق نلري او د کابل حکومت په لوى لاس هغوى ته د لاسوهنو لاره پرانځي.
که د کابل حکومت ملي واى او ولسي بنسټ يې درلوداى نو خپل د سولې تفصيلي وړانديز به يې لومړى ملت سره شريکولو نه بهرنيانو سره، زموږ خلک اوس هم پردې نه پوهېږي چې سياست ځايي دى.
ريئس جمهور خپل رسنيزخبرليک کې ليکي چې "په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کال کې ٧٥٠٠٠ پنځه اويا زره افغانان شهيدان شوي" او د خواشينۍ ځاى دى چې په ٢٠١٧ کې به دغه شمېره تردې ډېره وي، تېرو درې کلونو کې د هېواد هرې ديرشمې کورنۍ يو شهيد ورکړاى خو د کابل حکومت تپلشوي چارواکي بيا هره ورځ د هېواد د پرمختګ ډنډورې غږوي.
موږ په ولس غږ کوو چې تاسې د حکومت او پرديو د ګټو قرباني ياست، حکومت مجبور کړئ چې پخپل وخت ټاکنې ترسره کړي، راځي موږ او تاسې په ګډه هلېځلې وکړو چې ټاکنې رڼې او د ولس په ګټه ترسره شي.
يادونه:
څوک ويلاى شئ چې د کابل د پروسې لګښت به څومره او څوک يې ورکوي؟
که دا بهرنيان ورکوي نو افغانتستان ته شرم ګټل دي او که ددې غريب ملت سرچينې ددغو بدمرغه سياستوالو په راوستلو او ميلمستيا کولو لګېږي نو لوى خيانت ځکه دى چې ددغو ناستو هېڅ اړتيا نشته په افغانستان کې د جګړې درې اړخه دي:
د امريکا متحده ايالات.
د کابل تپلشوى حکومت.
او د دوى دواړو بډيال يا مخالفين.
هرکله چې دا دريواړه وغواړي امن او سوله راتلاى شي، ځکه اوس جکړه ددغو دريواړو اړخونو په کاروبار بدله شوې او راونه به وي کې ملت يې د مخنيوي لپاره هېلځلې ونکړي. له دې کبله د نورو رابلل او خبرې کول د وخت او سرچينو ضايعه ده.
ما ځکه د طالبانو له متحده ايالاتو سره په نيغه د خبرو ملاتړ وکړ او د کابل حکومت هم بايد متحده ايالاتو سره نيغو خبرو جرات ولري او که يې نه لري نو د ملت وخت او سرچينې دې بېځايه نه ضايعه کوئ، کينۍ او خپل چور کوئ.
که سوله غواړئ؟
نو بيا د رڼو ټاکنو، ولسواکۍ، پساد (فساد) له منځه وړلو ملګرى شئ، دغه د سولې لاره ده نه د اوسنې حکومت کړنې او دوام او نه د حکومت د بډيالو ملګرتيا.
که کرزى او اوس بيا غني ولس او سولې ته ژمن واى، نو له رياست جمهورۍ به يې استعفا ورکوله او ټولې نړۍ ته به يې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې جګړه چا راونه کړي او دى ولې استعفا ورکوي پدغه کړنه به دوى ملي اتلان شوى وو او ټولې نړۍ ته به جوته شوې وو چې افغانان غيرت سره عقل هم لري، خو دوى د واک ليوني دى او د هغه غځيدل غواړي او زموږ د پتمن ولس ټول ارزښتونه يې د خاورو سره خاورې کړل، ډارن او وارهپال يا موقيعپرست.
کله چې له واکه لري شي او بيا کرزى غوندې غړمبېږي دا هېڅ ګټه نلري.