د سمونپالنې يا اصلاح طلبۍ سياست ترانقلابي يا بدلونپال سياست ځکه غوره دى چې بدلونپال د ځان او ټولنې د ستړيا سره سره، نه توانېږي چې ځان او ټولنې ته هغه هوساينه "ورپبرخه" کړي چې دوى يې ارمان درلود. زموږ په هېواد کې د تېرو نژدې پنځو لسيزو بدلونپالنو پايلې ددې خبرې کره بېلګې دي.
دا چې ټولې جګړې په سوله ختمېږي نو اتل جنګيالى سياستوال هغه دى چې جګړې پرته له جګړو وګټي، د ولس او هېواد لپاره داسې پروګرامونه او چمتووالى ولري چې خپلواکي، ژغورنه، له نورو سره د سوليز ژوند ژمنتيا او له کړکيچ څخه مخنيوى رامنځته کړي.
دا منو چې جګړې هم د سولې لپاره کېږي خو د يو لارښود او سياستوال وړتيا هغه وخت څرګندېږي چې د جګړې له پيل څخه وړاندې د جګړې د پايلو څخه پوهاوى او د جګړې پاى ته رسولو پروګرام ولري. خپل ولس لسيزې پداسې جګړو کې ښکيل کول چې ګټه يې غليم ته رسي، د سياسي نبوغ او اتلولى نښه نده.
د اسلامي حزب له لسيزو هلوځلو وروسته د سولې په تړون کولو به يې د سمونپالنې سياست ته هرکلى کوو او مبارکي ورته وايو. لکه څنګه چې مخکې مو هم ويلې دا وخت جګړه زموږ د ولس، هېواد او زموږ د ارزښتونو په ګټه نده، موږ ته جګړه پرېښودل ترټولو ستر جهاد دى، خداى پاک دې وکړي چې د طالبانو په نامه بدلونپال هم په ريښتوني ډول د طالبۍ د پرتمين ژوند په لور زغرده ګامونه پورته کړي او سوله وکړي ترڅو غمځپلي هېواد او سيمه کې سوله راشي.