د اوربند حکومتي بڅرکي وړانديز او بيا د بډيالو تر هغه کنجوس غبرګون چې يوازې د اختر په ورځو کې به جګړه نه کوي هم د سولې په پار هرکلى کوو.
خو ګډحکومت ته وايو چې سوله هغه وخت راتلاى شي چې په هېواد کې شته درغلۍ، پساد (فساد)، بې عدالتۍ او پرديپالنه له منځه ولاړه شي. سولې ته ترټولو ستر خنډ ستاسې غيرقانوني حکومت او د ملي شتمنيو تالان دى چې نژدې ٦٠ سلنه هېوادوال يې د لوږې د کرښې لاندې په ژوند تېرولو اړ کړي. له امله يې حکومت د خپلو امنيتي ځواکونو تنخاوې نه شئ ورکولائ.
تاسې ياست چۍ د افغانستان پتمن ولس رايو ته مو درناوۍ ونه کړ، ولسواکي او قانون مو ترپښو لاندې کړ، د حکومت او حزب اختلاف پرځاى مو د خپلو ګټو لپاره ګډ او غير قانوني حکومت رامنځته کړ چې له پيله تر اوسه يې جګړه لاتوده شوې، تر نيم لاډېر هېوادوال مو په مرګ، ژوبله او اقتصادي ډول زيانمن کړي.
ترڅو چې پورتني او ترهغو لا يو بل ناوړه لامل د سولې سرکښان جنګسالاران وي سوله نشي راتلاى او پر داسې وړو وړانديزونو تاسې د پرديو په مشورو په جګړه او سوله ملنډې وهئ.
تاسې کولاى شئ چې عمومي بښنه او سوله هم اعلان کړئ، که چا ونه منله له حکومته لاسپسر شئ خو خپلو ګټو ته په کتو تاسې داسې نه کوئ چې ملي خيانت دى، موږ په هېواد کې تلپاتې سوله ا و قانون ته درناوى غواړو.