د دوحې د سولې بهير تاريخکرښه #دوحې_تړون #DohaAgreement
تړاو کاپي کاپي شو
٦تله ١٣٩٩، ٢٧ سپټمبر ٢٠٢٠ افغانستان کې د سولې بهير تدبيري او تطبيقي پلان او مکانيزمونه، نور رحمان لېوال
2020-09-27 00:00:00 لمريز 1399-07-06 00:00:00
يادونه: "سوله کې د افغان ولس غوښتنې او ونډې” تر نامه لاندې غونډه کې يې لنډيز وړاندې شو.
سولې ته تدبيري پلان چې د افغانستان لانجه حل کړي زما سکالو يا موضوع ده. د شخړو د حل لپاره لانجه او د هغې بنسټيزې ستونزې، د لوريو غوښتنې او شونې تګلارې درکول اړين دي. نو ځکه د حل رامنځته کولو په موخه لومړى د افغانستان د اوسنۍ لانجې مهم اړخونه څېړو. د شوروي اتحاد د يرغل وروسته د کورنيو جګړو په پايله کې په ١٥ وږي ١٣٨٠ / ٧ اکټوبر ٢٠٠١ د متحده ايالاتو د يرغل په ترڅ کې منځته راغلې تر هغه وروسته ددغې جګړې بهرنى اړخ خورا پياوړى دى چې درې مهمې ستونزې لري:
١- په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون
٢- حکومتولۍ ډول چې افغانستان په خپلو سرچينو اداره کړي
٣- د هېواد امنيتي، عدالتي او اقتصادي اداره په ځانګړي ډول د ملي پوځونو ساتنه او پنځونه
پورتنۍ درې سترې ستونزې دي چې اوسنى حالت او د حل په موخه يې تدبيري لارېچارې د تلپاتې سولې لپاره په لاندې ډول څېړو:
لومړۍ ستونزه، د بهرنيو ځواکونو شتون
د بهرنيو ځواکونو شتون چې د اوسنۍ لانجې بنسټ جوړوي او هېواد کې جګړو ته کورنى او نړيوال مشروعيت ورکوي، د جګړې له لارې په ١٩ کاله کې حل نشوه، خو د يو سياسي تړون له لارې چې په ١٠ کب ١٣٩٨ / ٢٩ فبروري٢٠٢٠ په دوحه کې "افغانستان ته سولې رواستلو تړون" ترنامه لاندې د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ لاسليک شو، د حل څرک تر سترګو کېږي چې حکومت د خپل واک غځولو لپاره ورته خنډونه جوړوي.
يادونه: په تاريخي پرتله کې امريکار سره د دوحې د سولې تړون، انګرېزي ښکېلاک سره د پنډۍ د سولې تړون ته ورته دى چې پايله کې انګرېزي ښکېلاک مات شو. دلته امريکا+ناټو د انګرېزي ښکېلاک، کرزى د امير عبدرحمان خان او ډاکټر اشرف غني د اميرحبيب الله خان په کردار کې موندلاى شو، ان تر دې چې د امير په وخت کې د کولرا او د اشرف په وخت کې د کرونا وبا راغله هغه وخت هم امير ورته هېڅ تيارى نه درلود، په خپل عيش او نوش کې غرق وو، ښځو ته يې پاملرنه ډېره وه، حکومت يې د کوزې پښتونخوا په هغه کرايه چلاوو چې پلار يې برتانيا څخه په دې پار اخيسته چې پښتنو قبايلو ته به وسلې نه ورکوي او حکومت کې به يې نه پرېږدي، د غني حکومت کې هم ورته کيسه روانه ده.
متحده ايالاتو سره د دوحې تړون "د افغانانو خپلمنځي خبرو" تر نامه لاندې د افغانستان دويمې ستونزې: حکومتولي ډول ته لار پرانسته. خو له بدمرغه د افغانستان اساسي ستونزه چې د هېواد عدالتي، امنيتي او اقتصادي اداره کول دي افغان حکومتونه او افغان سياستوال يې په ترلاسه کولو کې نابريالي دي او هم په اوسني وخت کې دواړه ښکېل لوري چې د خوځښتونو مالي سرچينې يې بهرنۍ ريښې لري هېڅ لورى دا نه وايي چې په ځانګړي ډول د اوسني افغان پوڅ، امنيتي ادارو او حکومتولي د لګښتونه به څنګه پوره کوي؟
يادونه: افغان سياستوال ځکه نابريالي دي چې د سياست له ځاييتوبه ناخبره او نړيوالو ايډيالوژيو کې حل لټوي. خپل هېواد، سيمه، نړۍ او هغو کې د شته ټولنيزو بنسټونو او ذهنيتونو څخه ناخبره ښکاري، يا خو خبر او يوازې د خپلو ګټو لپاره ځان او ولس تير باسي. دوى د دروغجنې ملتپالنې يا نېشنلېزم چې يو ډول قبايليت دى، لومه کې بند دي، سياست چې د ټولنيزو چارو د مديريت لاره ده، دوى يې دروغ، چلبازي او له هرې وړ ناوړه لارې واک ته د رسېدلو تګلاره ګڼي چې په پاى کې د خپلو درغليو ښکار او د ولس له غبرګون سره مخ شي.
دويمه ستونزه: د حکومتولي ډول
هېواد کې "ناوړه حکومتولي او جګړې" يا "جګړې او ناوړه حکومتولي"، دغه دواړه د ټولو ستونزو سرچينې دي چې يو بل ژوندي ساتي، دوحې کې "د افغانانو خپلمنځي خبرو" چې په پاى کې به د حکومتولي په يو ډول منلو پاى ته رسېږي، اوس يې افغانان په دوه لارې ولاړ دي: د افغانستان اسلامي جمهوريت يا د افغانستان اسلامي امارت نو اړينه ده چې دا دواړه وڅېړو.
د افغانستان اسلامي جمهوريت
ټوله نړۍ کې ولسواکي د بشر د حقوقو او ازادي پر بنسټ راڅرخي چې ډيرکى يا اکثريت به واک اخلي او لږکي يا اقليت ته به حقوق ورکوي. خو د خپلو لنډو او اوږدمحاله موخو لپاره لوېديځوالو په افغانستان کې د ولسواکۍ يوه نوې تجربه وکړه چې لږګيو ته واک او د ډيرکيو څنډې ته کولو راڅرخي. د ولسواکۍ دغه ماډل په شعوري او لاشعوري توګه يو ډول نيمه قومي بنسټونو حکومتولۍ رامنځته کړه چې په پايله کې يې يو داسې حکومت منځته راغلى چې په تېرو ٢٠ کالو کې يې هېڅکله له پراخو درغليو پرته ټاکنې ونه شواى کړاى، له ٤٠ ميليونه افغان وګړو څخه اوسنى حکومت يوازې ٩ سوه زره رايو پربنسټ بريالى اعلان شو، چې دا رايې هم د حکومت کارکوونکو او د هغوى د کورنيو لخوا د رشوتونو يا ويرې له امله چې خپلې دندې له لاسه ورنکړي اچول شوې دي. يو حکومت چې يوازې د ٢٪ رايو پربنسټ راځي هغه د افغان ولس استازى نشي کېداى.
د ولسواکۍ په نوم دغه نابريالۍ هڅه چې ستر سمون ته اړتيا لري او د سمون لپاره يې د دوحې خبرې يو زرينه واره ده، خو د کابل حکومت يې سمون ته ژمن نه برېښي، د خپل ناوړه واک غځولو لپاره خنډونه پيدا کوي او په پايله کې هره ورځ چې تېرېږي دغه حکومت نور کمزورى کېږي او ولسي ملاتړ له لاسه ورکوي. خو پوښتنه دا پيدا کېږي چې ايا په افغانستان غوندي دوديز هېواد کې اسلامي امارت يا خلافت دغه ستونزه هوارولاى شي نو اړينه ده چې اسلامي هېوادونو کې دود د حکومتولۍډولونه وڅېړو:
اسلامي هېوادو کې د خلافت، امارت او جمهوريت پر بنسټ د حکومتولۍ ډولونه
دا وخت اسلامي هېوادونو کې د حکومتولي ډولونه پاچاهي، ميراثي شېخواکي، پارلماني جمهوريت، پډرالي/فډرالي جمهوريت، ملتپال اسلامي جمهوريت، مذهبي اسلامي جمهوريت او رياستي جمهوريت دود دي. دا چې کوم يو په افغانستان کې د چلښت وړ دى. لومړى اسلامي خلافت ته لنډه اشاره کوو، تر عثماني خلاف را وروسته له بدمرغه پېړۍ تېرېږي چې د شام خلافت يا داعش څخه پرته موږ مسلمانان د اسلامي خلافت بېګله نلرو چې له تجربې يې ګټه پورته کړو.
دويم دود اسلامي پاچاهۍ او ميراثي شېخواکۍ دي چې د افغانستان جغسياست يا جيوپوليټيک سره نور اړخ نه لګوي. پارلماني او پدرالي جمهوريتونه موږ رد کړي او افغانستان کې د نا انډوله قومي جوړښتونو له امله هغه نابريالي دي. همدارنګه ملتپال اسلامي جمهوريت چې د ترکي نشنليزم، سيکولريزم او اسلامي ارزښتونو يوه ټولګه ده او د ترکيې جمهوريت اداره کوي، افغانستان کې ځکه د تطبيق وړ نه دى چې ترکي ټولنې په پرتله موږ ډېر وروسته پاته او دوديز يو.

راپاته شو مذهبي اسلامي جمهوريت يا نظام چې يوازنۍ بېګله يې موږ په ايران کې پيدا کولاى شو، د اسلامي حکومتولي دغه ډول چې د جعفري فقې، ايراني ملتپالنې او ولسواکۍ له ارزښتونو جوړ دى، بنسټ يې د جعفري فقې اجتهادي ټولواکه امامت جوړوي. داسې څرګندونې شته چې د افغانستان اسلامي امارت غوښتونکي هم دغه ډول ته ورته حکومتولۍ او سياسي جرګيز يا شورايي جوړښتونو هڅه کوي.
خو په افغانستان کې چې غوڅ اکثريت يې حنفي مسلمانان دي او همدارنګه په نړۍ کې تر نيم ډېر مسلمانان په حنفي فقې روان دي. د حنفي فقې منځلاريتوب، او د وخت له حکومتونو څخه ددغې فقې د علماوو ملاتړ ددې فقې د پرمختګ ستر لاملونه اټکل کېږي. خو ددغې فقې د عالمانو په تاريخ کې لومړى ځل لپاره په افغانستان کې "د افغانستان اسلامي امارت" په نوم خپله د حکومت کولو بېلګه لرو. خو له بدمره پايله يې افغانستان کې ٢٠ کلنه جګړه او پر خلاف يې د اسلامي او غيراسلامي هېوادو غبرګون شو. دا چې حنفي فقې د نظام په ملاتړ کې پرمختګ کړى، ځکه ډېرى مسلمانانو او حکومتونو خپله کړې. د حنفي فقې وارثين علما چې په افغانستان کې اوس د افغانستان اسلامي امارت يا طالبانو په نوم پېژندل کېږي، د حنفي فقې تاريخي پرمختګ چې ولسواکي پياوړي کوي، دين، مذهب او سياست سره تړي، که دغو علماوو افغانستان کې د حکومت کولو پرځاى د يو ولسواک حکومت چې په ځايي(عرف) او اسلامي ارزښتونو ولاړ وي، ملاتړ خپله تګلاره کړي نو ليرې نه ده چې عثماني خلافت ته ورته يا لاغوره اسلامي جوړښت رامنځته شي. دوحه کې د ستونزو د حل لپاره د حنفي فقې سرچينې ته په خنډ کېدلو حکومتي ډله د افغانستان له اساسي قانون او ديني ژمنتياوو سرغړونه کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت او د افغانستان اسلامي امارت ډلې چې اوس په دوحه کې د حکومتولۍ په ډول جوړولو بوختي دي دوه لارې لري يوه دا چې په افغانستان د بن د غونډې په ډول د واک، ځواک او ملي شتمنيو د وېش پربنسټ شريک حکومت رامنځته کړي چې پايله به يې يو لنډمهاله جوړښت او د يو څو کسانو په ګټه خو د ملت په زيان وي. دويمه لار داده چې دوى يو دريم جوړښت ته لار پرانيځي چې مياشتې وړاندې د "ځايناستى حکومت : افغانستان کې سولې او ولسواکۍ ته لنډه لار، ولس، حکومت اوطالبانو ته وړانديز" کې په ګوته شوى.
دريمه ستونزه: د هېواد امنيتي،عدالتي او اقتصادي ادارو پانګونه
که څه هم د اسلام له پنځه بناوو څخه درې يې روژه، ذکات او حج پر اقتصاد او نصاب ولاړې دي او دوه نورې کليمه او لمونځ يې د ټولنې د يووالي او سمون ملاتړ کوي او ټوله کې پنځه واړه د انسان د ښېرازۍ لپاره مرسته کوي چې تر ټولو غوره اقتصاد رانغاړي. خو له بدمرغه د افغانستان اسلامي جمهوريت او د افغانستان اسلامي امارت وال د افغانستان د حکومتولۍ، امنيتي ادارو ځانګړي ډول ملي ادارو د لګښتونو په اړه بې پروګرامه ښکاري، دغه ستونزه ډېره پاملرنه غواړي زما په اند حل يې د مکلفيت په دوره کې نغښتئ، هر خوځښت پرته له اقتصادي پروګرامه عدالت نشي کولاى او له عدالت څخه پرته امنيت نشي راتلاى.
په پاى کې بايد ووايم چې اوس د هېواد دوه ستونزې د حکومتولي ډول چې بايد يو دريمګړي جوړښت ته وسپارل شي، د داسې يوې ولسواکي ساتنه چې په افغاني او اسلامي ارزښتونو سمبال وي، ددغې ولسواکي ساتنه او د امنيتي او پوځي ادارو خپلواکي او پانګونه له ټولو اړخونو پاملرنه غواړي ترڅو تلپاتې سولې ته ورسېږو.

نور رحمان لېوال
خيرخوا، نوښتګر، د سوداګريزو او مالوماتي ټکنالوژۍکارپو، ملي سوداګر، پانګوال، جوړونکى/صنعتګر، رسنيوال، سياستوال، افغان سياست، سوداګرۍ او اقتصاد کې سمونپال او افغانستان کې د بډيالنې يا اپوزيسيوني سياست يوازنۍ سرچينه. د افغانستان ١٣٩٣ او ١٣٩٨ ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند، ګڼملتي کاروباري شرکتونو، لېوال برانډ او پښتو ټلوېزيون څښتن. له حکومتونو، مجاهدينو، ملګرو ملتونو ااو غير دولتي ادارو سره د کاروبار، مشاورت او کار کولو درې لسيزې تجربه لري.