د سولې هوکړه ليک چې د يو ريکارډ شوې ويډيوي پيغام له لارې د اسلامي حزب د مشر او ريئس جمهور لخوا په ارګ کې د هغې غونډې پر وړاندې لاسليک شو، چې له دواړو لوريو د غونډې ډيرى کسان په حکومت پورې تړلي وو. د سولې پرلور يو ستر ګام دى، ټولو ته يې مبارکي وايم.
غوره به واى چې حکومت غونډې ته د اسلامي حزب د مشر راتګ برابر کړى واى، د کورنۍ نږدې غړي لکه زامنو يې په غونډه کې څرګند شتون درلوداى، غونډه کې د بې لوريو او بې پرې افغانانو ګډون ته لاره هواره شوې واى، ترڅو دغه ډول سترې ملي مسئلې د حکومتي انحصار او ډرامايي بڼې خپلولو څخه خوندي شي.
د حکمتيارصيب دا خبره چې "هغه چې په اوږه یې د پردیو ټوپک دی ترهغې به د پردیو لپاره جګړه کوي چې تر څو یې اکمالوي. هغوی یوه داسې بدنامه جګړه په مخ وړي چې ۹۹% تلفات یې افغانانو ته اوړي" زموږ ددې خبرې پخلى کوي چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو په ګټه ده او که په هره بڼه پردى ټوپک د چا په اوږو دى او و، موږ يې د افغان وژنې لامل او جرم ګڼو.